Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июль
2025

د زلالې هاشمي خاوند د طالبانو له نه همکارۍ شکایت کوي، خو د کورنیو چارو وزارت د زلالي نادرکي کورنی تاواتریخوالی بولي

0

د افغان سندرغاړې زلالې هاشمي مېړه وايي، د نوموړې له ورکېدو د یوې میاشتې زیاتې مودې په تېرېدو سره، لا یې هم هغه نه ده موندلې.

سید محسن هاشمي ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه، چې د طالبانو په حکومت کې د ده غږ څوک نه اوري او په نه همکارۍ یې تورن کړ.

دی ادعا کوي چې د طالبانو حکومت یې غږ نه اوري او د میرمنې په پلټلو کې یې ورسره همکاري نه کوي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ ( د جولای په اوومه) ازادي راډیو سره خبرو ویلي چې د میرمنې له ورکېدو یې له یوې میاشتې زیاته موده وشوه خو ځای ځاېږی یې نه دی معلوم شوی.

"له هغه مهاله چې مېرمن مې ورکه شوې ده ۴۰ ورځې شوې، موږ نور کاملا د کورنیو چارو وزارت او له دې حکومت ناهیلې شوي یو، دوی اصلا همکاري نه کوي چې حد اقل زما غږ واوري، ما له نږدې وګوري یا پر هغو کسانو چې زه شکمن یم، د هغوی څارنه وکړي، دا ۴۰ ورځې هر شېبه دې ته په تمه یم چې حد اقل یو څوک به رانه معلومات واخلي او هغه به ولټوي، خو هېڅ هم نشته."

نوموړی وایي تر اوسه یوازې یو ځل هغه هم له زیاتو هڅو وروسته کابل امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو د حکومت ویاند خالد ځدران ورته ویلي، چې د زلاله هاشمي اړوند تر اوسه هېڅ معلومات نه لري او که یې معلومات تر لاسه کړل په خبره یې، ده سره به یې شریک کړي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بیا ادعا کوي چې زلاله هاشمي د هغه د مېړه لخوا د «کورني تاوتریخوالي» له امله له کوره تښتېدلې ده، خو دا چې چیرې، دوی یې تر اوسه درک نه دې لګولې.

هغه ازادي راډیو سره خبرو کې وویل،

"زموږ معلومات او کشفیات ښیي چې دغې مېرمن له خاوند سره د دومداره کورنی تاوتریخوالی، لانجې او ستونزې درلودې، نو نتیجتاً چې تاوتریخوالی په دې وروستیو کې ډېر زیات شوی، مېرمن یې مجبوره شوې چې کور نه ووځي او کوم بل ځای ته ولاړه شي، اوس موږ هم په دې لټه کې یو چې دا کوم ځای ته تللې، کېدای شي چې دا (زلاله هاشمي )موږ سره یا پولیسو سره د طلاق اخیستو لپاره اړیکه کې شي."

خو د زلالې هاشمې مېړه سید محسن هاشمي ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د ویاند دا خبرې رد کړې ویې ویل، دوی په خپل منځ کې هېڅ ډول ستونزه نه درلوده.

موږ هڅه وکړه چې د زلاله هاشمي کورنۍ (پلار، مور خور، ورور) یا نور خپلوان هم په دې اړه وپوښتو خو له هڅو سره سره بریالي نه شوو.

زلاله هاشمي چې د کابل ښار اوسېدونکې وه یو څلور کلن زوی لري چې د خاوند په خبره یې اوس په مور پسې رنځور دی.

سید محسن هاشمي ادعا کوي چې وخت ناوخت یې د خسر د کورنۍ لخوا له ستونزو سره مخ و.

نوموړی دا هم وايی چې په دې وروستیو کې یې جرمني ته د تګ کیس پروسس شوی و او په خبره یې ټاکل شوې وه چې لنډو ورځو کې له افغانستانه ووځي.

زلاله هاشمي په افغانستان کې هغه وخت مشهوره شوه چې د افغان ستوري په نوم د سندرو سیالۍ کې چې د طلوع خصوصي تلویزیون لخوا خپرېده، د لسګونو نارینه سندرغاړو په منځ کې راڅرګنده او دوهم مقام یې خپل کړ.

د یادونې ده چې د زلالې هاشمي تری تم کېدو د ښځو د حقونو د یو شمیر فعالانو او بنسټونو غبرګونونه هم له ځانه سره درلودل.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России