د زلزلې تازه جزییات: لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او دوه سوه نور ژوبل شوي دي
د افغانستان په شمال کې د تیرې شپې د زلزلې مرګ ژوبله شیبه په شیبه په زیاتېدو ده.په سمنګان ولایت کې د عامې روغتیا ریاست ویلي چې یوازې دغه ولایت کې لږ تر لږه شل تنه وژل شوي او ۲۰۰ نور ژوبل شوي دي.
