پاکستان: د موټر چپه کېدو پېښه کې ۹ پوځيان مړه شوي
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه پېښه د کشمیر په باغ ولسوالۍ کې هغه وخت وشوه، چې سرتېري په پوځي ګزمه بوخت وو.
په سیمه کې د پوستې یوه مسؤل محمد الطاف ویلي دا موټر د پوځي کاروان برخه وه، چې تر روانېدو لنډه شېبه وروسته چپه شو.
