افغان کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ سیالۍکې سریلانکا ته ستره ماتې ورکړه
افغان کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا د ۱۰۶ منډو هدف د سیالۍ د یولسم اور په لومړي بال په دوه ویکټو پوره کړ او د اسیا جام په سیالیو کې یې خپله لومړۍ لوبه په لوړ توپیر وګټله.
د دې سیالۍ پچه افغان لوبډلې وګټله او سریلانکا ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
سریلانکا توپ وهونکو ټول شل اورونه هم ونه شول لوبولی او د نولسم اور په درېیم بال یې وروستۍ ویکټه هم وغورځېده او ۱۰۶ منډې هدف یې وټاکه.
افغان توپ اچونکو ښه پیل وکړ چې رحمان الله ګربز په ۱۸ بالونو د ۴ شپږیزو او ۳ څلوریزو پر مټ ۴۰ تېزې منډې وکړې، ترڅنګ یې حضرت الله ځاځي ۳۷، او ابراهیم ځدراڼ ۱۵ منډې وکړې او لوبه یې وګټله.
سبا پاکستان او هندوستان لوبډلې سره مخ کېږي.
دا دواړه هېوادونه د کشمیر په سر له لسیزو راهیسې سیاسي ستونزه لري، ځکه یې د کرکټ لوبډلې سرسختې رقیبې بلل کېږي.
ویل کېږي د دې سیالۍ ټکټونه له وړاندې خلاص شوي دي.
افغانستان به بله لوبه د راتلونکې سې شنبې په ورځ له بنګله دیش سره کوي.
که له بنګله دیشه یې هم وګټي نو د غوره څلور لوبډلو پړاو ته لاره پیدا کوي.