Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2022

طالبان: د الظواهري د وژنې په اړه لا هم زمونږ څېړنې روانې دي

0
د طالبانو حکومت، په کابل کې د القاعدې ډلې د مشر تر وژل کېدو وروسته پر دوی د ځینو نړیوالو او کورنیو چارواکو او ادارو د شکونو او نیوکو په غبرګون کې وایي، چې د یادې پېښې په دې اړه یې لا هم څېړنې روانې دي.


طالبان وایي، د دې پېښې په اړه د څېړنو جزییات پټ نه پاتې کېږي.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "دا معلومات او جزییات یې پټ نه پاتې کېږي، خو تحقیقات روان دي. کله چې په دې اړه د اسلامي امارت تحقیق بشپړ شي، بیا به له ټولو هغو ادارو او اشخاصو او جهتونو سره شریک شي چې لازمه لیدل کېږي."


مجاهد د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي و، دوی تر هغې ورځې کړو څېړنو کې ان کوم جسد نه دی موندلی، ځکه په خبره یې امریکا د برید پر مهال داسې باروت کارولي چې هر څه یې له منځه وړي.




خو دا خبره بیا د پوځي چارو پوه اسد الله ندیم ازادي راډیو سره به خبرو کې رد کړه.




نوموړي چې د وسلو د نوعیت په اړه یې تحقیق کړی ازادي راډیو ته ویلي و، چې دا د طالبانو له خوا د معلوماتو پتولو لپاره پلمه ده.


ښاغلي مجاهد وروسته له هغه د څېړنو د دوام خبره کوي، چې په افغانستان دننه د غبرګونونو په دوام د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د تېرې جمعې په ورځ د لمانځه د خطبې پر مهال ویلي، چې دا باید روښانه شي چې ایمن الظواهري چا او څنګه افغانستان ته راوستی و.


حکمتیار ویلي: "امریکا ونه توانېدله چې په دې تېرو شلو کلونو د هغه «الظواهري» موقعیت پیدا کړي او هغه ووژني. پوښتنه دا ده چې ظواهري څنګه کابل ته راغی په کوم ډاډ؟ امریکا څنګه او چا په دې خبر کړل چې ظواهري چېرې اوسېږي؟ دې جدي پوښتنو ته باید حتماً ځواب ورکړل شي، څرګنده او روښانه ځواب چې ټول ولس په دې پوه شي او شکوک او شبهات له منځه ولاړ شي، د اسلامي امارت مهمه دنده اوس همدا ده."


حکمتیار هغه هېواد د افغانستان دښمن بللی چې بې پیلوټه الوتکه ترې د افغانستان فضایي حریم ته ننوتې ده.


ګلبدین حکمتیار امریکا ته په خطاب کې دا پوښتنه هم کړې، چې په خبره یې اوس چې د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري احتمالي ځای ناستی سیف العدل په ایران کې دی، ایا پر ایران به هم ورته برید وکړي؟




نوموړي دا برید د افغانستان پر حریم یرغل بللی هغه خبره چې مخکې طالبانو هم کړې او په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې دا برید د دوحې تړون او نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی دی.


خو په دې اړه د نورو امریکايي چارواکو د غبرګونونو په دوام د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پییر هم د جمعې په ورځ ناوخته په واشنګټن کې یوې خبرې غونډې ته وویل: "موږ غواړو دا اطمينان رامنځته کړو چې د هر راز ترهګريز ګواښ په وړاندې بيداره او اماده يو، هغه څه چې جمهور رييس تېره شنبه ترسره کړل او تاسو وليدل."


د امریکا ولسمشر جوبایډن د اګسټ په لومړۍ نېټه اعلان وکړ، چې د جولای د ۳۱ مې په سهار د امریکا په برید کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په کابل کې په خپل استوګنځي کې وژل شوی دی.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России