د بلوچستان ولس په بشري حقونو ګرسره خبر نه دی: شمس مندوخېل
د بشري حقوقو کمیشن غړي شمس مندوخېل وايي،لویه ستونزه دا ده چې دلته ولس ته حقونه نه ورکول کېږي، دوهمه لویه ستونزه دا ده چې خلک ګرسره په خپلو حقونو خبر نه دي
د بشري حقوقو کمیشن غړي شمس مندوخېل وايي،لویه ستونزه دا ده چې دلته ولس ته حقونه نه ورکول کېږي، دوهمه لویه ستونزه دا ده چې خلک ګرسره په خپلو حقونو خبر نه دي
د خیبر پښتونخوا د نوښار ضلعې جامعه عثمانيه مدرسه کې د امن او کلتور په نوم دستوره وشوه چې مقصد یې په ټولنه کې د مدرسو خلاف د سختدريځۍ او منفي پوهاوی ختمول وو. په دې اړه د عظمت وعلي شاه ويډيويي رپورټ وګورئ.
د بشري حقوقو نړيوالې ورځې په اړه د دېسېمبر پر۱۰مه په کوټه کې د انساني حقوقو کمېشن پاکستان تر سیوري لاندې یوه مظاهره وشوه. د مظاهرچیانو وینا وه چې په بلوچستان کې لا هم د ښځو، ماشومانو او مزدورانو د حقونونو سرغړونه کېږي. په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګورئ.
د اسلامي نظریاتي کونسل مشر ډاکټر قبله ایاز وایی ښځه د یو چا جاییداد نه ده،باید ټولنه ښځو ته د انسان په سترګه وګوري او د ښځو ژوند،خوښې ناخوښې ته درناوی ورکړل شي.
فرانس پريس خبري اژانس ليکلي چې په نورو مذهبي لږکيوو کې بودایان، عیسايان، پارسيان او جين مت وال شامل دي. مسلمانان پکې نشته.
د کوټې سوداګرو اتحادیې د دسېمبر پر۱۰مه د کسټم ودانۍ مخې ته په یوه احتجاجې مظاهره کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د کسټم چارواکې دې د دوی په کاروبار کې له ستونزو جوړولو څخه ودرول شي. له کوټې د ایوب ترین ویډيو
د لسو کالونو تر ځنډ وروسته په پاکستان کې يو ځل بيا د کريکټ پنځه ورځنۍ نړيوالې سيالۍ پيلېږي. د سريلنکا لوب ډله د ډېسېمبر پر نهمه نېټه پاکستان ته ورسېده او ددې هېواد له کريکټ ټيم سره به لومړۍ لوبه د دېسېمبر پر ۱۱ مه په پنډۍ کې کوي.
د قبايلی سيمو ځينو سنېټرانو د ډېسېمبر پر نهمه نېټه د سېفران لپاره د پاکستان سېنېټ قايمه کمېټۍ له غونډې باييکاټ وکړ. دوی تور پورې کوي چې چې د پخوانۍ فاټا په خيبرپښتونخوا کې د ورګډولو پر وخت ورسره شوې ژمنې لاهم نه دې پوره شوي. د کرښې په غاړه خپرونه هم دا موضوع له کمېټۍ باييکاټ کوونکي د واکمن تحريک انصاف سنېټر هدايت الله، د تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړی اقبال اپريدی، له جميعت علما اسلام سره تړاو لرونکي د قامي اسمبلۍ غړی منير اورکزي او د قامي اسمبلۍ پخواني غړي حاجي شاه جي ګل اپريدي سره څېړل شوې ده.
د افغانستان ننګرهار چارواکي وايي چې د ملي امنیت ځواکونو په جلال اباد ښار کې یو موټر بم له دوه تنو ځانمرګو بریدګرو سره نیولی دی.
د مسلم لېګ (ن) يو مشر خواجه اصف ويلي د درغليوو په تور نيول شوي د دوی مشران سياستوال پارليمان ته نه وروبلل کېږي نو ځکه له حکومت سره همکاري نه کوي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости