په هرات کې د «ټاپي» پروژې پرانیستي لپاره پراخ چمتووالی روان دی
په هرات کې په یوه غونډه کې د ترکمنستان، هندوستان او پاکستان استازو د ټاپي پروژې پر ملاتړ ټینګار کړی...
په هرات کې په یوه غونډه کې د ترکمنستان، هندوستان او پاکستان استازو د ټاپي پروژې پر ملاتړ ټینګار کړی...
پاکستاني طالبانو نن دوشنبه تأيید کړه چې د تحریک طالبان پاکستان مرستیال مشر خالد محسود په شمالي وزیرستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوی دی. د تحریک طالبان پاکستان یوه ویاند اعظم طارق محسود نن ومنله چې خالد محسود د ګورواک په نوم سیمه کې وژل شوی دی. د تحریک طالبان مرستیال خالد محسود په سجنا هم مشهور و. د پاکستان امنیتي ځواکونو د فبرورۍ په اتمه ویلي وو چې د تحریک طالبان ډلې مرستیال خالد محسود په پکتیکا کې د امریکايي ځواکونو به هوايي حمله کې وژل شوی دی.
په افغانستان کې د "جنبش ګذار" په نوم سیاسي حرکت وايي، د ولسمشر د کار د وروستیو سلو ورځو حساب یې پېل کړ. د "جنش ګذار" مشر فهیم فطرت نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې په سوله ييز ډول او ډموکراتیک ډول د قدرت د انتقال غوښتنه لري. فهیم فطرت وایي: "د افغانستان د اساسي قانون د ۲۱مې مادې پر اساس، حکومتونه پنځه کلنه دوره لري او د افغانستان د ملي وحدت حکومت د ولسمشر د کاري دورې پای ته رسېدو ته ۱۰۰ ورځې پاتې دي، جنبش ګذار غواړي چېد نوي ولسمشر د ټاکلو انتخابات د ۱۳۹۷ کال د وري د میاشتې... Читать дальше...
په افغانستان کې د "جنبش ګذار" په نوم سیاسي حرکت وايي، د ولسمشر د کار د وروستیو ۱۰۰ ورځو حسابیې پیل کړ. د "جنش ګذار" مشر فهیم فطرت نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې په سولهیيز ډول او ډموکراتیک ډول د قدرت د انتقال غوښتنه لري. فهیم فطرت وایي: "د افغانستان د اساسي قانون د ۲۱مې مادې پر اساس، حکومتونه پنځه کلنه دوره لري او د افغانستان د ملي وحدت حکومت د ولسمشر د کاري دورې پای ته رسېدو ته ۱۰۰ ورځې پاتې دي، جنبش ګذار غواړي چېد د نوي ولسمشر د ټاکلو انتخابات د ۱۳۹۷ کال د وري د میاشتې... Читать дальше...
د امريکا دفاع وزير وايي د داعش پر وړاندي جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې. نړيوالو په پاکستان کې د بشري حقونو مدافع عاصمه جهانګير پر مړینه خواشيني څرګنده کړې ده. د يوې روسۍ الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې ۷۱ مسافر ووژل شول. دا خبرونه د شپې په ۸ بجې پیشګام تلویزیون هم خپروي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه وزارت کې ېې د اداري فساد اړوند ۱۲۵ دوسیې بررسي کړي ...
یو شمېر افغانان د افغانستان په ځينو ټلوېزیونونو کې د وسلهوالو مخالفینو پر ضد خپرېدونکي لنډ پیغامونه ځورونکي بولي او ...
د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د دوشنبې په ورځ مسکو ته رسېدلی. لومړی ټاکل شوې وه چې محمود عباس د ...
د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۳ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. د والي ویاند محمد عارف نوري نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې ټرافیکي پېښه نن سهار شااوخوا ۱۰ بجې د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ اړوندې د لړم په سیمه کې د کابل ـ کندهار پرلويه لار د یوه موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده. نوموړی وايي چې د دغه چپه شوي ۳۰۳ موټر د چپه کېدو لامل زیاته واوره وه. ښاغلي نوري وویل، له ۱۵ ټپیانو یې ۱۱ بېرته له روغتونه رخصت شوي دي.
د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د پوهنتون د ودانۍ ډبره کېښودل شوه. د پوهنتون د دغي ودانۍ لپاره پنځه کاله مخکې د افغانستان له ملي بودجې پیسې بېلې شوې وې، خو د یوشمېر زورواکانو له خوايې ټوله ځمکه غصب شوې وه چې تر ډېرو هلو ځلو ورسته نن دوشنبه د ارزګان ولایتي اداره وتوانېده چې د یاد پوهنتون د ودانۍ د بنسټ ډبره کېږدي. د ارزګان والي محمد نذیر خروټي د پوهنتون د بنسټ د ډبري د ايښودو پرمهال رسنیو ته وویل چې د پوهنتون دغه ودانۍ چې ۳۳ میليونه افغانۍ لګښت پرې راځي، په ۵۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي چې د یوه کال په موده کې به يې کارونه په ښه معیار بشپړ شي. Читать дальше...
په سوېلي کوریا کې د ژمني المپيک سیالیو په څلورمه ورځ جرمني د سرو زرو د درېیو او د برونزو د يوه مډال په ګټلو سره لومړی مقام لري. له جرمني وروسته هالنډ د سرو او سپین زرو د دوو دوو او د برونزو د يوه مډال په لرلو سره دوهم او د امریکا متحده ایالات بیا د سرو زرو د دوو او د سپین زرو او برونزو د يوه يوه مډال په ګټلو درېیم ځای لري. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۸ کال په ژمنیو المپیکي سیالیو کې له ۹۲ هېوادونو نږدې ۳۰۰۰ لوبغاړو ګډون کړی چې په ۱۵ بېلا بېلو ورزشي رشتو کې لوبې کوي. د ژمني المپیک ۲۳... Читать дальше...
په سویلي کوریا کې د ژمني المپيک سیالیو په څلورمه ورځ جرمني د سرو زرو د درېیو او د برونزو د يوه مډال په ګټلو سره لومړی مقام لري. له جرمني وروسته هالنډ د سرو او سپین زرو د دوو دوو او د برونزو د يوه مډال په لرلو سره دوهم او د امریکا متحده ایالاتونه بیا د سرو زرو د دوو او د سپین زرو او برونزو د يوه يوه مډال په ګټلو درېیم ځای لري. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۸ کال په ژمنیو المپیکي سیالیو کې له ۹۲ هېوادونو نېږدې ۳۰۰۰ زرو لوبغاړو ګډون کړی چې په ۱۵ بېلا بېلو ورزشي رشتو کې لوبې کوي. د ژمني المپیک... Читать дальше...
یو شمېر افغانان د افغانستان په ځينو تلویزیونو کې د وسله والو مخالفینو په ضد خپرېدونکي لنډ پیغامونه ځورونکي ...
د بلخ د ولایت ویاند وايي، عطا محمد نور چې تېره ورځیې په مزار شریف کې خپلو پلویانو ته څرګندونې کولې، ویلي دي چې ...
د بلخ د ولایت ویاند وايي، عطا محمد نور چې تېره ورځ یې په مزارشریف کې خپلو پلویانو ته څرګندونې ...
د ملګرو ملتونو عمومي منشي د بشري حقونو د فعالې او پاکستانۍ مدافع وکیلې عاصمې جهانګیر پر مړینې خفګان څرګند کړی او د ...
د ملګروملتونو عمومي منشي د بشري حقونو د فعالې او پاکستانۍ مدافع وکیلې عاصمې جهانګیر پر مړینې خفګان ...
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، شااوخوا شپږ میليونه ماشومانو ته به چې عمرونه یې له پنځه کلنۍ کم...
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په هېواد کې د جلغوزیو کلنی تولید نېږدې ۲۳ زره ټنو ته رسېدلی دی. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې اوسمهال په پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې پر ۴۳ زره هکتاره ځمکه د جلغوزیو په ونو پوښل شوې ده. ښاغلی رستمي وايي، د جلغوزیو حاصلات د قناعت وړ او په ملي او نړیوالو بازارونو کې په مناسبه بیه پلورل کېږي. د کابل ښار په بازارونو کې يوه کیلو جلغوزي ۸۰۰ افغانۍ بیه لري. د ښاغلي رستمي په خبره، د ۲۳ زرو ټنو جلغوزیو ټولیز ارزښت له ۴۵۰... Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرو ښځو د فدراسیون ریاست وايي، په هېواد کې د ښځینه سوداګرو شمېر مخ په کمېدو دی. د دغه فدراسیون رئیسې ګل جان زمرۍ نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ستونزې او د دوی تولیداتو ته د بازار نشتون د دې لامل شوي چې ښځینه سوداګر له سوداګرۍ لاس واخلي. اغلې زمرۍ وویل، اوسمهال په ټول هېواد کې ۳۲ زره ښځې په سوداګرۍ او لاسي صنایعو بوختې دي چې دغه شمېر د یادو ستونزو له امله مخ په کمېدو دی. دی وايي، سره له دې چې د ښځینه سوداګرو تولیدات په ملي او نړیواله کچه نندارې ته وړاندې کېږي، خو بیا هم د دوی تولیدات مناسب بازار نه لري. Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په فراه کې طالبانو غوښتل چې له چاودېدونکو موادو یو ډک موټر انتقال کړي چې هدف ته له رسېدو مخکې په خپله پر طالبانو چاودلی دی. په دې پېښه کې څلور طالبان وژل شوي دي. دا پېښه پرون یکشنبه مازیګر د فراه ولایت په انار درې ولسوالۍ کې شوې ده. د کورنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي چې له طالبانو پرته بل چا ته زیان نه دی اوښتی. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د روسیې له جمهور رئیس ولاديمیر پوتین سره د خبرو لپاره مسکو ته ولاړ. عباس به هڅه وکړي چې په هغو برخو کې د پوتین ملاتړ تر لاسه کړي چې فلسطینیان یې په سر له امریکا متحده ایالتونو سره مخالف دي. لومړی تمه وه چې عباس له پوتین سره په سوچي ساحلي ښار کې وګوري، خو پوتین سوچي ته خپل سفر لغوه کړ، څو د یوې مسافروړونکې الوتکې د سقوط د پېښې پایلې وڅاري. د امریکا او فلسطین اړیکې وروسته له هغه چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د تېر کال د ډسمبر په شپږمه بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه اعلان کړ، لا پسې خړې پړې شوې.
روسي چارواکي وايي، له مسکو بهر د یوې الوتکې د لوېدو په پېښه کې د وژل شویو کسانو د مړو د رایستلو عملیات به یوه اوونۍ دوام وکړي. پرون یکشنبه له مسکو شااوخوا ۸۰ کیلومتره لېرې یوه مسافر وړونکې الوتکه ولوېده چې پکې ټوله ۷۱ سپرلۍ ووژل شوه. د روسیې د بېړنیو حالاتو وزیر ولادیمیر پوچکوف نن دوشنبه سهار خبریالانو ته وویل چې په سیمه کې د مړو د لټون عملیات روان دي او تر اوسه پورې یوازې دوه جسده پيدا شوي دي. اخوا د روسیې د تحقیقاتو کمېټې ویاندې سویتلانا ویلي، د څېړنو لپاره یوه ډله جوړه شوې ده. نوموړې زیاته کړه... Читать дальше...
د افغانستان د شمالي ولایتونو لویه لار په سالنګونو کې د خرابې هوا او وارې ښوېدو په خاطر تر نامعلوم وخته تړل شوې ده. د سالنګونو د ساتنې او مراقبت رئیس جنرال رجب نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په جنوبي او شمالي سالنګ کې تر یو نیم متر پورې واوره ورېدلې او په ځینو سیمو کې د واورې ښوېدنه شوې ده. د ده په خبره، تر هغو چې هوا نه وي ښه شوي او لویه لار نه وي پاکه شوي، په سالنګونو کې به د کابل شمال لویه لار د ټرافیکو پر مخ تړلې پاتې وي. په سالنګونو کې په تېرو کلونو کې هم څو ځلې د سختې واورې او د واورې... Читать дальше...
د دایکنډي د روغتیا مسؤلین وايي چي ۵۶۸ د توبرکلوز د ناروغۍ پېښې یې تېر ۲۰۱۷ میلادي کال کې ثبت کړي چې له دې ۱۳ تنو یې ژوند له لاسه ورکړی دی. د دایکنډي په مرکزي روغتون کې د توبرکلوز ناروغۍ د کنټرول مسؤل سید اسحاق حسیني وايي، د مړو شویو کسانو له ټولګي ډېری یې ښځې دي. تېر ۲۰۱۷ میلادي کال کې د دایکنډي په مرکزي روغتون کې د توبرکلوز یا سل ناروغۍ ۷۹۱۴ مشکوکې پېښې ثبت شوي چې له دې یې ۵۶۸ مثبتې وې.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости