ایرانۍ نسرین ستوده په جاسوسۍ تورنه شوې ده
په ایران کې د بشري حقونو پېژندل شوې مدافع او وکیله، نسرین ستوده په جاسوسۍ تورنه شوې ده. د هغې مدافع وکیل، پیام درفشان نن چهارشنبه د ایران رسمي خبري اژانس، اېرنا، ته وویل چې پر هغې په ابتدا کې د رژیم ضد پروپاګند تور لګېدلی و خو اوس په جاسوسۍ تورنه شوې ده. درفشان وویل چې چارواکو د دې تور د سپیناوي لپاره اسنا یا شواهد نه دي وړاندې کړي. نسرین ستوده د روان میلادي کال په پېل کې دهغو ښځو وکالت کاوه چې په ایران کې د اجباري حجاب پرضد د اعتراض له امله نیول شوې وې. هغه د روان میلادي کال په جون میاشت ونیول شوه. Читать дальше...