جنرال پروېز مشرف ته د مرګ سزا په اورولو دړدېدلي یو: پوځ
پاکستاني پوځ نن په خپله يوه خبرپاڼه کې ليکلي چې دې پرېکړې د پوځ په صفونو کې ډېر زيات دړد او کړاو راوست.
پاکستاني پوځ نن په خپله يوه خبرپاڼه کې ليکلي چې دې پرېکړې د پوځ په صفونو کې ډېر زيات دړد او کړاو راوست.
په پنځو کالونو کې پر قامي تګلاره څومره عمل شوی او ايا ويرجنيو کورنيو ته انصاف ترلاسه شوی دی؟ دا او نورې پوښتنې د کرښې په غاړه خپرونه کې د وژل شوي ماشومانو وکيل فضل خان اېډوکېټ، ټولنيز او سياسي فعال ضیاوالدين یوسفزي، د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه مشره او د حقونو فعاله ثنا اعجاز او خبريال رفعت الله اورکزي سره څېړل شوې دي.
د پاکستان يو ځانګړي عدالت ددې هېواد پخواني پوځي امر جنرال مشرف ته نن (سېشنبه) د ايین ماتولو او غدارۍ په تور د مرګ سزا اورولې ده. عدالت د نومبر په مياشت کې د هغه پرضدد مقدمې فيصله خوندي کړې وه.
په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ محسن داوړ د غونډې دوران وویل، پنځه کاله تېرېدو باوجود د پېښې پلټنې نه دي شوي.
د پښتو ژبې مخکښ هنرمند او ټوکمار ظاهر الله چې د بابو جي په نوم مشهور دی وايي، اووه کاله وروسته نوی البم جوړوي چې دغه البم به د نوي کال په ورځ یوټيوب کې وړاندې کوي. نور حال د ځلاند یوسفزي په ویډیويي راپور کې.
د پاکستان چيف جسټس اصف سعيد کوسه وايي د ملک چارواکي او ادارې بايد پوه شي چې که رياست پر خلکو ځان تپل شروع کړي نو هغه رياست نه شي پاتېدلی.
د پېښور پر ارمي پبلک سکول په شوي برید کې د وژل شویو پنځمه تلین د ډېسېمبر پر۱۶مه ولمانځل شوه.
د پاکستان سپريم کورټ د د دسمبر په ۱۶مه د پوځ د مشر ملازمت مودې غځولو په اړه په تفصيلي مقدمه کې ويلي که حکومت په شپږو مياشتو کې په دې اړه قانون جوړ نه کړي نو جنرل قمر جاوید باجوه د پوځ مشر نه شي پاتې کېدلی.
د امریکا سېنېټر لېنډسي ګراهم د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره د افغانستان سولې بهیر او د سیمې د امنیت په اړه خبرې کړې دي.
د ګراهام په وینا د افغان امنیتي ځواکونو وړتیا زیاته شوې او څومره چې د دوی وړتیا زیاتېږي هومره به د امریکايي ځواکونو شمېر کمېږي.
د جسټس وقار سېټ په مشرۍ درې کسيزه عدالت د ډېسېمبر پر ۱۷ مه نېټه د غدارۍ او ايين ماتولو په تور کې جنرال مشرف مجرم وګرځاوه او ورته يې د مرګ سزا واورله.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости