Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июль
2025

په تاجکستان کې میشت افغان کډوال؛ حکومت ۱۵ ورځې مهلت راکړی چې له دې هېواده ووځو

0

په تاجیکستان کې یو شمېر میشت افغان کډوال وايي، د تاجیک چارواکو له خوا ورته په شفاهي ډول خبرداری ورکړل شوی چې په ۱۵ ورځو کې دننه باید له دغه هیواده ووځي.

له دوی څخه یوه چې یوې چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې یاد شي، د غږ د بدلولو په شرط د چهارشنبې په ورځ (د جولای په نهمه) ازادي رادیو ته وویل، سره له دې چې قانوني اسناد لري، خو یو ورځ مخکې د تاجیکستان امنیت اړوند کسان د دوی کورته ورغلي او ورته یې ویلي چې باید هېواد پرېږدي.

"زمونږ د کورونو دروازو ته د امنیت خلک راځي، وايي ووځئ، که تر ۱۵ ورځو ونه وځئ، قانوني چلند به درسره وشي. هیڅ معلوم نه دی، دا خبره یې رسمي نه ده اعلان کړې، دلته خو ټول اسناد لري، او نا قانونه نه شي راتللی، ټول ثبت دي، ډېر کسان مقصد هېواد ته د انتقال انتظار باسي."

سوره، بیا هغه افغان کډواله ده چې دوه میاشتې مخکې په تاجیکستان کې تر څلور کلنې استوګنې ورسته کاناډا ته لېږدول شوې، دې ازادي رادیو ته وویل، د کورنۍ غړي یې لا هم په تاجیکستان کې دي او په تمه دي چې د کیس پړواونه یې بشپړ شي، خو په خبره یې د کورنۍ نارینه غړي یې په دې ورستیو کې سره له دې چې قانوني اسناد یې لرل، افغانستان ته شړل شوي دي:

"د کورنۍ نارینه وایستل شول، حال دا چې ښځې، ماشومان، سپین سرې او سپین ږیري لا هم پاتې دي. د کورنۍ نارینه غړي مو چې ځوانان ول، له کار ځایه یې له کوم دلیل پرته ونیول، سره له دې چې قانوني اسناد یې لرل، هیڅ جرم یې نه و کړی، پرته له دې چې له کورنۍ سره تماس ونیسي، له پولې یې واړول. دا یو ډېر وحشتناک حالت دی، لطفا په دې برخه کې یو څه وکړئ."

د تاجیکستان حکومت، په دوشنبې کې د افغانستان سفارت او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري تر اوسه په دې اړه رسمي څه نه دی ویلي.

په ورته وخت کې، په تاجیکستان کې یوې معتبرې رسمي سرچینې په دغه هیواد کې د افغان کډوالو کميټې یو مسوول ته منسبوب غږیز پیغام ازادي راډیو سره شریک کړی، چې په کې ویلي، د چهارشنبې په ورځ ( د جولای په نهمه ) د دغه کميټې مسوولان د تاجیکستان ملي امنیت ریاست ته غوښتل شوي او ورته ویل شوي چې له نن ورځې څخه دې ټول افغان کډوالو ته وویل شي چې ۱۵ ورځو کې دا هیواد پرېږدي.

دغه پیغام کې چې د افغان کډوالو په یو واتس‌اپ ګروپ کې هم خپور شوی، دا شخص له کډوالو غواړي چې ژر تر ژره خپل توکي ټول کړي او د وتلو چمتووالی ونیسي، که نه نو له سخت چلند سره به مخ شي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مخکې ویلي و، چې تاجیکستان د روان کال د غبرګولي (جوزا) میاشتې په لومړۍ اونۍ کې ۴۸ افغان کډوال د شیرخان بندر له لارې اخراج کړي دي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې له دې ډلې، ۳۶ تنو د تاجیکستان د اقامت اسناد لرل، ۱۲ نور د قانوني پاسپورټ او ویزې درلودونکي ول او د دغه جبري اخراج څرګند دلیل هم نه و ښودل شوی.

تاجیکستان د افغانستان ګاونډی هېواد دی، چې په افغانستان کې د جموري نظام تر سقوط وروسته ( په ۲۰۲۱ کال کې) زرګونو افغانانو، لکه خبریالانو، د مدني ټولنې فعالانو او پخواني دولتي کارکوونکو ورته پناه یووه.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ کال د وروستیو شمېرو له مخې، په تاجیکستان کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو شمېر شاوخوا ۱۰ زره تنه ښودل شوی.

ویل کېږي چې ډېری یې لا هم مقصد هېواد ته د انتقال په تمه دي.

افغان کډوال وايي، د تاجیک چارواکو له خوا د رسمي معلوماتو نشتوالي او وضاحت، دوی ډېر اندېښمن کړي او نه پوهېږي چې برخلیک به یې څه شي.

دا په داسې حال کې ده چې له ایران او پاکستانه هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې، او هره ورځ په زرګونه کسان افغانستان ته ستنېږي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России