پاکستان کې یو زورورې زلزلې ګڼ خلک ژوبل کړي
نن د پاکستان د سرښار اسلام اباد په ګډون د خېبر پښتونخوا او پنجاب په يو شمېر سيمو کې زلزله شوې چې د راپورونو له مخې لسګونه کسان یې ټپيان کړي دي. د رویټرز ویديو وړاندېکونکی: اسرار عالم مومند
نن د پاکستان د سرښار اسلام اباد په ګډون د خېبر پښتونخوا او پنجاب په يو شمېر سيمو کې زلزله شوې چې د راپورونو له مخې لسګونه کسان یې ټپيان کړي دي. د رویټرز ویديو وړاندېکونکی: اسرار عالم مومند
د پاکستان په پارلمان کې د اپوزېشن ګوندونه یو پلو واکمن تحریک انصاف د اسټبلشمنټ لاسپوڅی او پر هغوی تور پورې کوي چې د درغلیو
د پاکستان د نورو برخو غوندې د بلوچستان په پښتني سیمو کې هم د پښتون کلتور نړیواله ورځ په ډېر درناوي سره ولمانځل شوه. په کوټه او د صوبې په بېلا بېلو برخو کې نندارتونو نه، دستورې او غونډي جوړې شوې وې چې پکې د پښتنو کلتور وښودل شو. د مشال راډیو خبریال ایوب ترین یې ویډیو راپور کښلی.
د پنجاب صوبې په چونیان کې پولیس چارواکي وايي له دریو ماشومانو سره د جنسي تشدد او د هغوی په وژنه کې د ککړ تن په اړه د پلټنو لپاره يې ۲۲ کسان نیولي دي.
په جرمني کې د اکتوبر فېسټ په نوم د مني يا بير کلنۍ مېله روانه ده. په دې ۲۱۰ کاله پخوانۍ مېله کې مېرمنې شوخې جامې اغوندي او لپاسه پرې پېشبند يا استر تړي. که استر کيڼ اړخ ته تړل شوی وي نو مطلب دا چې دا جينۍ نه ده واده شوې. پر دې اړه اسرار عالم مومند د رويټرز خبري اژانس راپور وړاندې کوي:
د سېپټمبر پر۲۳ د پښتون کلتور ورځ ولماځل شوه. پښتون کلتور څه ته وايي؟ دا کلتور په نوي بدلیدونکي نړۍ کې د کومو چیلنجونو سره مخ دی او خپله څومره بدل شوی دی؟
د زلزلې د کچ معلوملو ادارې ويلي چې د زلزلې مرکز د پنجاب په جهلم ضلع کې و او د رېختر پر کچه يې زور ۵.۸ ثبت شوی دی.
د پکتیکا امنیتي چارواکي ادعا کوي، چې تېره شپه ناوخته د یاد ولایت د مټاخان ولسوالۍ د کرمو په سیمه کې په هوايي برید کې ۱۶ وسلوال وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.
د برتانیا وزیراعظم بوریس جانسن، د فرانس ولسمشر امانوېل مکخوان او د جرمني جانسلرې انګېلا مېرکل ویلي دوی ته څرګنده شوې چې په سعودي عرب کې د ډرون او میزایل بریدونو ذمه واري پر ایران راځي.
د پاکستان او امريکې مشرانو په نيويارک کې د کشمير پر مسله خبرې کړې دي. پاکستان د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې دريځ هرکلی کړی چې وايي پر کشمير منځګړتوب ته تيار دی خو هند دا نه مني او وايي دغه سيمه یې خپله ده نو ځکه په کورنۍ مسايلو کې دريمګړي ته ضرورت نشته. نور تفصیل په دې وېډیويي راپور کې چې منور شاه چمتو کړی دی.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости