ایران له امریکا سره د بندیانو تبادلې لپاره چمتووالی وښود
تهران له اوږدې مودې راهیسې هڅې کړي چې له لسو زیات هغه کسان چې په متحدو ایالتونو کې بندیان دي وروسپارل شي او واشنګټن بیا هڅه کړې چې د سوداګر سیامک نمازي په ګډون یو شمېر هغه کسان چې د ایران او امریکا دوه ګونی تابعیت لري آزاد کړي.
نمازي په ۲۰۱۵ کال کې په ایران کې بندي شوی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کاناني په یوه خبري غونډه کې وویل چې ایران چمتو دی چې له واشنګټن سره بندیان تبادله کړي او متحده ایالات هم باید له قید او شرط پرته ایراني اتباع خوشې کړي.
له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرانټوني بلېنکن ویلي و چې دې ته ژمن دي چې په ایران کې ټول امریکایي بندیان آزاد کړي.
