د اپوزېشن جلسو مطبوعاتي پوښښ ولې کم دی؟
د پاکستان بشري حقونو کمېشن پر حکومت غږ کوي چې د تحريک انصاف حکومت بايد د بيان ازادي او جمهوري اقدار خوندي کړي. د دې کمېشن مشر، مهدي حسن وايي د اپوزېشن جلسو کم پوښښ د بيان ازادي تروړل دي.
د پاکستان بشري حقونو کمېشن پر حکومت غږ کوي چې د تحريک انصاف حکومت بايد د بيان ازادي او جمهوري اقدار خوندي کړي. د دې کمېشن مشر، مهدي حسن وايي د اپوزېشن جلسو کم پوښښ د بيان ازادي تروړل دي.
د جولای په دوه ويشتمه، د پاکستان وزيراعظم عمران خان د امريکې ولسشمر ډونلډ ټرمپ سره په واشنګټن کې ملاقات کې د کشمير پر مسله خبرې وکړي او د هند او پاکستان ترمنځ د دې لانجې پر ختمولو يې زور راوړ.
د امريکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي پاکستان به ورسره د افغانستان جګړې په ختمولو کې مرسته کوي. وزيراعظم عمران خان وايي کوښښ کوي چې طالبان او افغان حکومت نېغه په نېغه خبرې وکړي.
په بلوچستان کې د روانې جولای میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د ګوزڼ ناروغۍ د ځینو پېښو د راجوتېدو پس سر له ننه د صوبې به شپږو لسوالیو کې به تر یوې اونۍ پورې پنځو لاکو ماشومانو د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکول کېږي. له کوټې څخه د مشال راډیو خبریال ایوب ترین یې راپور راکوي.
د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان په قبایلي ضلعو کې ټاکنې یو تاریخي ګام وباله او زیاتوي چې دا په خیبر پښتونخوا کې د ګډېدو وروستی پړاو وو چې د ده په وینا په ښه ډول سره پای ته ورسېد. له مشال راډيو سره په خبرو کې وزیر اعلی وویل د صوبې په کابینه کې به دوه غړې هم به له قبایلي ضلعو اخلي. زموږ خبریال خالد خان ورسره خبرې کړې دي.
د جولای ۲۰مې انتخاباتو کې د خیبر له ۱۰۶مې حلقې څخه بریالی نوماند بلاول اپریدی وايي، اسمبلۍ ته له رسېدو سره به د قبایلو لپاره له قامي مالیاتي کمېشنه د پیسو تر لاسه کولو هڅې کوي چې پرمختیايي چارې پیل کړي. دی وايي، په خپله سیمه کې پوهنتون جوړوي. له اپریدي سره ویډیويي مرکه وګورئ.
د جولای ۲۰مې په انتخاباتو کې د خیبر له ۱۰۵مې حلقې بریا ترلاسه کوونکی شفیق شېر اپریدی وايي، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ته په رسېدو به هلته د خپلې سیمې بنیادي اړتیاو په اړه غږ پورته کوي او د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ودې لپاره به په تورخم کې ستونزې هواروي. د نوموړي په حلقه کې لواړګی، تورخم، شلمان، بازار زخه خېل او ملاګوري سیمې شاملې دي. له شفیق شېر اپریدي سره ویډیويي مرکه وګورئ.
د خېبرپښتونخوا حکومت د کرمې ضلعې په پاړه چنار کې د مېډيکل کالج جوړولو اعلان کړی خو د باجوړ زده کونکي وايي دا مېډیکل کالج د دوی د سیمې لپاره منظور شوی وو او اوس يې پاړه چنار ته ومنتقل کړو د کومې پر ضد چې به دوی په احتجاج لاس پورې کوي. سراج ظهیر یې رپورټوي
د پېښور ۶۵ کلن مثل خان د چاپېریال ساتنې او ژغورنې په موخه خلکو ته وړیا بوټي ورکوي. نوموړي په دویم ګلبهار کې د "رحمان بابا" په نوم یوه باغچه جوړه کړې چې پکې بوزغلي او نهالګي ساتي. دی هلته کار کوي او خلک چې ورځي نو له بوټیاڼۍ (نرسرۍ) ورته بوټي ورکوي. مثل خان په تېرو درو کلونو کې لسګونه زره بوټي او نهالونه وېشلي. په اړه یې ویډیو وګورئ.
د خوست لرغونتون شاوخوا یوه نیمه لسیزه مخکې جوړ شوی وو خو تر اوسه ځانګړې ودانۍ نه لري. په لومړیو کلونو کې پکې خورا کم اثار نندارې ته ایښوول شوي ول خو اوس پکې سلګونه لرغوني اثار پراته دي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
ټرمپ پوهېږي چې خان او په حقیقت کې پاکستانی پوځ او استخباراتي ادارې یو بل ته نېږدې خلک دي او دا هم حقیقت دی چې د طالبانو په جوړولو کې دوی مهم رول درلود
په شانګله کې د جولای پر درېیمه یوه کښتۍ په اباسین کې واوښته چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او د زیاتره کسانو مړي لا هم نه دي موندل شوي. په دې سیمه کې اکثر د لرګي کښتۍ هریپور او تور غره ته د تګ راتګ په موخه کارېږي. د سیمې خلک وايي، په کښتیو کې د ګواښونو مخنیوي انتظام نشته. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости