خلک د لوی اختر قربانۍ ته چړې تېرې کوي
د لوی اختر له راتګ سره سم، په کوټه کې د چړو او چاقوګانو د تېره کولو کار زور اخیستی. خلک نه یوازې پڅې چړې تېرې کوي بلکې نوې هم اخلي. په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګورئ.
د لوی اختر له راتګ سره سم، په کوټه کې د چړو او چاقوګانو د تېره کولو کار زور اخیستی. خلک نه یوازې پڅې چړې تېرې کوي بلکې نوې هم اخلي. په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګورئ.
د ننګرهار د ملي امنیت ریاست چارواکي وايي چې په تېره یوه مياشت کې يې د ډاکټر او تجارانو هغه دولس تنه تهدیدونکي نيولي چې دوی ته به يې د ټېلېفون له لارې د باج نه ورکولو په صورت کې مرګوني ګواښونه کول او نور جنايي او ترهه ګریز فعالیتونه يې تر سره کول.
د نړۍ تر شل لاکه زيات حاجيان د حج په مراسمو بوخت دي. حاجيان نن په عرفات کې دي او د کعبې امام خطبه ورکړې. ويډيو : ايسوشي ايټید پريس ايډيټ : ګل اياز
د یوې اندازې سره سم دوه میلیونه زیارت کوونکي یا حاجیان د عرفات په غونډۍ د حج په مراسمو کې برخه اخلي.
د افغانستان د خوست شیخ زاید پوهنتون کې د شرعیاتو د پوهنځي لپاره تدریسي وداني چې ودانیزې چارې يې شپږ کاله وړاندې پیل شوې وې او د ځینو ستونزو له کبله يې کارونه نه وو بشپړ شوي، تر تکمیلدو وروسته د اګست پر ۹مه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خېبر پښتونخوا حکومت په سېلګريزه سيمه ناران کې د سیلانیانو لپاره د یو هاسټل پرانیسته وکړه چې موخه یې سیلانیانو ته اسانتیا ورکول دي. چارواکي وايي، په ځانګړي ډول ځوانان له دې ودانۍ زیاته ګټه پورته کولی شي. په دې اړه د ځلاند يوسفزي ويډيويي رپورټ وګورئ.
د دې اونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې مو پر دې خبرې کړي چې د هند لخوا تر خپل واک لاندې د کشمير د ځانګړي حيثيت تر ختمولو وروسته په مرکزي او ټولنيزو رسنيو کې له نفرت ډک بحثونه او سندرې د دې سيمې په ځوانانو څه بده اغيزه غورځوي او کنه؟
پراګ: د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښانو او د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان استازو محسن داوړ او علي وزیر د مقدمې اورېدنه د اګست تر ۱۷مې وځنډول شوه.
هندي چارواکو د جمعې د لمانځه لپاره په کشمیر کې په ګرځبندیز کې نرمي کړې وه. د رويټرز خبري اژانس له مخې په ځينو سيمو کې سکولونه هم خلاص کړل شوي وو. تفصيل دلته په ويډيو کې کتلای شئ. راپور: رويټرز اېډېټ: اسرار
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي، چين ورته ويلي چې هغوی به د پاکستان لخوا د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د کشمير مسئلې د وړلو پريکړې ملاتړ کوي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости