سټارز اېنډ سټرايپس: طالبان شپېته زره جنګيالي لري
سټارز اينډ سټرايپس ورځپاڼې د افغانستان اړوند د امریکا په کانګريس کې د بحث په اړه مقاله خپره کړې ده.
سټارز اينډ سټرايپس ورځپاڼې د افغانستان اړوند د امریکا په کانګريس کې د بحث په اړه مقاله خپره کړې ده.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، د افغانستان په جګړه کې ښکېل يو لورى هم په پوځي ځواک سره نه بريالى کېږي. هغه په بروکسل کې د ازادۍ راډيو له خبريال مصطفى صديقي سره په مرکه کې دا خبره وکړه. په بروکسل کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان پر حالاتو هم بحث وکړ.
ناټو وايي، د افغانستان وضعيت ستونزمن دی خو نه به پريږدي دا هیواد یو ځل بیا د نړيوالو تروريستانو په خوندي ځای بدل شي. د یمن د حوثي ياغيان د مذاکراتو لپاره د سويډین پلازمينې سټاکهوم ته رسېدلي دي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ
اختر محمد چې په خټه د بادغیس دی خو اوس هرات ته نېږدې، د بې ځایه شویو کورنیو لپاره په یوه کمپ کې اوسېږي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو تلفات د اندیښنې وړ دي.
د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموریت د غړېو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن چهارشنبه په بروکسل کې د افغانستان...
په یمن کې د سُني حکومت استازي چې سعودي عربستان یې ملاتړ کوي، نن، چهارشنبه، د شیعه حوثيانو له استازو سره چې ایران یې شاته ولاړ دی، د سولې د خبرو لپاره سویډن ته روان شول.
په یمن کې د سُني حکومت استازي چې سعودي عربستان یې ملاتړ کوي، نن، چهارشنبه، د شیعه حوثيانو له استازو سره چې ایران یې شاته ولاړ دی، د سولې د خبرو لپاره سویډن ته روان شول.
د ناټو عمومي منشي نن په بروکسل کې وویل چې په افغانستان کې د مرګ ژوبلې له شمېره اندیښمن دی. ینس سټولټنبرګ نن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان په اړه د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په پای کې دا خبره وکړه. سټولټنبرګ زیاته کړه چې په تېرو میاشتو کې پهدغه هېواد کې د ځانمرګو بریدونو او نورو تاوتریخوالي شاهد وو، خو ویې ول چې ناټو له افغان ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. سټولټنبرګ وویل، طالبان باید پوه شي چې د جګړو دوام بې مانا دی او باید خبرو ته حاضر شي. د ناټو سرمنشۍ د سیمې... Читать дальше...
د افغان ښځو شبکه وايي، د کورنیو چارو وزارت د مرستیالې په توګه د یوې مېرمنې ټاکل کېدو اړوند غبرګونونه ځکه راپارېدلي چې خلکو د رهبرۍ په کچه کمې ښځې لیدلي دي.
د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیره ملاتړ وښود. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل، په افغانستان کې وضعیت ستونزمن دی. هغه زیاته کړه، په تېرو څو میاشتو کې افغانستان د بریدونو شاهد وو، خو دی وایي په افغانستان کې پاتې کېږي څو دغه هېواد یو ځل بیا د نړیوالو تروریستانو لپاره په یوه امن پناه ځای بدل نه شي. په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان سکاټ مېلر هم ګډون کړی دی. دا پهداسې... Читать дальше...
د یمن د حکومت یو پلاوی چې د سعودي عربستان ملاتړ لري، له حوثي یاغیانو سره د سولې په مذاکراتو کې د ګډون لپاره سویډن ته ولاړ. د سولې دغه خبرې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب ترسره کېږي. هغه ډله چې د عبدالربه منصور هادي استازیتوب کوي، له سعودي عربستانه د سویډن پر لور روان شو. تردې یوه ورځ دمخه سې شنبه د حوثي یاغیانو پلاوی هم سویډن ته ولاړ چې د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ورسره ملګری وو. له ۲۰۱۶ میلادي کال راپهدېخوا دا د یمن د جګړې د ښکېلو خواوو ترمنځ لومړنۍ خبرې دي. د یمن د سولې خبرې... Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر نن تر غرمې دمخه د هسپانیې له دفاع وزیرې سره ولیدل. د ارګ لهخوا په یوه اعلامیه کې راغلي چې پهدې لیدنه کې د دوه اړخېزو اړیکو پر پیاوړتیا، د ترورېزم پر وړاندې ګډې مبارزې، د سولې پروسې او د امنیتي او دفاعي سکتورونه پر اصلاحاتو بحث شوی دی. د هسپانیې دفاع وزیرې ولسمشر اشرف غني ته ویلي چې مادرېد د افغانستان د سولې د هڅو ملاتړ کوي. مېرمن مارګریتا روبلیس ویلي چې د هسپانیې حکومت او خلک د افغانستان د خلکو تر څنګ پاتېږي. ولسمشر غني په بېلابېلو برخو په تېره بیا د امنیتي ځواکونو د روزنې په برخه کې د هسپانیې د همکارۍ ستاینه وکړه. Читать дальше...
د زلمي خلیلزاد لهخوا د سولې د هڅو په دوام افغان حکومت وايي، پهدې برخه کې د پاکستان رښتینې مرسته مهمه ده.
د امریکا د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر جورج اېچ ډبلیو بوش وروستي مراسم نن په واشنګټن کې ترسره کېږي.
له لسو کلونو وروسته د فوټبال د مشهورو لوبغاړو کرسټین رونالډو او میسي ځای لوکا موډریچ ونیوه. له دې وړاندې د تېرو لسو کلونو راهیسې کله رونالډو او کله هم میسي د غوره لوبغاړو د جدول په سر کې راغلي، خو له دغه لس کلن ځنډ وروسته سږکال د غوره فوټبالر لقب لوکا موډریچ وګاټه. هغه تېره ورځ د ۲۰۱۸ میلادي کال د غوره لوبغاړي جایزه تر لاسه کړه. ۳۳ کلن لوکا موډریچ د کروشیا دی او ویل کېږي چې د ده د ښې لوبې په خاطر سږ کال کروشیا د فوټبال د نړیوال جام تر پایلوبې ورسېده. هغه د ریال ماډریډ په لوبډله کې هم لوبېږي... Читать дальше...
په کابل کې د فوټبال د اتلانو جام سیالۍ پیلېږي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا سیالۍ سبا د پنجشنبې په ورځ د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې پیلېږي. په دغو سیالیو کې د اتو زونونو څخه تکړه سیمهییزې لوبډلې ګډون کوي. دا سیالۍ داسې مهال پیلېږي چې له دې وړاندې د میزان په میاشت کې د افغانستان فوټبال غورهلیګ سیالۍ تر سره شوې. د فوټبال فدراسیون وايي چې د دغه لیګ ترڅنګ د اتلانو جام سیالۍ به په افغانستان کې د فوټبال لوبې له ودې سره مرسته وکړي.
د افغانستان د معلولینو کرکټ لوبډله د هندوستان د معلولینو لوبډلې پر وړاندې د سیالیو لپاره هندوستان ته ځي. د افغانستان کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دواړو هېوادونو د معلولینو لوبډلو تر منځ سیالۍ د روانې میلادي میاشتې له نهمې نېټې څخه پیلېږي او تر ۱۷مې نېټې به دوام وکړي. ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو د لوبډلو تر منځ پهدې موده کې ۳ شل اوورېزې او دوه یو ورځنۍ سیالۍ تر سره شي. کرکټ بورډ وايي، سیالۍ د هندوستان د ممبۍ په ښار کې د امریکا غږ اشنا راډيو په همکارۍ تر سره کېږي.
د افغانستان ولسي جرګه د غیر مسوولو وسلهوالو د وسلو د راټولولو په اړه د حکومت اقدامات ستايي.
د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموریت د غړېو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن چهارشنبه په بروکسل کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت او پهدې هېواد کې د سولې په روانو هڅو بحث کوي.
د بامیان ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې زرګونه کسان د بروسلوز له ناروغۍ څخه کړېږي. د دغې ولسوالۍ د عامې روغتیا امر امینالله ازادي راډیو ته وویل چې تر ډېره ښځې او ماشومان پهدغې ناروغۍ له کلونو راهیسې اخته دي او زیاتوي چې دا ناروغۍ د پراخېدو په حال کې ده. نوموړي وویل: "د دې ناروغۍ له تشخيصه شاوخوا لس کاله تېر شوي. موږ په پرلهپسې ډول روغتیایي ادارو ته خپل راپور وړاندې کړی دی، خو کوم جدي اقدام نهدی شوی. له دوو تر درېیو زرو پورې کسان په څو کلیو کې په بروسلوز ناروغۍ اخته دي. زموږ شته امکانات د دې... Читать дальше...
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، له واشنګټن څخه یې رسمي یاداښت ترلاسه کړی چې ښیې امریکا نیت لري د سړې جګړې د وخت د اټمي وسلې له تړونه ووځي که مسکو پر دغه تړون ژمن پاتې نهشي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا نن په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې پهدغه یاداښت کې داسې ناڅرګندو شواهدو ته اشاره کړې چې ادعا کوي روسیې د ۱۹۸۷میلادي کال دغه تړون نقض کړی دی. ماریا زاخارووا وویل، روسیې تل دغه تړون ته درناوی کړی دی او هغه یې د ستراتیژیک ثبات او د نړۍ د امنیت لپاره یو عمده ستون ګڼلی دی. ... Читать дальше...
په کونړ کې دیني عالمان او قومي مشران وايي، د ابادۍ او بیارغونې پروژو امنیت نیسي او هېڅچاته اجازه نه ورکوي چې په ولایت کې د رغونې چارو په وړاندې خنډونه پیدا کړي.
د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي وایې، د دغه ولایت په خاص ارزګان او چارچینو ولسوالیو کې د هوایي بریدونو پر مهال ۱۷ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي. په دغه ولایت کې مېشت د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې پلې لوا ویاند جګړن خان جان نصرتي نن جهارشنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه هوایي بریدونه د خاص ارزګان او چارچینو ولسوالیو په یو شمېر طالب مېشتو سیمو کې د افغان هوایي ځواکونو لهخوا شوي دي. نصرتي وایي، پهدې بریدونو کې د وسلهوالو مخالفینو وسلې او مهمات هم لهمنځه تللي دي. وسلهوالو طالبانو تر دې مهاله پهدې اړه څه نهدي ویلي.
د افغانستان ولسي جرګه بې ځایه شوېو او اړو خلکو ته په شفاف ډول د مرستو رسولو په برخه کې د يوې ځانګړې پالیسۍ پر جوړولو ټینګار کوي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости