اسلام اباد کې د هند او پاکستان غېرحکومتي غونډه شوې
په اسلام اباد کي د پاکستان او هند د پخوانيو سفارتکارانو، حکومتي چارواکو، دفاعي ماهرينو، ښځينه فعالانو او ځوانانو غېرحکومتي يا ټريک ټو دوه ورځنۍ غونډه نن [جولای ۱۳مه] پای ته ورسېده. ګډون کونکو د دواړو هېوادونو پر حکومتونو تينګار کړی چي ترينګلتيا کمه کړي. په غونډه کې پاکستانيو ګډون کوونکو سياستوال افراسياب خټک، هند کې د پاکستان پخواني سفير عزيز احمد خان او قايداعظم پوهنتون اسلام اباد ښوونکي سلمان بېټني د مشال راډيو له خبريال طاهر خان سره خبرې کړې دي.