Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2022

ننګرهار کې د ډينګي پېښو ډېرېدل؛ خلک د دې ناروغۍ مخنیوی غواړي

0
په ننګرهار کې د ډينګي تبې له ډېرېدو وروسته د افغانستان په پلازمېنې کابل کې هم خلک اندېښمن کړي دي.


د ننګرهار ولایت اوسېدونکی امېد چې یوه اوونۍ مخکې په ډينګي تبې اخته شوی وايي، زړه بدوالی، د عضلاتو او سترګو درد د دې ناروغۍ نښې دي.


امېد وايي، په ننګرهار کې د حشراتو زیاتوالی لامل شوی چې دی په دې ناروغۍ اخته شي.


هغه زیاتوي: "تبه مې وه، د سترګو او عضلاتو درد هم ورسره و. زړه بدوالی مې درلود او اشتها مې هم کمه وه. دې ناروغۍ څو ورځې په تکلیف کړم. له خلکو مې غوښتنه دا ده چې خپلې روغتیا ته پام وکړي. په ننګرهار کې ماشي او نور حشرات ډېر دي، په دې خاطر موږ باید وقایوي تدابیر لرو."


د ننګرهار یو بل اوسېدونکی ساحل چې خپلوان یې په ډینګي تبې اخته شوي، د دې ناروغۍ ډېرېدو ته اندېښمن دی.


هغه وايي: "دا یوه خطره ناکه ناروغي ده. زموږ خپلوان هم پرې اخته شوي دي. مخکې له مخکې باید د دې ناروغۍ مخه ونیول شي. وقایوي تدابیرو ته پام وشي او څومره چې امکان لري، خلک له دې ناروغیو ځان لرې وساتي."


ډینګي تبه هغه ناروغي ده، چې له یو ډول غوماشې څخه انسان ته انتقالېږي او په روغتیا ناوړه تاثیر کوي.


د نړۍ د روغتیايي سازمان د څېړنو پر بنسټ وقایه او مخنیوی د دې ناروغۍ د کمېدو لپاره غوره لاره ده، ځکه ځانګړې درملنه یې لا تر اوسه نه کېږي.


د دې سازمان په وینا د دې ناروغۍ د مخنیوي ښه لاره دا ده، چې په ولاړو اوبو او نورو هغو ځایونو کې چې غوماشي ژوند او هګۍ کوي، له منځه یوړل شي.


دغه سازمان وايي، په هغو سیمو کې چې غوماشي دي، له پشه خانو څخه دې استفاده وشي او همدا ډول د ډینګې تبې او مخنیوي په اړه یې او د حشرو د له منځه وړلو په برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی وشي.


روح الله تلاش، چې په کابل کې ژوند کوي، له روغتیايي مسوولانو غواړي څو د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.


تلاش وویل: "ډینګي تبه له غوماشي خپرېږي، د دې ناروغۍ خپرېدل لامل شوي چې د کابل خلک ډېر اندېښمن شي. که د دې ناروغۍ مخه ونه نیول شي، کېدای شي نورو ولایتونو ته هم خپره شي. له مسوولانو مو غوښتنه دا ده چې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره وقایويي تدابیر ولري. خلک دې هم احتیاط وکړي، له پشه خانو دې استفاده وکړي او کړکیو ته د جالي نسب کړي."


خو د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي، دا ناروغۍ د تېر کاله په پرتله ډېره کمه شوې ده.


هغه ازادي راډيو ته وویل: "تېر کال د ډينګي تبې ۱۷۰۰ پېښې وې خو په روان کال کې ۷۰ پېښې لرو چې هغه هم یوازې په ننګرهار ولایت کې دي او په نورو ولایتونو کې نه شته."


ښاغلی زمان وايي، د دې ناروغۍ د مهارولو لپاره پوره تیاری لري.




تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان د اګسټ په ۴مه راپور ورکړی و، چې په ننګرهار ولایت کې د جون له ۱۲مې د جولای تر ۳۰مې د ډینګې تبې ۶۴ پېښې ثبت شوې دي.


د دې سازمان د راپور پر بنسټ په دوی کې ۴۷ تنه ښځې او یو شمېر هم له ۵ کلونو پورته نجونې وې.


په دې راپور کې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د استازي ډاکتر لو دپنګ له قوله ویل شوي دي، چې د ناامنیو، طبیعي پېښو او د ناروغیو له خپرېدو سره افغانان له پېچلو بشري ستونزو سره مخ دي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России