مارکو روبیو؛ په سوریه د شخړو د کمولو په موخه مو ځانګړي اقدامات کړي دي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، د سوریې په جنوب کې په نښتو کې کموالی راغلی دی.دغه نښتې د تیرې اونۍ راهیسې پیل شوي او د راپورونو له مخې تراوسه څه باندې درې سوه کسان په کې وژل شوي دي.روبیو پر ایکس پاڼې پرون چهارشنبې ولیکل، " موږ له ټولو ښکیلو خواوو سره خبرې کړي دي او نن ماښام د دغه وحشتناکه وضعیت د پای ته رسولو لپاره په ځانګړو اقداماتو هوکړه شوې ده".خو د دغو اقداماتو په اړه روبیو جزیات ور نه کړل. د سوریې په سویدا ولایت کې د دروزي او بدوي مذهبي فرقه ترمنځ نښتو زور اخیستي او اوسمهال د سوریې حکومتي ځواکونه له دروزي وسله والو سره په نښته اوښتي دي.له سیمې د حکومتي ځواکونو په لاس د ملکیانو د اعدام راپورونه هم ورکړل شوي.بل پلو، اسراییلو پرون د سوریې په پلازمینه دمشق کې د دفاع وزارت په ګډون پر یو شمیر سیمو هوايي بریدونه کړي دي.د راپورونو له مخې، امریکا له اسراییلو غوښتي چې پر سوریه خپلو بریدونو ته د پای ټکی کیدي.روبیو ویلي، "پر دمشق د اسراییلو بریدونو ته انديښمن دی او تاکید يې کړی چې امریکا غواړي د ا جګړه پای ته ورسیږي".
