Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Август
2018

Новости за 17.08.2018

امریکا: موږ په سوریه کې د ثبات ټینګولو پروژو ته ۲۳۰ میلونه ډالر ځانګړي کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

امریکا وایي چې​ سوریه کې د ثبات ټینګولو پروژو ته ۲۳۰ میلونه ډالر ځانګړي کړي دي.  د امریکا حکومت وايي چې دا پيسې د سوریې په هغو سیموکې چې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې، داعش له لاس وتلې دي، د مرستې پروګرامونو ته ورکړي.  دمتحدو ایالاتو دبهرنیوچارو وزارت ویاندې، هیدر ناوېرت پرون جمعه وویل چې په سوریه کې د امریکا په مشرۍ، د ائتلاف نورو غړو هم د درې سوه ملیونه ډالر مرستې ژمنه کړې ده.  د ناوېرت په وینا، سعودي عربستان د سلو ملیونه ډالرو او متحده عربي اماراتو د پنځوس ملیون ډالرو کمک ږغ کړی دی. Читать дальше...

په پېښور کې د یوه نرښځي د قتل په تور دوه مشکوک کسان ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

د رپوټونو په حواله، د تېرې پنجشنبې په ورځ د پېښور په باړه ګېټ سیمه کې د یوه نرښځي جسد وموندل شو. د پولیسو په وینا، د وژل شوي نرښځي اصلي نوم ناصر الیاس او لقب یې نازو و. د پېښور پولیسوپرون جمعه ازادي راډیو ته وویل چې نیول شوو کسانو د نازو جسد په یوه بورۍ کې اچولی و اوهڅه یې کوله چې ناڅرګند ځای ته یې ولېږدوي.  دواړه تورن کسان د نازو له جسد سره یوځاي نیول شوي دي. په خیبر پښتونخوا کې نرښځيانو دحقونو د ملاتړ اداره ، ترانز اکشن پاکستان وايي چې د روان میلادي کال له پېل راهیسې، اته نرښځيان په دې ایالت کې وژل شوي دي. Читать дальше...

امریکا ولسمشر په ترکیه کې د نیول شوي امریکايي کشیش، اندریو برونسن دفاع وکړه 

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ، دونالد ټرامپ یو وار بیا، په ترکیه کې د نیول شوي امریکايي کشیش، اندریو برونسن دفاع وکړه . ټرامپ پرون جمعه  دسپینې ماڼۍ په انګړه کې خبریالانوته وویل: "ترکیه له ډېرې مودې راهیسې ستونزې جوړوي او د ملګري په ډول عمل نه کوي. هغوي پر اندریو برونسن د جاسوسۍ غلط تور لګولی دی. هغه جاسوس نه دی. " ټرامپ وویل، ترکیې باید داکشیش امریکا ته ستون کړی وائ خو داسې یې ونه کړل.  هغه وویل چې "امریکا لاس تر زنې نه شي پاتې کېدلائ، تاسو به وګورئ چې څه کېږي. " د ترکیې د اېزمیر ولایت د استیناف... Читать дальше...



د امریکا ولسمشر یو واربیا د امریکايي کشیش، اندریو برونسن دفاع وکړه 

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ، دونالد ټرامپ یو وار بیا، په ترکیه کې د نیول شوي امریکايي کشیش، اندریو برونسن دفاع وکړه . ټرامپ پرون جمعه  دسپینې ماڼۍ په انګړه کې خبریالانوته وویل: "ترکیه له ډېرې مودې راهیسې ستونزې جوړوي او د ملګري په ډول عمل نه کوي. هغوي پر اندریو برونسن د جاسوسۍ غلط تور لګولی دی. هغه جاسوس نه دی. " ټرامپ وویل، ترکیې باید داکشیش امریکا ته ستون کړی وائ خو داسې یې ونه کړل.  هغه وویل چې "امریکا لاس تر زنې نه شي پاتې کېدلائ، تاسو به وګورئ چې څه کېږي. " د ترکیې د اېزمیر ولایت د استیناف... Читать дальше...

دجرمني حکومت به افغانستان کې نیول شوی جرمنی وګړی، "توماس کې " محاکمه کوي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني خبري اژانس [ډي پي اې] وايي چې "توماس کې " د وسله والو طالبانوپه ډله کې د جنګېدو، په تروریستي سازمان کې دغړیتوب، قتل او وسله والوفعالیتونو له امله محاکمه کېږي.  څارنوالانو پرون جمعه  وویل چې د اوه دیرش کلن "توماس کې " په اړه شواهد او اسناد د جرمني د دوسلدروف ښار په محکمه کې ثبت شوي دي. د "توماس کې " هویت د جرمني د قوانینو له مخې، پټ ساتل شوي دي.  څارنوالانو ویلي چې هغه په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په پاکستان کې له وسله والوطالبانو سره یوځاي شوی او د انتحاري حملو لپاره ځانګړې ډلې ته ور استول شوی و. Читать дальше...

دافغانستان سره میاشت : موږ د غزني په ښار کې ۲۰۰ جسدونه را غونډ کړي دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په جنوب لویدیز زون کې دافغاني سرې میاشتې ټولنې مشر سمع الله صدیق پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل چې په یوه اونۍ کې يې ۲۰۰ جسدونه را غونډ کړي او د هغوي کورنیو ته یې سپارلي دي.  سمع الله صدیق په غزني کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې همکاران یې لا هم پر ښار په وروستۍ حمله کې د وژل شوو کسانو د جسدونو په راغونډولو لګیا دي. سمع الله صدیق: "دافغاني سرې میاشتې ټولنې، د غزني په وروستۍ جګړه کې ، تقریباً، ۲۰۰  جنازې انتقال کړې دي. په ځیني کورونوکې چې ملکي خلک ټپیان ول، بند پاتې ول هغوي ته بېړنۍ مرستې شوې دي. Читать дальше...



د پاکستان پارلمان عمران خان د پاکستان صدراعظم وټاکه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پارلمان نن د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د دې هېواد د صدراعظم په توګه انتخاب کړ. عمران خان چې ګوند يې د جولايي د پنځه ویشتمې نیټې په عامو انتخاباتو کې زیاتې څوکۍ ګټلې دي د پارلمان د ۳۴۲غړو له ډلې څخه د ۱۷۶ملاتړ خپل کړ. عمران ته د صدراعظمۍ د څوکۍ لپاره د پارلمان د ۱۷۲ غړو ملاتړ په کار و. ټاکل شوې ده چې عمران به سباته په لوړې کولو سره رسما د پاکستان صدراعظم شي. د عمران پر وړاندې د مسلم نون ګوند مشراو د پخواني صدراعظم نواز شریف ورور شهباز شریف صدراعظمۍ ته کاندید و چې ۹۶ رای وګټلې.

د تاجکستان ولسمشر اما علي رحمان نن له ازبکستان کتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان ولسمشر اما علي رحمان نن له ازبکستان کتنه وکړه. امام علي رحمان له خپل ازبکي سیال شوکت میرضاییف سره د دوه اړخیزو مسلو په اړه خبرې وکړې. د ازبکستان د ولسمشر دفتر په یوه بیان کې ویلي دي تاشکند غواړي چې دې هېواد ته د تاجکستان د ولسمشر دا سفر تاریخي وي. په بیان کې راغلي دي چې د مرکزي اسیا دې دواړو هېوادونو په کم وخت کې وکولای شول چې د اوږدې خپلمنځي ستونزې حل کړي. تاشکند ته د تاجکستان د ولسمشر دا سفر له ۱۹۹۸ کال راهیسې له ازبکستان څخه د کوم تاجک ولسمشر لومړنۍ کتنه ده.

چارواکي: په لوګر کې هوايي حملې ۶وسله وال طالبان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د لوګر محلي چارواکي وايي، په دې ولایت کې د نړیوالو ځواکونو په یوه هوايي برید کې د یوه قوماندان په ګډون ۶ طالبان وژل شوي دي. د لوګر د امنيه قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزي نن ازادي راډیو ته وویل دا برید تېر ماښام په محمد اغې ولسوالۍ کې شوی دی. ښاغلي شاهپور وویل د طالبانو دې قوماندان د لوګر په نا امنیو کې لاس درلود. وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

غني: د غزني ښار د بیارغونې لپاره ۲۰میلیونه ډالر ځانګړي کېږي

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د غزني ښار د بیارغونې لپاره په سمدستي توګه شل میلیونه ډالر ځانګړي کېږي. ولسمشر غني نن غزني ښار ته چې په دې وروستیو کې د طالبانو د بریدونو له امله سخت ځپل شوی دی، سفر وکړ. جمهوري ریاست په یوه بیان کې ویلي دي چې ولسمشر په غزني کې په یوې امنیتي غونډه کې هم برخه واخیسته. اشرف غني ویلي دي چې ملي امنیت دې د غزنې د جګړې دسیسه وڅېړي او نیمګړتیاوې دې په ډاګه کړي. په همدې حال کې د افغانستان لوی درستیز جنرال محمد شریف یفتلي ویلي دي چې د غزني ښار په څنډو کې لا هم تصفیوي... Читать дальше...

د امریکا دفاع وزیر وايي یو شمېر طالبان په غزني ښار کې پټ دي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزیر جیمز مټېس وايي، که څه هم په غزني ښار کې اوس وضعیت ارام دی خو یوشمېر طالبان د خلکو په کورونو کې پټ دي او وسلو او مهماتو ته منتظر دي. جیمز مټېس پرون خبریالانو ته وویل طالبانو غوښتل چې په غزني ښار کې ۶ هدفونه لاسته راوړي خو په خبره يې په دې پلان کې ناکام شول: "موږ اوس پوه شوو چې دښمن په غزني ښار او شاوخوا کې ۶ هدفونه لرل خو د هېڅ یوه په ترلاسه کولو کې بریالي نشول." د امریکا دفاع وزیر وویل طالبان ښايي د افغانستان د ولسي جرګې تر انتخاباتو پورې د اوس په شان بریدونو ته دوام ورکړي،... Читать дальше...

د نورستان نورګرام کې د موټر چپه کېدو کې۴تنه مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د نورستان نورګرام ولسوالۍ کې د موټر چپه کېدو له امله۴ کسان مړه شوي او ۱۲ ټپیان دي.  د نورګرام ولسوال مولوي تاج محمد د جمعې په ماسپښین ازادي راډیو ته وویل چې نن غرمه مهال د کولتن دره کې یو ډاټسن موټر چې د نورګرام مرکز ته را روان و له سړک ښوېدلی او پکې ناست ۴ کسان مړه شوي او ۱۲ټپیان شوي دي.  هغه وايي، ټپیان نېږدې روغتیایي مرکزونو ته انتقال شوي او تر درملنې لاندې دي.  خلک او ولسوال وایي، پېښه د سړک د خرابوالي له امله رامنځته شوې ده.

افغان کرکټ ټیم له ایرلنډ سره د ۶ سیالیو لړۍ پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د روانې اګست میاشت په شلمه نېټه له ایرلنډ سره د ۶ سیالیو لړۍ پیلوي. افغان کرکټ بورډ او د کرکټ نړیواله شورا وايي د ۶ لوبو لومړۍ درې مسابقې به شل اوریزه وي او ورپسې به د یو ورځینو لوبو لړۍ پیلېږي. د افغانستان د کرکټ ملي ټیم دا مهال په انګلستان کې له مخکښو کلبونو سره تمریني مسابقې کوي.


Музыкальные новости
Анастасия Волочкова

Волочкова про дочь: «В семье Вдовина она не может быть любимым ребенком. Там сложные отношения»





Rss.plus
РПЛ

Стали известны все участники РПЛ сезона-2024/2025




Склад для продуктов построят в Подмосковье

Молодой картофель с отечественных полей заменит поставки Египта

БАДы прикинулись «Евромедами» // Арестованы предполагаемые организаторы махинаций с лекарствами

Microsoft отключила от своих сервисов более половины российских организаций




ولسمشر غني: د غزني توطئه دي په ژوره توګه وڅېړل شي

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د غزني توطئه دې په ژوره توګه د ملي امنیت لخوا وڅېړل شي او د کمزورۍ اصلي ټکې دي په نښه شي. له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن جمعه په غزني ولایت کې د دغه ولایت د امنیتي وضعیت ارزولو په اړه د لوړپوړو امنیتي چارواکو په غونډه کې وکړې. ولسمشر غني ویلي هغه کسان چې د غزني په جګړه کې قهرماني کړې وبه ستایل شي. اعلامیه زیاتوي چې ولسمشر غني په دغه غونډه کې د غزني د امنیت وضعیت د لا ښه کېدو لپاره د امنیتي ارګانونو پر همږغۍ ټینګار  کړی. Читать дальше...

راتلونکې اوونۍ ۲میلیونه مسلمانان د حج په مراسمو کې برخه واخلي

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې راتلونکې اوونۍ دوه میلیونه مسلمانان د حج په مراسمو کې برخه واخلي. په سږني حج کې ایرانيان هم برخه اخلي. په وروستیو کلونو کې د ایران حکومت د حج مراسم وروسته تر هغه بایکاټ کړل چې په دوه زره پنځلسم کال کې د شیطانانو د ویشتلو د مراسمو پر مهال په سلګونو ایرانیان مړه شول. د حج مراسم به د اګست له نولسمې تر څلرویشتمې ترسره شي. تر پرون پورې سعودي عربستان ته د حج لپاره یومیلیون او شپږ لکه کسان رسېدلي وو. په مکه مکرمه کې هوا توده او د سانتي ګیرید ترڅلوېښت درجو لوړه ده.

په ننګرهار کې د داعش ډلې یوه اوه کسیزه شبکه نیول شوې

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي په مرکز جلال آباد کې د اسلامي دولت ډلې یوه اوه کسیزه شبکه نیولې ده. د ننګرهار ولایت مطبوعاتي څانګه په یوه خبرپاڼه کې وايي چې دا شبکه د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پرمهال ونیول شوه. خبرپاڼه زیاتوي چې دې ډلې غوښتل د هېواد د خپلواکۍ د ۹۹ مې کلیزې پر پلان شویو مراسمو انتحاري حملې وکړي. خبرپاڼه زیاتوي چې نیول شوي کسان پرون په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وروښودل شول. په خبرپاڼه کې همداراز یادونه شوې چې نیول شویو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

په بغلان کې د وسله والو طالبانو ۲۵ جنګیالیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Pa.azadiradio.com 

د بغلان امنیتي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو ۲۵ جنګیالیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.   د بغلان امنیه قوماندان مل پاسوال اکرام الدین سریع آزادۍ راډیو ته وویل چې په کېله ګي سیمه کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۶ وسله وال طالبان مړه او ۹ نور ټپیان شوي، په برکې ولسوالۍ کې ۵ وسله وال د افغان ځواکونو په عملیاتو کې او په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ۵ نور وسله وال طالبان د خپل ماین د چاودنې په پېښه کې وژل شوي دي. ښاغلي سریع زیاته کړه چې په دې نښتو کې ۷ دولتي سرتېري هم ټپیان شوي دي. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هنر سالار ډله د سولې د پیغام رسولو لپاره هرات ته ورسید

Pa.azadiradio.com 

یوه هنري ډله چې غواړي د خپلو انځورونو په وسیله خلکو ته د سولې پیغام ورسوي پرون له کابل څخه هرات ته ورسیده. د هنرسالار په نوم د دې ډلې غړو خپل کار د هرات ښار پر دیوالونو له انځورونو څخه پیل کړی. د دې ډلې د همغږۍ د چارو مسوول ذبیح الله مدبر وايي، دوی په خپلو انځورونه کې د خلکو غوښتنو ته انعکاس ورکوي: کټ مدبر "موږ د خلکو آواز یو چې پر دیوالونو د تصویرونو له لارې د ورځې تصویر کاږو. موږ هغه څه رسموو چې خلک یې غواړي او نړیوالو ته یې ښيو چې افغانان له جګړې، انتحار او چاودنو څخه ستړي شوي دي او نورنو... Читать дальше...



Москва

Два дня, наполненных театром, музыкой, книгами и наукой, — в Парке Горького во 2-й раз прошел Московский детский фестиваль искусств «НЕБО»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Начался прием заявок на конкурс грантов для социальных НКО



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Коммерсантъ

Крымские кредиты оформили в Москве // По делу о растрате заочно арестован бывший председатель правления Тальменка-банка




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Генпрокуратура потребовала передать государству велотрек с Олимпиады-80

Баскетболисты из Лобни завоевали золото на турнире Moscow Open

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера


Ролан Гаррос

Теннисистка из Пятигорска вышла в четвёртый круг турнира Большого шлема



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Беглов: строительство ВСМ Москва–Петербург проходит последние согласования



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России