د پاکستان او افغانستان بهرنیو چارو وزیرانو پر سولې خبرې وکړې
د پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو د سېپټمبر پر اوومه په اسلام اباد کې سره وکتل او په دوه اړخیزو اړیکو او معاملاتو یې خبرې وکړې.
د پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو د سېپټمبر پر اوومه په اسلام اباد کې سره وکتل او په دوه اړخیزو اړیکو او معاملاتو یې خبرې وکړې.
د افغانستان د ننګرهار ولايت ((عادلې)) څه باندې دوه لسیزې د ښځو جامې واغوستلې خو وروسته پوهه شوه چې لږه ښځه او ډېر نارینه دی. په جلال اباد ښار کې له عملیاتو وروسته د هغې د نارینه کېدو خوب په حقیقت بدل شو. شفیع کریمي د دې ولايت روداتو ولسوالۍ ته تللی او دغه راپور یې جوړ کړی دی.
د ګورجستان په روستاوي ښار کې په يوه سړک لوی ګاډی له نورو سره ټکر وهي او وځي. په دې منځ کې هېلي کاپټرې هم پرواز کوي. ايا دا ټرافيکي پېښه ده او که بل څه دي؟ د مشال راډيو د ګورجستان څانګې په ويډيو کې معلومه کړئ چې ګل اياز ايډيټ کړې ده.
د بلوچستان د مڼو د باغونو یو شمېر مالکان وايي، د یخو خونو د نېشتوالي له کبله ډېرې قیمتي مڼې په ډېره ارزانه خرڅوي، ځکه چې تر بل موسمه د خوندي ساتلو بندوبست یې نه کېږي.
د دې اوونۍ د ځوانانو غږ خپرونې موضوع وه «پر ځوانانو د جنګونو اغېز» او په دې مو له ځوانانو سره بحث درلود چې ځوانان په دې لاره کې څه رول لوبولی شي؟
سمندر کټه ډنډ د خېبر پښتونخوا په ګلیاتو کې د سېلګرۍ لپاره پرانيستل شوی دی. دا ډنډ له باړه ګلۍ نه په خوا وشا پينځه کلومیټره واټن کې په ګڼو ځنګلونو کې پروت دی. د فرهاد شينواري ويډيويي راپور وګورئ.
د افغانستان لپاره د امریکا درو پخوانیو سفیرانو خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره د سولې د تړون مسوده چې له مخې به یې ټول بهرني ځواکونه له دغه هېواده وځي، ښایي خطرناکې کورنۍ جګړې ته لار هواره کړي.
د پاکستان کرېکټ لوبډلې پخوانی لېګ سپېنر عبدالقادر وفات شوی. د عبدالقادر زوم کامران اکمل رسنيو ته وېلي دي چې قادر د جمعې په شپه د زړه حرکت بنديدو له وجې مړ شوی. ليګ سپېنر قادر په ۶۷ ټېسټ مېچونو کې ۲۳۶ او ۱۰۴ يو ورځنيو مېچونو کې ۱۳۲ وکټې تر لاسه کړې وې.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости