Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Февраль
2018

Новости за 21.02.2018

ازادي سټوډيو - د نړۍ تازه خبرونه

Pa.azadiradio.com 

پر اسلام اباد د واشنګتن احتمالي بندیزونه لږ ځنډیدلي دي. په دې خبرې ټولګه کې به یې له علته خبر شئ. په امریکا کې به مو د وسلو پرضد له یوه لاریونه خبر کړو او په مریخ کې د ژوند په اړه په دې خبرې ټولګه کې اوریدلی شئ. دا خبرونه د شپې په ۸ بجې پیشګام تلویزیون هم خپروي.

د کونړ اوسېدونکو د برښنايي تذکرو د وېش په ملاتړ مظاهره وکړه

Pa.azadiradio.com 

د کونړ په مرکز اسداباد کې په لسګونو کسانو د برښنايي تذکرو د وېش په ملاتړ مظاهره وکړه او له ولسمشر يې وغوښتل هر څومره چې ژر کېدای شي د نورو ولایتونو په ګډون کونړ ته هم د تذکرو د وېش مامورین راولېږي. د کونړ مرکز اسعداباد کې د چهارشنبې ورځې سهار نهه نیمې بجې له کرهالې او دمکلي څخه په یو وخت د تکبر په نارو، موږ د ولسمشر غني د هرې پرېکړې ملاتړیو، په ټول هېواد کې د برښنايي تذکرو وېش غواړو په شعارونو پیل شوه. مظاهره چیان چې کله د شهیدانو څلور لارې ته راورسېدل نو ورته مولوي ضیاالرحمن الله یار په خپلو... Читать дальше...

په پروان ولایت کې د ملي امنیت ۵ کارکوونکي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کاپیسا د ملي امنیت پنځه کارکوونکي په پروان ولایت کې په یوه ترورېستي حمله کې وژل شوي دي. دا خبره د پروان ولایت د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي نن ازادي راډیو ته وکړه او ویې‌ویل چې دغه پېښه نن د ورځې یوه بجه د دې ولسوالۍ د کوه توپ په سیمه کې شوې ده. ښاغلي قدوسي زیاته کړه چې د کاپیسا د ملي امنیت د ریاست مدیر او څلور کارکوونکي چې په یوه موټر کې سپاره وو او د کوه توپ سیمه کې خپلو کورونو ته تلل، په لاره کې د ناپېژنده وسله‌والو په حمله کې ووژل شول. تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.



روسیه وایي، ډېره ګرانه ده چې له امریکا سره اړیکې ښې کړي

Pa.azadiradio.com 

روسیه وایي، له امریکا متحده ایالتونو سره چې لیدل کېږي له سړې جګړې وروسته یې ځان تر ټولو لوېدلې کچې ته را ټیټ کړی ډېره ګرانه ده چې اړیکې ښه کړي. دا په داسې حال کې ده چې د سوریې او د اکراین د کړکېچونو او د امریکا وړم کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د مداخلې په خاطر پر روسیې د لګول شویو تورونو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ډېرې سړې شوي دي. د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګې ریابکوف نن واشنګټن تورن کړ چې هڅه کوي په روسیه کې د راتلونکې میاشتې د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې د دې هېواد په کورنیو چارو کې مداخله وکړي. Читать дальше...

اروپايي ټولنې پر ۱۵۰ روسي چارواکو او اوکراینيانو بندیزونه تمدید کړل

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي اتحادیې سفیرانو پر ۱۵۰ روسي چارواکو او د مسکو ملاتړو اوکرایني بېلتون‌پالو د شتمنیو د بندولو او پر سفر لګول شوي بندیزونه د نورو شپږو میاشتو لپاره تمدید کړي دي. دا خبره د اروپایي اتحادیې ډیپلوماتانو ازادي راډیو ته کړې او ویلي یې دي چې د دې تر څنګ د بندیزونو په دغه لېست کې پر ۳۸ شرکتونو او ادارو هم بندیزونه تمدید شوي دي. اروپایي اتحادیې دغه بندیزونه چې په هرو شپږو میاشتو کې یې تمدیدوي، وروسته له هغې لګولي چې روسیې د ۲۰۱۴ کال په مارچ کې د اوکراین ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه. ... Читать дальше...

اروپايي ټولنې پر ۱۵۰روسي چارواکو بندیزونه تمدید کړل

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي اتحادیې سفیرانو پر هغو ۱۵۰ روسي چارواکو او د مسکو ملاتړو اکرایني بېلتونپالونکو د شتمنیو د بندولو او پر سفر لګول شوي بندیزونه د نورو شپږو میاشتو لپاره تمدید کړي دي. دا خبره د اروپایي اتحادیې ډیپلوماټانو آزادي راډیو ته کړې او ویلي یې دي چې د دې ترڅنګ د بندیزونو په دغه لېست کې پر۳۸ شرکتونو او ادارو هم بندیزونه تمدید شوي دي. اروپایي اتحادیې دغه بندیزونه چې په هرو شپږو میاشتو کې یې تمدیدوي، وروسته له هغې لګولي چې روسیې د ۲۰۱۴ کال په مارچ کې د اوکراین ټاپووزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه. Читать дальше...



غني: د کابل پروسې غونډه کې به د سولې پلان په ډاګه کړو

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر وایي، راتلونکې اوونۍ به د کابل د پروسې په کنفرانس کې د افغانستان حکومت د سولې یو پلان نړیوالو ته په ډاګه کړي. اشرف غني چې نن‌یې ارګ کې د سولې په اړه یوې مشورتي غونډې ته وینا کوله یو وار بیا پر طالبانو غږ وکړ چې سولې ته غاړه کېږدي او له جګړو لاس واخلي. ولسمشر د کابل د سولې د پروسې د دوهم کنفرانس په اړه چې ټاکل شوې یوه اوونۍ وروسته د چهارشنبې په ورځ جوړ شي وویل: "له نن څخه یوه اوونۍ وروسته د کابل دوهم کنفرانس جوړېږي او د دې کنفرانس هدف دا دی چې د سولې په اړه یوه سیمه‌ییزه او نړیواله... Читать дальше...

بشري حقونه: د کندهار په میوند کې د ۲۰ ملکیانو وژل دې وڅېړل شي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څارنې ډلې (هیومن رایټس واچ) د افغانستان له حکومت او د امریکا له پوځ څخه غوښتي چې په ګډه د هغو ملکي وګړو د وژل کېدو د پېښې په اړه څېړنه وکړي چې د افغانستان له ملي امنیت سره په تړاو ځانګړو ځواکونو ترسره کړي دي. د بشري حقونو د څارنې ډلې د چهارشنبې په ورځ په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې د افغانستان د ملي امنیت ځواک غړو تېره میاشت په کندهار کې ۲۰ ملکي وګړي وژلي دي. په راپور کې ویل شوي چې ځانګړو ځواکونو د کندهار د میوند ولسوالۍ په بند تیمور او د پنجوایي ولسوالۍ په ریګ سیمو کې پر هغو... Читать дальше...

په ډایکندي کې یوه ۲۶کلنه ښځه وژل شوې

Pa.azadiradio.com 

د ډایکندي ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په میرامور ولسوالۍ کې یوه ۲۶ کلنه مېرمن تېره شپه زندۍ شوې او وژل شوې ده. د یاد ولایت د ښځو چارو رئیسې ذکیه رضايي ازادي راډيو ته وویل چې د ګل افروز په نوم دغه مېرمن د ډایکندي ولایت د میرامور ولسوالۍ په ککرک سیمه کې زندۍ شوې او وژل شوې ده. لا معلومه نه ده چې پېښه څه ډول او د چا لخوا را منځته شوې، خو مسؤلین وايي، د جنايي جرمنو په وړاندې د مبارزې مسؤلین یې څېړنه کوي. د وژل شوي مېرمني خاوند بهر ته په کار پسې تللی؛ ځکه نو د یاد ولایت د ښځو چارو ریاست... Читать дальше...

په ډایکندي کې یوه ۲۶ کلنه ښځه وژل شوې

Pa.azadiradio.com 

د ډایکندي ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په میرامور ولسوالۍ کې یوه ۲۶ کلنه مېرمن تېره شپه زندۍ شوې او وژل شوې ده. د یاد ولایت د ښځو چارو رئیسې ذکیې رضايي ازادي راډيو ته وویل چې د ګل افروز په نوم دغه مېرمن د ډایکندي ولایت د میرامور ولسوالۍ په ککرک سیمه کې زندۍ شوې او وژل شوې ده. لا معلومه نه‌ده چې پېښه څه ډول او د چا له‌خوا رامنځته شوې، خو مسؤلین وايي د جنايي جرمنو په وړاندې د مبارزې مسؤلین‌یې څېړنه کوي. د وژل شوې مېرمنې خاوند بهر ته په کار پسې تللی، ځکه نو د یاد ولایت د ښځو چارو ریاست... Читать дальше...

جمعیت ګوند له ارګ سره د خبرو د بیا پیلېدو خبر ورکوي

Pa.azadiradio.com 

له جمهوري ریاست سره د خبرو لپاره د جمعیت اسلامي مرکچي پلاوی د دغو خبرو د بیا پیلېدو خبر ورکوي. د دغه پلاوي یوه غړي محې‌الدین مهدي نن ازادي راډیو ته وویل چې دوی هیله‌مند دي چې دا ځل به خبرې نتیجه ورکړي. ویل کېږي چې دغه خبرې له ۱۸ ورځو ځنډ وروسته بېرته پیلېږي. د افغانستان جمهوري ریاست د دغو خبرو په اړه زیاتې څرګندونې نه‌کوي، خو د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاندې منیرې یوسف‌زاده د سمنګان د نوي والي د کار د پیلېدو په اړه ازادي راډیو ته وویل چې د جمعت اسلامي ګوند د اجرائیه رئیس او د بلخ... Читать дальше...


Музыкальные новости
Коммерсантъ

Отельеры вступают в Игры дружбы // Стоимость размещения в гостиницах растет





Rss.plus
Коммерсантъ

БАДы прикинулись «Евромедами» // Арестованы предполагаемые организаторы махинаций с лекарствами




Машина сбила двух детей на одном электросамокате на Волгоградском проспекте

Краснокнижные растения расцветут в Москве в первой половине июня

Почта России помогла детям-подопечным благотворительных фондов встретиться с футболистами ЦСКА

Запрещенный в России «Талибан» – из террористов в партнеры




په کندهار کې د انسان تښتونکو پر پټنځای عملیاتو کې ۳تنه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه يې د دغه ولایت په اوومه حوزه کې د انسان تښتونکو پر یوه مرکز عملیات کړي دي. د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق چي خپله يې هم په دغه عملیاتو کې ګډون کړی و ازادي راډیو ته وویل چې دغه عملیات تېره شپه پر درې بجې پیل او نن سهار پای ته ورسېدل. د قوماندان په وینا تښتوونکو د پولیسو سره مقاومت کړی او درې تنه يې د پولیسو لخوا وژل شوي  دي. قوماندان زیاتوي چې پولیسو د عملیاتو پر مهال یو څلور کلن ماشوم د تښتونکو له منګلو هم ژغورلی دی. چارواکي وايي چې د انسان... Читать дальше...

په پکتیا کې د انلاین سوداګرۍ دفتر پرانیستل کېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې په پکتیا ولایت کې د انلاین سوداګرۍ لپاره یو نوی دفتر پرانیستل شي. د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې مشر ډاکتر عبدالنصیر عالمیار نن ازادي راډيو ته وویل چې د مالي خدماتو د دغې ادارې په پرانیستل کېدو سره به د سوداګرو ډېرې ستونزې هوارې شي. د مالي خدماتو دغه اداره پلان لري چې افغان سوداګر په نورو هېوادونو کې هم انلاین سوداګري وکړي.

د شمالي کوریا چارواکو له مایک پنس سره د خبرو پروګرام لغوه کړ

Pa.azadiradio.com 

د شمالي کوریا چارواکو د امریکا له مرستیال ولسمشر سره د خبرو په خاطر جوړ شوی پروګرام تر پيل یوازې څو شېبې مخکې لغوه کړ. تمه وه د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون خور په جنوبي کوریا کې د روانو ژمنیو المپيکي لوبو پر مهال له مایک پنس سره وګوري. د مایک پنس د دفتر رئیس نیک ایزر ویلي چې د شمالي کوریا چارواکو غوښتل مایک پنس په خبرو کې لږ نرمښت ښکاره کړي، خو چې کله ښاغلي پنس په شمالي کوریا کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه وغږېد د شمالي کوریا استازي ووتل او یا ښايي هغوی د خبرو په اړه له رښتیا زړه نه‌و ښه کړی. Читать дальше...

د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې ټرافیکي پېښې ۸ تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د یوه مسافر وړونکي او یوه بار وړونکي موټر په ټکر کې اته کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي. دا پېښه نن چهارشنبه سهار شوې ده. د هرات ولایت د امنیه قوماندان ویاند عبدالاحد ولي‌زاده ازادي راډیو ته وویل، په وژل شویو کې چې ټول‌یې د مسافر وړونکي فلاینکوچ موټر سپرلۍ وه، څلور ښځې، دوه ماشومان او دوه سړي شامل دي. پېښه هغه وخت وشوه چې مسافر وړونکی موټر د سړک غاړې ته له یوه درول شوي بار وړونکي موټر سره ولګېد.

په تورخم کې د بار وړونکو موټرو ناڅرګند برخلیک!

Pa.azadiradio.com 

د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، په تورخم کې د افغان سوداګرو بار وړونکي موټر له نامعلوم برخلیک سره مخ دي. د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي نن ازادي راډيو ته وویل، په تورخم کې دا مهال سلګونه سوداګریز بار وړونکي موټر بند پاتې دي. ده زیاته کړه: "له یوې خوا کوم توکي چي راغلي او ګمرک کې د تخلیې امکانات نه‌لري، په سرحدي ګمرک کې دوی ته باید اجازه ورکړي څو جلال‌اباد پورې راشي، له بلې‌خوا له دې لوري چې خالي لارۍ ځي پاکستان ته په سخته اجازه ورکوي چې لاړ شي فساد اوج ته رسېدلی او له هر موټر نه ۵۰... Читать дальше...

د لوګر نوی والي وايي د امنیت ټېنګښت ورته لومړیتوب لري

Pa.azadiradio.com 

د لوګر نوی والي محمد انور اسحاقزی وايي چې د خلکو په همکارۍ به د امنیت د ټينګولو له لارې د بیارغونې د پروژو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي. تېره ورځ د لوګر د نوي والي د معرفي او د پخواني والي حلیم فدايي د رخصت او مخه ښې په موخه جوړه شوې غونډه کې محمد انور اسحاقزي له خلکو او قومونو هم په خپلو کې د یووالي غوښتنه وکړه. ده وویل، په لوګر کې د بیارغونې او پرمختګ یوازنۍ لاره د خلکو ترمنځ یووالی او د امنیت ټینګول دي. نوموړي زیاته کړه: "زه چې کله لوګر ته راغلم او د ځوانانو او مشرانو مورال مې ولیده ما... Читать дальше...



Москва

Пушинка из Космоса спасёт либо снесёт США? Научные важные данные. Проект «Святой Ленин».


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Городские вокзалы объединяют маршруты



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Ольга Бузова

Бузова попыталась войти в "ту дверь": "Я всегда несу любовь и добро"




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Баскетболисты из Лобни завоевали золото на турнире Moscow Open

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей

Дмитрий Вязьмикин – тренер по индивидуальной подготовке молодежного футбола «Локо»


Даниил Медведев

Медведев вышел в 1/8 финала «Ролан Гаррос» — 2024



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Эндокринолог Петрова: подготовку к марафону надо начать с посещения врача



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России