د پاکستان له زندانونو ۱۶۴افغان کډوال راخوشي شوي دي
د پاکستان له زندانونو ۱۶۴افغان کډوال راخوشي شوي دي.
په تورخم کې د طالبانو د حکومت د کډوالو د لیږد امر بخت جمال پرون چهارشنبې کورنیو رسنیو ته ویلي،" دا کډوالو په پنجاب او اسلام اباد کې له نیول او زنداني کیدو وروسته دوی ته سپارل شوي دي".
هغه وړاندې ویلي، دغو کسانو له دوو تر نهوو ورځو د بند موده تیره کړې ده.
د بخت جمال په خبره، راخوشي شوي کسان د ننګرهار، لغمان، بامیانو، کونړ، کندهار، غزني، بدخشان، کابل، خوست او پکتیا اوسیدنکي وو، چې خپلو اصلي سیمو ته ستانه کړای شوي دي.
د پاکستان حکومت وروسته له هغې د افغان کډوالو نیول او زنداني کیدو ته زور ورکړی چې تیره میاشت يې د حکومت کابینې په دې هېواد کې د پي او ار کارت لرونکو افغان کډوالو د کارتونو موده تمدید نه کړه.
پاکستان په روان کال کې نژدې ۱۹۰زره افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته اخراج کړي دي.
