Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Июнь
2018

Новости за 16.06.2018



مؤحد: په ۸ ولایتونو کې ۲۸ کسان د قاچاق په تور ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په اتو ولایتونو کې ۲۸ کسان د لسګونه کېلو ګرامه نشه‎یي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول. له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۳» ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونو په اتو ولایتونو کې عمليات کړي او په نتيجه کې يې ۲۸ کسان د ۲۴ کېلو ګرامه هیروئینو، ۱۲۰۰ کېلو ګرامه مورفینو، ۹۷ کېلو ګرامه تریاکو، ۱۰۵۰ کېلو ګرامه جامدو کیمیاوي موادو ۷۲ کېلو ګرامه شیشې یا کرسټالو او ۳۷ ټابلېټ «K» ګولیو په تور نیولي دي. د مؤحد په وینا په نیول... Читать дальше...



نړیوال جام: ایران له مراکش نه وګټل، پرتګال او هسپانیه مساوي شول

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال د نړیوال جام لوبو په ترڅ کې پرون ایران د یوه ګول په وهلو سره د مراکش ټیم ته ماتې ورکړه. پرتګال او هسپانیا هر یوه د درې ـ درې ګولونو په وهلو سره مساوي شول او اوروګوای هم د یوه ګول په وهلو سره مصر مات کړ. نن فرانسه له اسټرالیا، ارجنټاین له ایسلند، پیرو له ډنمارک او کرویشیا له نایجریا سره لوبه کوي. په روسیه کې د فوټبال د نړیوال جام لوبې به د جولای تر پنځلسمې پورې دوام وکړي.

ټرمپ وايي روان دوبی له پوتین سره ګوري

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، ښایي د روسیې له ولسمشر ویلادمیرپوتین سره روان دوبی وګوري. ټرمپ یوځل بیا ټینګار وکړ چې مسکو ته باید اجازه ورکړل شي چې د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو سره چې د «جي اوه» په نوم یادېږي یوځای شي. ټرمپ چې د جمعې په ورځ یې په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته څرګندونې کولې په دې اړه چې له پوتین سره به چېرې ګوري څه ونه ویل، خو دغه رازیې پخوانۍ ولسمشر بارک اوباما تورن کړ چې روسیه یې پریښې وه چې د اوکراین کریمیا ټاپووزمه له خپلې خاورې سره ملحق کړي. په ۲۰۱۴ کال د کریمیا د الحاق... Читать дальше...

هالنډ په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پیاوړی کوي

Pa.azadiradio.com 

هالنډ په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پیاوړی کوي. د هالنډ دفاع وزارت د جمعې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل چې دا هېواد به په مالي کې د ملګرو ملتونو په سوله ساتي ماموریت کې خپل رول پای ته ورسوي او د افغانستان پرماموریت به ډېر تمرکز وکړي. په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې هالنډ به په افغانستان کې چې اوس د ناټو د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې شااوخوا سل پوځیان لري، نور څومره سرتېري دې هېواد ته واستوي، خو تېره اوونۍ په بروکسل کې د ناټو په مقر کې د دې تړون د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ناټو سرمنشي... Читать дальше...

ټرمپ وايي د شمالي کوریا اټمي کړکېچ یې تر ډېره حده هوار کړئ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره له تاریخي کتنې وروسته د پیونګ یانګ د اټمي پروګرام پر سر راپور ته شوی کړکېچ یې تر ډېره حده هوار کړی دی. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې مخکیني ولسمشر بارک اوباما ورته ویلي و چې د شمالي کوریا د اټمي وسلو پر وګرام د امریکا په وړاندې تر ټولو لویه ستونزه ده. ټرمپ زیاته کړه چې دغه ستونزه یې تر ډېره حده هواره کړې ده. ټرمپ له کیم اون سره د جون پر دولسمه په سینګاپور کې وکتل او دواړو لورو هم یو ګډ سند لاسلیک... Читать дальше...

سکاټ میلر د سنا د پوځي خدماتو کمېټې په غونډه کې ګډون کوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د امریکايي او ناتو ځواکونو نوی ټاکل شوی قوماندان جنرال سکاټ میلر به د را روانۍ اوونۍ د سې شنبې په ورځ د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې په استماعیه غونډه کې ګډون وکړي. که نوموړی تائید شي هغه به په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د هغې جګړې چې اولسم کال ته داخله شوې مشري له بل امریکايي جنرال جان نېکلسن څخه په روان دوبي کې اخلي. یوشمېر امریکایي چارواکو داسې نښې ښودلي چې میلر به چې له څو کلونو راهیسې یې د امریکایي ځانګړو ځواکونو د قوماندان په توګه دنده تر سره کړې، په افغانستان کې روانه جګړه په جدیت مخ ته یوسي.

برمک: هیله ده د سولې خبرې یوه دایمي اوربند ته لار هواره کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر دې ته په پام سره چې د اختر لومړۍ ورځ وسله والو طالبانو د اوربند درناوی وکړ هیله من دی چې دا د سولې خبرو او یوه دایمي اوربند ته لاره هواره کړي. ویس احمد برمک پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې داسې راپورونه یې هم ترلاسه کړي چې په یوشمېر سیمو کې وسله وال طالبان د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې د خپلو کورنیو او خپلوانو لیدو ته ورغلي دي. د ښاغلي برمک په وینا وسله وال طالبان باید د حکومت له دغه باور څخه په دې ښه پوه شي چې سوله یې لومړیتوب دی او دوی هم باید رامخته شي. ... Читать дальше...

له هراته بهر ته د نشه‌یي موادو قاچاق کوونکی نیول شوی

Pa.azadiradio.com 

پولیسو یو تن نیولی چې غوښتل‌یې نشه‎يي مواد له هراته بهر ته قاچاق کړي. د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي‎زاده د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې نیول شوي کس غوښتل ۱۰ کېلو ګرامه چرس له هراته اسلام قلعه ته قاچاق کړي چې د لويو لارو پولیسو د هرات او اسلام قلعه پر لویه لاره ونیو او تر لومړنیو څېړنو وروسته‌یې عدلي او قضايي مرکز ته سپارلی دی.

د تاجکستان سرحدي ځواکونو د قاچاق کوونکو له ۳ ډلو سره نښته وکړه

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان سرحدي ځواکونو د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۲» د قاچاق کوونکو له درېیو ډلو سره نښته وکړه، دې قاچاق کوونکو غوښتل چې له افغانستانه تاجکستان ته نشه‎يي مواد قاچاق کړي. د تاجکستان د سرحدي ځواکونو یوه ویاند د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۳» په یوه خبري ناسته کې وویل چې د قاچاق کوونکو درې ډلو په درېیو بېلابېلو پېښو کې هڅه وکړه، تر ۵۰ کېلو ګرامو ډېر نشه‎يي مواد له افغانستانه تاجکستان ته قاچاق کړي چې د تاجکستان له ځواکونو سره د وسله‎والې نښتې په ترڅ کې قاچاق کوونکي بېرته افغانستان ته واوښتل او نشه‎یي مواد ځینې پاتې شول. Читать дальше...

نیمروز: یو قاچاق کوونکی تر ۵ لکو ډېرو پاکستاني کلدارو سره ونیول شو

Pa.azadiradio.com 

په نیمروز ولایت کې یو قاچاق کوونکی تر پنځو لکو ډېرو پاکستاني کلدارو سره ونیول شو. د نیمروز امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۲» رسنیو ته وویل چې پولیسو یو قاچاق کوونکی د نیمروز په مرکز زرنج کې په‎داسې حال کې نیولی چې تر پنځو لکو زیاتې پاکستانۍ کلدارې یې له دې ولایته ګاونډي ولایت ته انتقالولې. د لومړیو څېړنو له مخې دې قاچاق کوونکي دا پیسې د نشه‎يي موادو له خرڅلاوه تر لاسه کړي چې پوليسو له زرنجه تر تلو وړاندې ونيو.



Москва

Артисты – они все особенные!


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Новый корпус больницы святого Владимира планируется открыть в 2025 году



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Джиган

Джиган, Оксана Самойлова, Виктория Боня и другие: ТНТ раскрывает дату премьеры нового сезона реалити «Выжить в Дубае. Возвращение»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Дмитрий Вязьмикин – тренер по индивидуальной подготовке молодежного футбола «Локо»

Баскетболисты из Лобни завоевали золото на турнире Moscow Open

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера


Ролан Гаррос

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции: «Я здесь дома»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

В Шахтах от онкологии умер 39-летний священник



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России