د کريميا په شمال کې د روسيې مهماتو په يوه زېرمه کې چاودنه شوې
د وزارت په خبره په پېښه کې لږ تر لږه دوه کسان ټپیان شوي او د شا و خوا سیمو د زرګونو کسانو د تخلیې سبب شوه.
دغه وزارت دا پېښه د سبوتاژ یوه هڅه ګڼلې ده.
په عین حال کې خبري اژانسونو راپور ورکړی، چې تر دې پېښې وروسته د دژانکوی سیمې په یوه برېښناکوټ کې بله چاودنه وشوه. دا سیمه د روسیې له خوا اشغال شوې ده.
دا لا معلومه نه ده دغه دوې پېښې چې همماله شوي، کوم ارتباط سره لري که نه.
که څه هم اوکرایني چارواکو په مستقیم ډول د دغو پېښو د مسوولیت له اخیستو ډډه کړې خو ځینو یې داسې اشارې ورکړي چې په دغو پېښو کې کییف لاس لري.
