Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2022

بايډن ته د سپټمبر د ۱۱مې قربانيانو د ځینو کورنیو ليک: د افغانستان شتمني افغانانو ته ورکړه

0
د سپټمبر د یوولسمې د پېښې د قربانیانو کورنیو د امریکا جمهور رئیس ته یو لیک کې له هغه غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې پانګه د دوی پر ځای افغانانو ته ورکړي.


په دې لیک کې چې يو شمېر امريکايي رسنيو خپور کړى راغلي، له دې اووه میلیارډه ډالرو د سپټمبر د ۱۱مې پېښې د قربانیانو کورنیو ته په هر نوم پیسې ورکول له قانوني اړخه شکمن او له اخلاقي پلوه نا سم عمل دی.


د سپټمبر د یوولسمې په پېښه کې د قرباني شویو ۸۰ کورنیو په یوه لیک چې د امریکا ولسمشر ته یې استولی، له هغه غوښتل شوي، چې د افغانستان کنګل شوې پانګه، افغانانو ته وسپاري.


په دې لیک کې چې يو شمېر امريکايي رسنيو خپور کړى د امریکا جمهور رئیس ته لیکل شوي: "د افغانستان ۷ میلیارده ډالر پانګه د طالبانو نه‌ده. دا پیسې د افغانانو دي، افغانان ورته ډېره اړتیا لري او باید هغوی ته ورکړل شي."




د یوولسم سپټمبر د پېښې د قربانیانو په لیک کې له دې پیسو په هر بل نوم ګټه اخيستل له قانوني اړخه شکمن او له اخلاقي پلوه ناسم عمل بلل شوی دی.


په لیک کې د امریکا له جمهور رئیس دا هم غوښتل شوي، څو خپل هغه فرمان بېرته تعدیل کړي، کوم چې د دې پیسو یوه برخه د یوولسم د سپتمبر د پېښې قربانیانو ته ځانګړې کوي.


خو د امریکا متحده‌ ایالات وايي، داسې هیڅ پلان نه‌شته چې په لنډه موده کې د افغانستان کنګل شوې پانګه د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ته ورکړل شي.


لویه اندېښنه او وېره دا ده چې دا پیسې د طالبانو له لارې ترهګرو ډلو ته په لاس ور نه‌شي او ترڅنګ یې د دې لویې شتمنۍ د لګښت مدیریت هم تر پوښتنې لاندې دی.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون یو خبري کنفرانس کې یو ځل بیا کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو په اړه اندېښنه وښوده چې د ترهګرو ډلو لاس ته به ورشي.




نوموړي وويل: "د ټام ویست اشاره هغو خطرونو ته وه چې ما یاد کړل، موږ په دې نږدې وختونو کې داسې کوم انتخاب نه‌لرو چې له مخې یې د افغانستان بانک شتمنۍ بېرته ور وسپارو. موږ څو میاشتې "افغان تکنوکراتان" له افغانستان بانک سره ښکېل کړل، څو داسې لارې چارې ولټوي چې د دې هېواد لوی اقتصادي ثبات وساتل شي، خو اوس مهال موږ باوری نه یو چې د افغانستان بانک دې دا ظرفیت او د څارنې وړتیا ولري چې په دې کچه یوه لویه شتمني مدیریت کړي."


خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون ازادي راډیو سره خبرو کې یو ځل بیا د دې پیسو د ازادېدو غوښتنه تکرار کړه.


په کابل کې د القاعده شبکې د مشر له وژل کېدو وړاندې امریکا او طالبان یوې هوکړې ته نږدې شوي وو چې د افغانستان له ۷ میلیارده بسپنې شوې پانګې ۳،۵ میلیارده ډالر د افغانستان بانک ته ورکړي، خو د ايمن الظواهري وژل کېدو، د دواړو لوریو په اړیکو بد اغېز کړی دی.




د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون وویل، له طالبانو سره به د متحده‌ ایالاتو اړیکې د هغو ژمنو عملي کولو سره تړلي وي چې دوی له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره کړي.


خو ښاغلي پرایس زیاته کړه، داسې ښکاري چې طالبان د دې ژمنو د عملي کولو توان نه‌لري او یا هم نه غواړي چې عملي یې کړي.


طالبانو بیا تل ویلي چې د افغانانو هر ډول حقونه یې خوندي کړي او له نړیوالې ټولنې سره هم په خپلو ژمنو وفا کړې.


مګر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، دا یو حقیقت دی چې طالبان د افغانستان د ټولو خلکو، په ځانګړي ډول د نجونو، ښځو، مذهبي او قومي لږکیو د حقونو په ساتنه کې پاتې راغلي او دا په حقیقت کې یوه ناکامي ده.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России