Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июль
2025

له پاکستان سره سوداګرۍ کې زیاتوالی راغلی دی

0

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې تل د بیلابیلو لاملونو له امله له ستونزو سره مخ وي او اوس هم د دواړو هیوادونو ترمنځ د غلام خان بندر بند دی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ښه کېدو خبره کوي.

د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي یکشنبه (د جولای ۱۳ مه) ازادي راډیو ته وویل چې سږ کال د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر هغه منظمې په یو شمیر هغو لارو سوداګریزې راکړې ورکړې وشوې چې تېر کال د تازه میوې پرمهال تړل شوې وې، له همدې امله په خبره یې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري ښه شوې ده.

خو نوموړي وویل چې لا هم ستونزې شته.

" د دغه پرمختګ لاملونه دادی چې تېر کال وضعیت ډېر بد و، ستونزې ډېرې زیاتې وې، ټولې پولې تړل شوې وې او په افغانستان کې هم چا نه غوښتل د پاکستان توکي وپيري، ځکه د پیسو انتقال هم سخت وو، خو دا دوه درې میاشتې کیږي کله چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته سفر درلود له هغې وروسته اوس اسانتیاوې رامنځته شوي دي، که څه هم یو څه ستونزې لا هم شته، د غلام خان بندر تړلې ده، په تازه میوې باید تعرفه کمه شوې وای چې اوس هم لوړه ده، ټرانزیټي ستونزې هم شته خو له دې ټولو سره سره د تېر کال په پرتله سږ کال په سوداګرۍ کې زیاتوالی راغلی دی."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم ویلي چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه نږدې یو ملیارډ ډالرو ته رسېدلې ده.

د دې وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد طلوع نیوز خصوصي رسنۍ ته ویلي چې د روان ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري ۹۸۹ میلیون ډالرو ته رسیدلې، چې په دې کې شاوخوا د ۲۷۷ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات او ۷۱۲ میلیونو ډالرو په ارزښت واردات شامل دي.

له دې وړاندې د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي وو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري شاوخوا ۶۰ تر ۷۰ سلنې پورې کمه شوې ده.

په ورته وخت کې یو شمیر افغان سوداګر چې له پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري هم وايي چې د دوی سوداګري د تیر کال په پرتله زیاته شوې ده، خو په خبره یې لاهم له ځینو ستونزو سره مخ دي.

پاکستان ته د تازه میوې یو صادرونکی افغان سوداګر رفیع الله وايي چې اوس هم په تورخم کې د دوی د سوداګریزو مالونو د پړوانو بشپړول وخت نیسي:

"زموږپه صادراتو کې د تېر کال په پرتله زیاتوالی راغلی دی، تېر کال ستونزې ډېرې زیاتې وې خو سږ کال ستونزې یو څه کمې شوي دي، خو یوه ستونزه چې حل کول یې ډېر اړین دی، کله چې موټرې په تورخم کې له پولي اوړي، باید طی مراحل یې ژر ترسره شي ځکه چې د ځنډ یله امله میوه خرابیږي."

یو بل افغان سوداګر احمد فیصل چې له پاکستانه سیمنټ واردوي ازادي راډيو ته یې وویل:" زموږ کاروبار له تېرو شپږو میاشتو راهیسي ډېر ښه شوی دی، د دې دلیل دادی چې یو شمېر پروژې افغانستان ته راغلي دي، او دغه شان په تورخم کې چې د ټرانسپورت په وړاندې کومې ستونزې وې هغه حل شوې دي."

د ( ټاډ) په نوم موقت سند د اعتبار د مودې د پایته رسېدو له امله د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د احتمالي کمېدو په اړه له اندېښنو وروسته، دا سند د روانې جولای تر پایه بیا تمدید شوی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د لاریو چلوونکي کولای شي د جولای تر ۳۰ پورې د دې سند په وسیله د دواړو هیوادونو ترمنځ سفر وکړي، له هغې وروسته به موټر چلوونکو او مرستیالانو لپاره یې پاسپورټ او ویزه او د دوی د لاریو لپاره د ( ټاډ) د نوي درلودل لازمي وي.

د یادونې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې تل له ستونزو سره مل وي.

ان اوس هم، د غلام خان بندر، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ دریم مهم سوداګریز بندر بلل کیږي، د جولای له ۲۸ راهیسي تړل شوی دی.

مخکې په وار وار د دواړو هیوادونو تر منځ د سیاسي او امنیتي ستونزو له امله لارې تړل شوي چې دواړو لوریو سوداګرو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، چې د اپریل په ۱۹مه د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کړی و، ویلي یې وو چې د پاکستان حکومت هڅه کوی له افغانستان سره دوه اړخیزې سوداګزې او ټرانسپورټي اړیکې نورې هم پراخ کړي او ژمنه یې کړې وه چې په دې برخه کې به اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.

خو له دې سفر مخکې د روان کال په فبروري میاشت کې د تورخم پوله د پاکستان له لوري په یو اړخیز ډول د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړل شوه چې له ۲۹ ورځو بندېدو وروسته د دواړو لوریو د قومي مشرانو او سوداګرو په هڅه بېرته خلاصه شوه.

پاکستاني چارواکو ویلي وو چې د دې اقدام اصلي لامل ډیورنډ کرښې ته نږدې د طالب ځواکونو له لوري د تاسیساتو جوړول بللي وو.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России