عبدالله: د افغانستان په شمالي ولايتونو کې د کوکنارو کښت تر پخوا ډېر شوی
د افغان حکومت اجرائيه رئيس وايي چې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې د کوکنارو کښت تر پخوا څو برابره ...
د افغان حکومت اجرائيه رئيس وايي چې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې د کوکنارو کښت تر پخوا څو برابره ...
د جون پر لومړۍ نېټه په چچنيا کې يوه ښځه د هغې د پېژندپاڼې له مخې ١٢٩ کلنه شوه. که دا نېټه سمه وي، دا به په نړۍ کې تر ټولو له زړو انسانانو څخه وي. هغې ازادۍ راډيو ته وويل د ژوند دا اوږد سفر يې له سختيو او کړاوونو ډک دى. د ازادۍ راډيو د شمالي قفقاز څانګه هغې سره خبرې کړې دي. صالح محمد صالح ته به غوږ شو
اروپايي ټولنې له ایران سره د اټومي تړون د خوندي ساتلو لپاره خپله هڅه جاري ساتلې او له افغانستان یې هم غوښتي چې د دوی د دریځ ملاتړ وکړي او د پاکستان نوي موقت صدراعظم ناصرالمُلک د وفادارۍ لوړه وکړه. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.
د سوريې ولسمشر بشارالاسد خبردارى ورکړى، که امريکايي ځواکونه له سوريې څخه ژر ونه وځي، د امريکا او سوريې...
د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان وايي، دا ولسوالي لاهم له امنیتي ګواښونو سره مخ ده او که پاملرنه ورته ونشي، ښايي وسله وال بیا پرې برید وکړي. خو د تخار د امنیت امر نظام الدین غوري وايي، هڅې کېږي چې امنیتي ګواښونه ختم او په دشت قلعه کې بشپړ امنیت ټینګ شي. دی وایي: "دښمن له مونږ سره د مخامخ جګړې توان نه لري، مونږ د دشت قلعه اوسېدونکو ته ډاډ ورکوو چې ولسوالي به د دښمن له فعالیته پاکه کړو او خلکو ته به بیا امنیت ټینګ شي." وسله والو درې ورځې وړاندې دشت قلعه ولسوالي... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۴۵وسله وال وژل شوي، ۱۹ ژوبل او ۱۷ نیول شوي دي. د دفاع د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې دا عملیات په ننګرهار، غزني، میدان وردګ، ارزګان، هرات، فاریاب، بغلان، تخار او هلمند ولایتونو کې شوي او هوايي ځواک هم په کې ونډه اخيستې ده. په اعلامیه کې افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو په اړه څه نه دي ویل شوي. دغه راز د دولت ضد وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
په افغانستان کې د دېره نړیوالو ځواکونو سرچینې وايي، هغه لسګونه وسله وال چې د هلمند ولایت په...
په کندهار کې د ۴۰۴ بس او سراچه موټر د ټکر په پېښه کي پنځه کسان وژل شوي او یو ټپي دي. د کندهار د والي ویاند داوود احمدي وايي، نن جمعه سهار نهه نیمې بجې د کندهار- کابل پر لویه لار د دامان ولسوالۍ اړوند "مړوندۍ" مانده کې د احمد شاه ابدالي شرکت اړوند ۴۰۴ بس مسافر وړونکي موټر او یوې سراچه موټر ټکر کړی چې په سراچه موټر کې پنځه مسافر مړه شوي او یو بل ټپي دی. د احمدي په وینا، د احمد شاه ابدالي ټرانسپورټي شرکت اړوند ۴۰۴ بس مسافر وړونکی موټر هم چپه شوی، موټر چلوونکی یې له سيمې تښتېدلی، خو مسافرو ته یې ځاني زیان نه دی اوښتی. Читать дальше...
د شمالي کوریا مشر ویلي چې هېواد یې په څو پړاوونو کې له اټمي وسلو د کوریا د ټاپووزمې د پاکولو پر ژمنه ولاړ دی. د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د جمعې په ورځ وویل، له اټمي وسلو د کوریا د ټاپووزمې د پاکولو په اړه د ده ژمنه نه ده بدله شوې او د پیونګ یانګ پرېکړه ثابته او نه بدلېدونکې ده. د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس KCNA د راپور له مخې، ښاغلي کېم پرون په پیونګ یانګ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سيرګي لاوروف ته وویل، دی هیله مند دی چې د شمالي کوریا او امریکا لانجه او له اټمي وسلو د کوریا د ټاپووزمې... Читать дальше...
د شمالي کوریا مشر ویلي چې له اټمي وسلو څخه د کوریا ټاپوزومې د پاکولو په اړه پر خپله ژمنه کلک ولاړ دی. کیم جونګ اون دا خبره پرون د روسيي د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په کتنه کې کړې ده. د شمالي کوریا دولتي اژانس ویلي، کیم په پیونګ یونګ کې له لاوروف سره په خبرو کې ویلي دي چې دی هیله مند دی چې د شمالي کوریا او امریکا شخړه او له اټمي وسلو د کوریا ټاپوزمې د پاکولو موضوع د ګټورو خبرو اترو له لارې په تدريجې ډول حل شي. د روسيی د بهرنیو چارو وزیر په داسې وخت کې له شمالي کوریا کتنه کړې ده چې... Читать дальше...
د سیمه اییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې جمهوري ریاست د زابل د والي خیال محمد حسیني استعفا منلې ده. دې ادارې نن جمعه په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې د والي په توګه د ښاغلي حسیني دنده پای ته رسېدلې ده. د محلي ارګانونو د ادارې اعلامیه وايي، خیال محمد حسیني د شخصي دلایلو او روغتیايي ستونزو له امله، د زابل له ولایته استعفا کړې ده.
د پاکستان پخواني قاضي القضات ناصر الملک نن جمعه ددې هېواد د سرپرست صدراعظم په توګه لوړه وکړه. د پاکستان د ملکي حکومت قانوني موده نن پایته ورسېده. د پاکستان په تاریخ کې دا دوهم ځل دی چې ملکي حکومت خپله پنځه کلنه دوره بشپړوي. د پاکستان د اساسي قانون له مخې، تر راتلونکو ۶۰ ورځو پورې به په دې هېواد کې نوي پارلماني انتخابات کېږي. د پاکستان د نېږدې ۷۰ کلن تاریخ نیمايي د پوځ تر واکمنۍ لاندې تېر شوی او د ۱۵ملکي حکومتونو مشران مخکې تر دې چې خپله قانوني موده پوره کړي، له واکه لېرې کړای شوي دي.
د پاکستان پخواني قاضي القضات ناصرالمُلک نن جمعه د ولسمشر ممنون حسين په حضور کې د دې هېواد ...
د اسرائیل دفاع وزیر اویګدور لیبرمن پرون په مسکو کې له خپل روسي سیال سره په سوریه کې د ایران د نفوذ او پوځي حضور په اړه خبرې وکړې. د لیبرمن او سرګي شویګو ترمنځ تر یو نیم ساعته کتنې وروسته د اسرائیل دفاع وزیر وویل، دواړو وزیرانو په سوریه کې د ایران د پوځي حضور او فعالیتونو په اړه بحث وکړ. اسرائیل وايي، د خپل امنیت د اړتیا په ځانګړي ډول، د شمالي پولو په اړه د روسيې درک ستايي. د سوريې حکومت ویلي، هڅه کوي چې له وسله والو یاغیانو هغه سیمې بېرته ونیسي چې له اسرائیل سره پر پوله پرتې دي. اسرائیل دې... Читать дальше...
د کندز ښار اړوند د چرخ اب په سیمه کې یو تن سیمه ییز قوماندان له دوه تنو ساتونکو سره وژل شوی دی. د کندز د امنيې قوماندانۍ د امنیت امر صفرمحمد اکبري نن د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې نن سهار شااوخوا ۸ بجې ددې ولایت اړوند د چرخ اب په سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان عزیزالله ناصري د له دوه تنو ساتونکو سره د وسله والو مخالفانو په کمین کې وژل شوي او یو تن ساتونکی یې ټپي شوی دی. د نوموړی په خبره، وسله والو مخالفانو له برېد وروسته له سیمې څخه پښې سپکې کړې دي. خو تراوسه په دې اړه وسله والو مخالفانو څه نه دي ویلي.
د ازادي راډيويي مجلې د دې اوونۍ په ګڼه کې مو د فرهنګي خبرونو تر څنګ په پښتني ټولنه کې د دسمال په...
د امریکا د حکومت هغه اعلان چې د اروپايي ټولنې د هېوادونو، کاناډا او مکسیکو د فولادو او المونیم پر وارداتو...
د ورځپاڼې په لیکنه، امریکا یو ځل بیا بمبارۍ تنظیم کړي، څو نه یوازې طالب جنګیالي بلکې، د هغوی مالي...
ځایي مسؤلين وایي، په ارزګان کې د غنمو په حصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د اروزګان د کرنې او مالدارۍ رئیس انجنير زلمی الکو وايي، کروندګرو ته د اصلاح شویو تخمونو په وېشلو او د عامه پوهاوي په ورکولو سره د دغه ولايت په حاصلاتو کې مثبت تغير راغلی. ښاغلي الکو دغه خبرې د پنجشنبې په ورځ ناوخته کروندګرو ته په د غه ولایت کې د عامه پوهاوي په یوه پروګرام کې وکړې. په ورته وخت کې بیا د دغه ولايت د مرکز ترينکوټ او ولسوالیو ځیني کروندګر وايي چې روانو جګړو او وچکاليو يې کرنيز توکي زيانمن کړي او په حصلاتو کې یې څو برابر کموالی راغلی دي.
د پنجشنبې په ماښام افغان ځانګړو ځواکونو د هلمند د کجکي ولسوالۍ په مربوطاتو کي دطالبانو له یوه...
د حقیقت څه دی د دې اوونۍ په خپرونه کې مو د لغمان له امنیه قوماندان سمونوال عبدالروف ارزګاني سره د لغمان ...
د پاکستان د مرکزي حکومت پنځه کلنه قانوني دوره د جمعې په شپه پای ته ورسېده چې ورسره سم ددې هېواد مرکزي او صوبايي اسمبلۍ تحلیل شوې او د صدراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ یې مرکزي حکومت پای ته ورسېد. د پاکستان حکومت او په ملي پارلمان کې د حکومت اپوزسیون څو ورځې مخکې په دې هېواد کې د لنډمهاله یا سرپرست صدراعظم په توګه د پاکستان د پخواني قاضي القضات ناصرالملک په ټاکلو سلا شوي وو. ټاکل شوې ده چې نن جمعه به د پاکستان ولسمشر ممنون حسین له لنډمهالي صدراعظمه سوګند اخلي، تر دې وروسته به لنډمهاله یا سرپرست... Читать дальше...
د ډنمارک حکومت پرون د نقاب یا داسې جامو پر اغوستو بندیز اعلان کړ چې په عام محضر کې څېره پټوي. د ډنمارک پارلمان دا لایحه د دېرشو مخالفو رأیو په وړاندې په ۷۵ مثبتو رأیو تصویب کړه. له دې پرېکړې سره مسلمانان نشي کولای چې نقاب یا برقه واغوندي. د دې قانون سرغړوونکي به درې ځلې د ۱۶۰ امریکايي ډالرو معادل جریمه کېږي، خو څلورم ځل باید د ۱۶۰۰ امریکايي ډالرو معادل جریمه ورکړي. د ډنمارک د عدلیې وزیر پېپ پولسین پرون وویل چې په فبرورۍ میاشت کې هغه مهال چې دا لایحه جوړېده، یادونه وشوه چې د مخ پټول د ډنمارک... Читать дальше...
د متحدایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اونګ سره په پلان شوې کتنه کې له اټمي وسلو د کوریا د ټاپووزمې د پاکولو چانس کم بللی دی. ټرمپ پرون له روېټرز خبري اژانس سره په لنډه مرکه کې وویل، دی لاهم هیله مند دی چې له کیم سره به د جون په دولسمه نېټه په سنګاپور کې وګوري. ښاغلي ټرمپ زیاته کړه، دی غواړي چې د کوریا ټاپووزمه په بشپړ ډول له اټمي وسلو پاکه شي، خو اکثر دا ډول معاملې داسې اسانه نه وي. ټرمپ وویل، ډېر امکان شته چې په دې اړه موافقه په یوه، دوو یا درېیو غونډو کې ونشي، خو ده ډاډ څرګند کړ چې دا کار به اخر وشي. Читать дальше...
د امریکا د حکومت هغه اعلان چې د اروپايي ټولنې د هېوادونو، کاناډا او مکسیکو د فولادو او المونیم پر وارداتو یې ګمرکي تعرفه لګولې ده، سخت غبرګون پارولی دی. د امریکا د سوداګرۍ وزیر ویلبور راس اعلان وکړ چې د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو، کاناډا او مکسیکو څخه متحدایالاتو ته د المونیم او فولاد پر صادراتو په سلو کې پنځه ویشت تعرفه سر له نن (جمعې ورځې) څخه نافذه ده. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د واشنګټن دا اقدام ناسم وباله او ویې ویل چې په دې اړه به له ولسمشر ټرمپ سره ټلفوني خبرې وکړي. بريتانیا هم د دې اعلان په وړاندې چټک غبرګون وښود. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости