Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2022

له ترکيې ايستل شوي افغانان: افغانستان کې هيڅ بنسټ راسره مرسته نه‌ده کړې

0
یو شمېر هغه افغان ځوانان چې له ترکیې ایستل شوي وایي، سره له دې چې په افغانستان کې یې بېلابېلو بنسټونو ته مراجعه کړې، خو تر دې دمه کوم بنسټ ورسره مرسته نه‌ده کړې.


د دوی له ډلې يې يو شمېر ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي، چې د ترکیې د پولیسو له لوري ورسره بد چلند شوی او په اجباري توګه له هغه هېواده را ایستل شوي دي.


په ورته وخت کې یو شمېر هغه کورنۍ چې دا مهال په ترکیه کې ژوند کوي هم په دې اندېښمنې دي، چې د ترکیې د پولیسو له لوري به ونیول شي او افغانستان ته به راستانه کړل شي.


عمران چې د لوګر ولایت اوسېدونکی دی وایي، تر اوسه دوه ځلې له ترکیې څخه په زور ایستل شوی دی.


دی ترکیې ته د تلو لامل امنیتي ګواښونه یادوي خو وایي، په ترکیه کې یې هم ورځ او روزګار ښه نه و او د ترکیې د پولیسو له لوري ورسره بد چلند کېده.


عمران ادعا کوي، وروستی ځل دوه میاشتې مخکې د ترکیې د پولیسو له خوا تر وهلو ډبولو ورسته په زور بېرته افغانستان ته ستون کړی شوی دی.




نوموړی وايي: "د افغانستان سفیر هم هیڅ افغانانو سره مرسته نه کوله، زه فعلا هېواد ته ډیپورت شوی یم او بې‌کاره یم."




د عمران په خبره په دې وروستيو کې په ترکيه کې د دغه هېواد د پوليسو له خوا ګڼ شمېر افغانان نيول شوي او د ګوتو له اخیستلو وروسته افغانستان راستانه کړل شوي دي.


له ترکیې څخه د افغانانو د ایستلو لړۍ په داسې حال کې چټکه کېږي چې په افغانستان کې بې‌وزلي، بې‌کاري او اقتصادي ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي او خلک یې له امله له کړاوونو سره مخ دي.


مخکې د تركيې سرې مياشتې ټولنې د اګسټ په ۲۰مه ويلي وو، چې له هر هغه افغان سره به نغدي مرسته وكړي، چې د اقتصادي ستونزو له كبله تركيې ته تللي او غواړي بېرته خپل هېواد ته راستانه شي؛ خو د مرستو د اندازې په اړه یې څه نه وو ویلي.




ترکیې دغه شان اعلان کړی و، چې هغو افغانانو ته به د کار او حرفو د زده کړو زمینه برابره کړي چې غواړي افغانستان ته ستانه شي.


خو راستانه کړل شوي کسان دا خبرې یوازې شعار ګڼي او وايي، چې د څو مياشتو په تېرېدو، هیچا هم له دوى سره اړيکه نه‌ده نيولې او نه کومه مرسته ورسره شوې ده.


د لوګر ولایت اوسېدونکی شل کلن شفیق الله هم درې میاشتې مخکې له ترکیې ډيپورت شوی دی.


نوموړي ازادي راډیو ته وویل، چې په هېواد کې د اقتصادي ستونزو او بې روزګارۍ له امله ترکیې ته تللی و.


ښاغلی شفيق الله وايي: "زه چې کله ترکیې ته تلم یو لک او اتیا زره افغانۍ مې لګولې وې، چې له خلکو مې په پور اخیستې وې، تر اوسه مې پورونه نه‌دي پرې کړي، زه چې کله راغلم اسناد مې یو دفتر ته یوړول، د دفتر رئیس وویل که مرسته وشوه درسره اړیکه نیسم، خو تر اوسه چا راسره اړیکه نه‌ده نیولې."


په ورته وخت کې یو شمېر کورنۍ چې لا هم ترکیې کې دي، له هغه هېواده د پولیسو له خوا د ویستلو اندېښنه لري.




۳۹ کلن فریدون چې، له خپلو څلورو ماشومانو سره د ترکیې په استانبول کې اوسېږي ازادي راډیو ته یې وویل: "زه چې کله ګورم چې هره ورځ افغانان ټولوي او بېرته یې افغانستان ته لېږي، د ځان او کورنۍ په اندېښنه کې مې یم، چې یوه ورځ به موږ هم وباسي، زه په ډېرو ستونزو او لګښت تر ترکیې رارسېدلی یم."


هڅه مو وکړه له افغانانو سره د ترکیې د پولیسو د چلند او دغه شان له هغه هېواده د ویستل شویو افغانانو د تازه شمېر په اړه په افغانستان کې د ترکیې سفارت او د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نظر هم ولرو خو زمونږ پوښتنې یې ځواب نه‌کړې.


دوه میاشتې مخکې امریکا غږ د ترکيې د چارواکو او د کډوالو د نړیوال سازمان په حواله په یو راپور کې ویلي وو، چې ترکیې په تېرو شپږو میاشتو کې له ۱۸ زرو زیات افغانان په ۷۹ چارتر الوتکو کې بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России