په پاکستان کې سږ کال د پولیو ناروغانو شمېر ۴۸ ته ورسېدی
په پاکستان کې د پولیو مخنیوي ادارې چارواکي وايي، په بلوچستان کې د پولیو نوي ناروغ مخې ته راتلو سره سږکال په دې هېواد کې د پولیو ناروغانو شمیره ۴۸ ته ورسیده.
په پاکستان کې د پولیو مخنیوي ادارې چارواکي وايي، په بلوچستان کې د پولیو نوي ناروغ مخې ته راتلو سره سږکال په دې هېواد کې د پولیو ناروغانو شمیره ۴۸ ته ورسیده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښانو او د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان استازو محسن داوړ او علي وزیر د مقدمې اورېدنه د اګست تر اتمې وځنډول شوه.
پاکستان، افغانستان او چین ترمنځ غیر حکومتي کنفرانس په اسلام اباد کې جوړ شوی دی. په دې کنفرانس کې د درې واړو هیوادونو کسان شامل دي. د چین له اړخه پکې یو خبریال هم شریک دی. دی په پښتو ژبه خبرې کوي او وايي چې پښتو نوم مې زلمی دی. د مشال راډیو خبریال طاهر خان ورسره سره مرکه کړې ده.
د دې اونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې مو د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير له سلا کار ضياالله خان بنګش او د غير دولتي ادارې الف اعلان له يو چارواکی ډاکټر جواد اقبال سره پر دې خبرې کړي چې حکومت وايي د خيبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو لپاره پينځه کلن تعليمي پلان لري.
د داعش جګړه مارو د ٢٠١۴ز کال په اگست کې په عراق کې په زرگونو ایزیدۍ نجونې یرغمل کړې وې. پر دغو نجونو څه تېر شوي، د امریکا غږ راډیو یې په اړه ډاکومېنټري تیاره کړې چې دا یې څلورمه برخه ده.
د خېبر پښتونخوا په ګډون د ټول پاکستان تاجرانو د اګست پر دریمه د حکومت د اقتصادي پالیسیو او ټیکسونو پرضد د احتجاج په توګه توره ورځ لمانځي.
دوی زیاتوي، د ډاکټرانو ټیمونه به د خپلو کلینکونو د تشخیص له وسایلو او درملو سره لیرې پرتو سیمو ته ځي او د یو منظم پلان له مخې به په دوامداره توګه د اړمنو او غریبو بیمارانو درملنه کوي.
چین د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه وړاندیز رد کړی چې دوی دې د امریکا او روسیې سره یو ځای د وسلو په یو نوي تړون کې برخه واخلي.
د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې اورکزۍ یو شمېر خلکو د اګست پر دویمه د دې لپاره احتجاج کړی چې هیډ کواټر دې له هنګو څخه نه منتقل کوي.
په پاکستان کې د اګست پر لومړۍ نيټه د سېنېټ چيېرمېن صادق سنجراني او مرستيال چيېرمېن سليم مانډويوالا پرضد د بې باورۍ تحريکونه ناکامه شو او دواړه پر خپلو څوکيو پاتې شول.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости