د اسراییلو پوځ د سوریې په پلازمینه دمشق کې د دفاع وزارت پر ودانۍ هوايي برید کړی
د اسراییلو پوځ د سوریې په پلازمینه دمشق کې د دفاع وزارت پر ودانۍ هوايي برید کړی دی.د دې وزارت پر ودانۍ څو ساعته مخکې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه شوي چې مرګژوبله لري، خو جزیات يې خپاره شوي نه دي.دا بریدونه په داسې حال کې دي چې د سوریې په سویدا ولایت کې د بدوي او دروزي مذهبي فرقو ترمنځ نښتې دوام لري او اسراییلو د دروزي په پلوۍ د سوریې پر حکومتي ځواکونو بمبار کړی دی.د اسراییلو د دفاع وزیر اسراییل کاتس څو ورځې وړاندې د دغو هوايي بریدونو خبرداری ورکړی وو.په سوریه کې تاوتریخوالي د بدوي او دروزي فرقه ترمنځ وروسته له هغې زیات شو چې د سوریې د بشري حقونو د څار د یو سازمان په خبره دواړو خواوو ته په وروستیو نښتو کې سخته مرګژوبله واوښته.تراوسه په دې نښتو کې د څه باندې دوه سوه پنځوس کسان وژل کیدل تایید شوي دي. په دې وروستیو کې هغه وګړي چې په سوریه، لبنان، اسراییلو او د جولان په لوړو کې ژوند کوي د خپل امنیت په اړه انديښمن دي.اسراییلو خبرداری ورکړی که چیرته د سوریې حکومتي ځواکونه له دروزي وسله والو سره په نښته کې شاتګ ونه کړي د خپلو بریدونو لمن به پراخه کړي.
