Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июль
2025

په ایران کې دوه افغانې نجونې له څو ورځو راهیسې نادرکې دي

0

د «هه‌نگاو» په نوم د بشري حقونو سازمان وايي، د ایران د تهران پوهنتون د ټولنپوهنې د څانګې د افغان محصلې سارا گوهري نیول د ایران د هدفمند سیاست یوه برخه ده، چې غواړي په دې توګه د افغان کډوالو د وضعیت په اړه غږونه غلي او خپلواک روایتونه وځپي.

په ناروې کې د دې خپلواک ایرانی بنسټ د مشرتابه پلاوي غړې ژیلا مستاجر، چهارشنبه (د جولای په ۱۶مه) ازادي رادیو ته وویل، دا موضوع هغې څېړنې سره تړاو لري چې سارا گوهري غوښتل د افغان کډوالو د وضعیت په اړه یې په تایباد سرحد کې ترسره کړي.

نوموړې زیاته کړه، چې پر دې قضیې سربېره، دوی ته له ایرانه د افغان کډوالو د خپلسرو نیولو ګڼ راپورونه رسیدلي چې تر اوسه یې د برخلیک په اړه معلومات نشته.

" دا سل سلنه د افغان کډوالو د پلان شوې ځپنې موضوع ده څو ښکاره نشي چې ایران په څومره وحشت دا کډوال په غیرقانوني توګه او په پراخ تاوتریخوالي سره افغانستان ته شړي او کوم جنایتونه په سرحدونو او کمپونو کې چې د دوی د موقتي ساتنې لپاره جوړ شوي ترسره کیږي."

اغلې مستاجر دغه شان د ګل‌النساء په نوم د یوې ۱۵ کلنې افغانې نجلۍ د نادرک کېدو خبره هم وکړه ویې ویل چې د هغې د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نشته خو د «هه‌نگاو» څېړنې یې په اړه دوام لري.

په هغې اعلامیه کې چې د جولای ۱۶مه نېټه د «هه‌نگاو» سازمان له خوا خپره شوې، راغلي چې سارا گوهري، چې ۲۹ کلنه ده، د جولای په ۶مه د ایران د اطلاعاتو وزارت له خوا نیول شوې، او د هغې د کورنۍ هڅې د ساتنې ځای او وضعیت په اړه تر اوسه بې‌نتیجې پاتې دي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې سارا گوهري تر نیول کېدو مخکې پر خپل انسټاګرام لیکلي وو چې غواړي د افغان کډوالو د وضعیت په اړه یو خپلواکه څېړنه وکړي او دې موخې لپاره تایباد ته سفر وکړي.

ایراني چارواکو تر اوسه د سارا گوهري د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د دې محصلې نیونه په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو بنسټونه وايي، افغان کډوال په ایران کې له پراخو حکومتي فشارونو او د خلکو له ناوړه چلند کړېږي.

یو شمېر افغانان چې تازه له ایرانه شړل شوي، وایي چې د ایران د امنیتي ځواکونو له لوري ورسره بد چلند شوی دی. دوی وایي چې په کمپونو کې سخت وهل شوي او سپک شوي دي.

د دوی له ډلې یو هم پاینده دی چې تازه له تهرانه ایستل شوی دی.

ده ازادي راډیو ته وویل،

"ټول بدن مې شین دی، یو ایرانی سرتېری زما په لاس خوله ولګوله. ماته یې وویل: زه باید ستا غوښې په خپلو غاښونو وشکوم. خدای شاهد دی، دا اوس مې هم لاس زخم دی. ډېر خلک ځوروي. کله چې خبرې کوې، بې‌درېغه په ډنډې درباندې وار کوي، نه وايي چې مړ به شي. په کمپ کې زموږ یوه کس، خدای شاهد دی، زما د سترګو په وړاندې د وهلو له امله مړ شو."

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یو ان ایچ سي ار) هم ویلي، هغه افغانان چې له ایرانه او پاکستانه راستانه شوي، د نیونې پر مهال ترې نغدې پیسې او وسایل اخیستل شوي، او په توقیف‌خونو کې له بد چلند سره مخ شوي دي.

یادې ادارې د افغانانو د شړلو لړۍ بې‌ساري بللې او ویلي یې دي چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۱.۳ میلیونه افغانان له ایرانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России