Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2022

امريکا افغانستان کې د مذهبي ازادۍ شرايط خراب بللي؛ طالبان يې ردوي

0
امریکا د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په افغانستان کې مذهبي ازاديو وضعیت په شدت خراب شوی دی.


د دې کمېسیون له قوله، طالبان هغه ډول واکمني کوي، کومه ډول یې چې وړاندې تجربه کړې ده.


د دې کمېسیون په راپور کې د مذهبي او قومي لږکیو امنیت ته هم اشاره شوې او زیاتوي، د پرله‌پسې ژمنو سره سره، طالبان نه‌دي توانېدلي مذهبي او قومي لږکي خوندي وساتي.


د امریکا د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون په یوه راپور کې لیکلي، په افغانستان کې مذهبي ازاديو وضعیت د تېر په پرتله ډېره خرابه شوې ده.


دا راپور چې پرون خپور شو په‌کې راغلي: "له مذهبه د طالبانو سخت دریځي تفسیر، د هغو افغانانو چې له اسلامه متفاوت تعریف لري او هغوی چې مسلمانان هم نه‌دي، مذهبي ازادي نقض کړې ده."




په راپور کې د بېلګې په توګه د لږکیو، ښځو او ان د همجنس‌بازانو ازادیو ته اشاره شوې ده چې طالبانو نقض کړې دي.




د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل، د دوی له واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې مذهبي ازادي پیاوړې شوې ده.


نوموړي وويل: "موږ یې ردوو، هغه څه چې دوی نشروي یا یې په راپورونو کې را اخلي، داسې څه نه‌شته. لږکي چې کوم عقاید او مذهبي مراسم لري هغه ټول ازاد دي. کولای یې شي، موږ یې امنیت نیولی او هغه سیمه مو په امن کې کړې ده."


خو د طالبانو له دې ادعا سره سره، د امریکا د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون په راپور کې راغلي، په افغانستان کې د مېشتو ټولو قومونو او مذهبي ټولنو د خوندیتوب لپاره، د پرله‌پسې ژمنو سره سره، طالبان نه‌دي توانېدلي، دوی د داعش له بریدونو خوندي وساتي.


راپور زیاتوي، داسې مهال چې په افغانستان کې مذهبي لږکي د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي، خو یو شمېر نور یې د غچ اخستنې له وېرې د خپلې عقیدې د پټولو په هڅه کې دي.


خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا وايي، په مذهبي او قومي لږکیو د داعش بریدونه د کرکې د پیدا کېدو په موخه دي.




د امریکا د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون په راپور کې د افغانستان سېکانو او یهودیانو ته هم اشاره شوې چې نور د نابودۍ په حال کې دي.


راپور لیکي، په افغانستان کې یوازینی پاتې شوی یهودي زبلون سیمنتوف د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کې د طالبانو له وېرې له هېواده ووت.


همدا ډول د راپور له مخې، د طالبانو واکمني د اهل هنودو او سېکهانو د شمېر د کمېدو لامل شوې.


د امریکا د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون راپور کې راغلي، که څه هم واک ته د رسېدو په لومړیو ورځو کې طالبان د کابل کارته پروان ته ورغلل او له اهل هنودو او سېکهانو یې وغوښتل چې له افغانستان و نه وځي، خو د ۲۰۲۱ کال په اکټوبر کې ویډیوګانې خپرې شوې چې ښيي د دوی ګردواره ویجاړه او چور شوې ده.




د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي په ۲۸مه د کابل په کارته پروان کې د اهل هنودو په عبادت‌ځای یا ګردواره د وسله‌‌والو له برید وروسته، ډېر شمېر سېکهان او اهل‌هنود له افغانستان ووتل او اوس یې محدود کسان په افغانستان کې پاتې دي.


په افغانستان کې د مذهبي ازادۍ په اړه دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د طالبانو اوسنی رژیم د بشري حقونو په نقض تورن دی او دا کړنې یې له سختونو غبرګونونو سره هم مخ دي.


د امریکا د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون (USCIRF) یوه خپلواکه اداره ده چې د متحده‌ایالاتو د کانګرس له‌خوا جوړه شوې ده.


د دې کمېسیون دنده ده چې په هېوادونو کې د مذهبي ازادۍ څارنه او تحلیل وکړي او راپور یې خپور کړي.


ددې ادارې مشر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او کانګرس د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې وړاندیزونه هم کوي.


له دې وړاندیزونو موخه، د مذهبي ځورونې مخنیوی او د مذهب او عقیدې ازادۍ ته وده ورکول دي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России