ټاکل شوې ګوتيريش سبا د ترکيې او اوکراين له ولسمشرانو سره وګوري
ښاغلی ګوتریش به پهدې سفر کې د تورې بحیرې له هغه بندره کتنه وکړي چې د پنځه میاشتنې ځنډ وروسته يې بېرته د غلو په صادراتو پیل کړی.
ټاکل شوې ده چې د اوکرایین ولسمشر ولادمیر زلنسکي او انتونې ګوتریش به د ژاپورژیا اټومې بټې په اړه؛ چې پهدې وروستو کې د روسي ځواکونو تر حملو لاندې وه او د نړیوال اټومې اژانس اندېښنې یې راپارولې وې، هم خبرې وکړي.
