Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2022

نړيوالې ورځپاڼې: مقاومت د طالبانو پر وړاندې جدي ننګونه ده

0
لانګ ور ژورنال:


د لانګ ور ژورنال خپرونې له افغانستان څخه یو کال مخکې د امریکايي ځواکونو وتلو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي، د افغانستان څخه په اله ګوله د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان په شمال کې مقاومت د طالبانو په وړاندې په یوه جدي ننګونه بدل شوی دی.


خپرونه وايي، کله چې د ۲۰۲۱ م کال د اګست په ۳۰مه نېټه امریکايي ځواکونو له افغانستان څخه خپل وتل بشپړ کړل، طالبان پر ټول افغانستان د واک د ټینګولو او د دوی په وړاندې د مقاومتونو د ځپلو لپاره لاس په کار شول.


خو وړاندې لیکي چې د ۲۰۲۲ م کال د پسرلي په لومړیو کې د افغانستان په پنځو ولایتونو بدخشان، بغلان، کاپیسا، پنجشېر او ننګرهار کې تنظیم شوی مقاومت نښې څرګندې شوې.


لانګ ور ژورنال زیاتوي، دا مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان څخه د دقیقو معلوماتو راټولول ستونزمن دي، ځکه ددې خپرونې په وینا د خپلواکو رسنیو له موجودیت پرته، د مقاومت په نوم د جبهې یا د طالبانو د ادعاوو سپيناوی ستونزمن دی.


خو خپرونې د پنجشېر څلور ولسوالۍ، د بادغیس دوه ولسوالۍ او د تخار یوه ولسوالي د طالبانو او طالبانو د مخالفانو ترمنځ لانجمنې ولسوالۍ بللي دي او همدارنګه یې ۱۷ ولسوالۍ داسې ګڼلي چې چریکي نښتې په‌کې روانې دي.


په دې کې پنځه ولسوالۍ په تخار، څلور په بغلان، درې په پنجشېر، دوه په بدخشان، دوه په کاپیسا او یوه ولسوالي هم په ننګرهار کې یادې شوې دي.


د لانګ ور ژورنال د دې راپور په دوام کې لولو چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاندویان او مهم مشران ددوی په وړاندې مقاومتونه ناڅیزه ګڼي او هغه ننګونکي نه بولي خو د طالبانو د حکومت اقدامات بیا بل څه څرګندوي.


طالبانو په وروستیو کې زیات شمېر کمکي سرتېري د مقاومت د ځپلو لپاره پنجشېر او بغلان ته استولی دي او د دوی په حکومت کې د دفاع وزارت مرستیال ملا عبدالقیوم ‌ذاکر یې په پنجشېر او اندراب کې ځانګړی پوځي قومندان ټاکلی دی.


هيل ورځپاڼه:



هیل ورځپاڼې لیکلي چې د ۲۰۲۱ م کال د اګست په دېرشمه له افغانستان څخه د وتلو پای د امریکا د هغو ملاتړو لپاره د ننګونکو میاشتو پیل وو چې په دې هېواد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې پاتې دي.


ورځپاڼې د عمران په نوم د یو افغان یادونه کړې چې د ځانګړو افغان ځواکونو د یو سرتېري په توګه یې دنده ترسره کړې ده او وايي هغه ورځې په دې هيله چې وبه کولای شي د کابل هوايي میدان ته ننوځي د میدان له دروازې بیرون په انتظار تېرې کړې.


عمران دې امریکايي ورځپاڼې ته ویلي، وروسته له هغې چې کلونه د طالبانو په وړاندې وجنګېده، اوس ناڅاپي بې وسلې په ملکي جامو کې د هغوی مخې ته دی او ویریږي چې د طالبانو له خوا به وپېژندل شي.


وروسته له هغې چې د تېر کال د اګست په پنځلسمه طالبان بیا ځلي پر کابل واکمن شول، لسګونه زره افغانان له خپل هېواد څخه ووتل.


ګڼ له دې افغانانو وايي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې یې خپل ځان خوندي نه احساسوه.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России