ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه
د یمن په مذاکراتو کې دواړه لوري وايي د لوی شمېر زندانيانو د تبادلې په اړه توافق ته رسېدلي. د برتانيې صدراعظم تريزا مې نن یو شمېر هيوادونو ته خپل سفر پيل کړ. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ
د یمن په مذاکراتو کې دواړه لوري وايي د لوی شمېر زندانيانو د تبادلې په اړه توافق ته رسېدلي. د برتانيې صدراعظم تريزا مې نن یو شمېر هيوادونو ته خپل سفر پيل کړ. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ
که څه هم طالبانو تر دې مهاله له افغان حکومت سره خبرو ته چمتووالی نه دی ښودلی، خو حکومت د مذاکراتو پرمخ بیولو...
له ترورېزم سره مبارزه، د سولې ټینګښت، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ حل او د اقتصادي همکاریو پراختیا هغه ...
چارواکي وایي، ډېر ژر به په دې ولایت کې زعفران د کوکنارو د کښت ځای ونیسي او په ولسوالیو کې به کروندګرو ته ووېشل شي. د ازادي راډیو خبریال صادق رښتيني په همدې اړه ویډیي راپور چمتو کړی دی. ایډېټ: ابراهیم صافی
د قرغزستان یوې محکمې نن یو وګړی د یوې ځوانې ښځې د اختطاف او قتل په جرم په ۲۰ کاله زندان محکوم کړ. دې پېښې په قرغزستان کې له څو میاشتو راهیسې جدي بحثونه راپورته کړي او ډېر خلک یې په قهر کړي دي. د قرغزستان په پلازمېنه بشکېک کې یوې محکمې نن مارس بودوشیف په دې محکوم کړ چې یوه ۲۰ کلنه ښځه یې تښتولې، واده ته يې مجبوره کړې او بیا يې وژلې ده. په جرم کې د بودوشیف ملګری په اووه کاله بند محکوم شوی دی. بودوشیف ۲۹ کلن دی. د مې میاشتې په ۲۷مه بودویشف د قرغزستان په شمال کې د پولیسو په یوه مرکز کې دا ځوانه ښځه په چړه وهلې او وژلې یې وه. Читать дальше...
دغه نندارتون د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو د ۱۶ ورځني کمپاين په پای کې جوړ شوی چې د نومبر په ۲۵مه پیل او د ډيسمبر په ۱۰مه پای ته ورسېد دغه کمپاین هر کال د پېلابېلو ادارو له لوري د ښځو د وزارت په همغږۍ او مرسته ترسره کېږي. ویډیو او ایډېټ: لېمه هادي
د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړي په دوی د جنسي ځورونې لګېدلي تورونه بې بنسټه...
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې روان کال په شااوخوا ۳۱ زره۲۲۰ جریبه ځمکه کې زعفران کرل...
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې روان کال په شااوخوا ۳۱ زره۲۲۰ جریبه ځمکه کې زعفران کرل...
د روسیې دفاع وزارت خپلې دوه جنګي جټ الوتکې چې اټمي ټکنالوژي لري، وينزوېلا ته استولي دي. په جنوبي امریکا کې د روسیې له لوري د پوځي قدرت دا ډول نمایش ساری نه لري. د روسیې دفاع وزارت ویلي چې دواړه الوتکې یې پرون دوشنبه د وينزوېلا پلازمېنې کاراکاس ته نېږدې ښکته شوې دي. په اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې دا الوتکې مسلح وې، که نه. د وينزوېلا ولسمشر نیکولاس مدورو څو ورځې مخکې مسکو ته په رسمي سفر تللی و او هلته یې له روسي چارواکو د ملاتړ غوښتنه کړې وه. په وينزوېلا کې اقتصادي وضعیت ډېر کړکېچن بلل کېږي. Читать дальше...
دغه انځورونه په بلخ کې د فاریاب او سرپل ولایتونو د بېځایه شویو کډواولو دي، په دغو بېځایه شویو کې ټپي او ناروغه ...
د لغمان ولایت یوه ځوان ادریس سیاوش د پوهنې په رنګ جوړ شوی بایسکل چې په کې کوچنۍ کتابتون هم...
د بریتانیې صدراعظمې تريزا مې نن سې شنبه د اروپايي هېوادونو له یو شمېر مشرانو سره له اروپايي اتحادیې د بریتانیې د وتلو یا بريګزيټ په اړه پر خپل پلان خبرې پيل کړې. هغې نن سهار د هالنډ په هاګ ښار کې د هغه هېواد د صدراعظم مارک روت سره وکتل. تریزا مې به د صدراعظمې انګلا مېرکل سره د کتلو لپاره برلین او له یوشمېر نورو اروپايي مشرانو سره د خبرو لپاره بروکسل ته هم ولاړه شي. د بریتانيې صدراعظمې پرون په خپل پارلمان کې یوه مهمه رایګيري وځنډوله. ټاکل شوې چې بریتانیا د مارچ په میاشت کې له اروپايي اتحادیې ووځي. Читать дальше...
د افغانستان سترې محکمې او د پوهنې او کانونو او پترولیم وزارتونو د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ هغه راپور...
د کابل په پغمان ولسوالۍ کې په یوه چاودنه کې د امنیتي ځواکونو لږ تر لږه څلور سرتیري وژل شوي.
د ملګروملتونو د بشري مرستو د چارو مشر وایي، په جګړه ځپلي یمن کې شل ميلیونه وګړي وږي دي چې دا د دې...
د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو په حمله کې ۸ پولیس وژل شوي دي. د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې حمله تېره شپه د سندرزو په کلي کې وشوه. د دراني په وینا، په حمله کې ۱۱ وسله وال وژل شوي دي. د کندهار د پولیسو ویاند د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې سیمې ته اضافي امنیتي ځواکونه استول شوي دي. وسله والو طالبانو په یوه ايمېل کې خبریالانو ته ویلي چې تېره شپه په حمله کې د ملي پولیسو درې قوماندانان او د ملي اردو ۲۲ عسکر وژل شوي دي.
په کابل کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جان بس وايي، د جنس پر اساس تبعیض په افغانستان کې د بشري حقونو اساسي نقض دی. جان بس نن سې شنبه پر ټوېټر لیکلي: "خوشبختانه داسې افغانان شته چې شپه او ورځ د ښځې او نارینه ترمنځ د تبعیض پر ضد مبارزه کوي." د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ۱۹۴۸ میلادي کال کې د اساسي بشري حقونو نړیوال منشور تصویب کړ. له هغه راهیسې هرکال د ډېسمبر ۱۰مه په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي. خو د عفوې د نړیوال سازمان غړې او څېړونکې هیدر بار وايي چې جنسي تبعیض په افغانستان کې د نجونو د خرڅېدو، بد او بدل او د جبري ودونو اصلي عامل دی. Читать дальше...
محمد اصف رحیمي نن سې شنبه د هرات د والي له څوکۍ استعفا وکړه. رحیمي په هرات ښار کې خبریالانو ته وویل چې د شخصي دلایلو له مخې یې پرېکړه وکړه چې له دندې ګوښه شي. هغه وویل چې ولسمشر غني یې پرېکړه منلې ده. د هرات د ولایتي شورا غړي غلام حبیب هاشمي ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي رحیمي په هغه ولایت کې د پراختیا او بیارغونې لپاره د پام وړ کار کړی دی. د هرات لپاره نوی والي لا نه دی معرفي شوی.
په روسیه کې د بشري حقونو پېژندل شوې فعاله لودمیلا الکسیوا به نن سې شنبه د ډېسمبر په ۱۱مه خاورو ته وسپارل شي. هغه د ډېسمبر په ۸مه په مسکو کې په روغتون کې مړه شوه. په روسیه کې د بشري حقونو د مدافع سازمان مسکو هلسنکي ګروپ مشره د مرګ په وخت کې ۹۱ کلنه وه. د روسیې د بشري حقونو د شورا مشر میخایل فیدوتوف په روسیه کې د امریکا سفیر او یو شمېر پېژندل شوي کسان د هغې د مړي د کتلو مراسمو ته ورغلي وو. مسکو ټایمز الکسیوا په روسیه کې د بشري حقونو مور بللې وه. هغې له ۱۹۶۰ میلادي کال راهیسې په روسیه کې د بشري حقونو په ملاتړ کمپاین کاوه.
په بلخ کې د فریدې بلخي پر ښوونځي وسله واله حمله شوې ده. د نجونو دا ښونځی د بلخ په ولسوالۍ کې دی. د بلخ امنیتي چارواکو د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې حمله نن سې شنبه د غرمې په ۱۱ بجو پیل شوه. د بلخ امنیې قوماندانۍ ویلي چې سیمې ته امنیتي ځواکونه استول شوي دي. په دې پېښه کې د یوه پولیس د وژل کېدو خبر تأیید شوی دی. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې پر ښوونځیو حملې د دوی په اصولو کې ځای نه لري او ښايي دا د نورو وسله والو ډلو کار وي.
د افغانستان د مشرانو جرګې غړي وايي، یو شمېر کړۍ کار کوي څو د کابل ولایت د انتخاباتو رأیې له کړکېچ سره مخ کړي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، ښايي نن د کابل د رأیو بیا شمېرنه پیل شي.
د افغانستان د ولسي جرګې د ښځو چارو د کمېسیون یو شمېر غړي او د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان په دغه...
د افغانستان په شمال ختیځ زون کې د نیالګیو کېنولو د خزاني کمپاین په ترڅ کې ۴۰۰۰ مېوه لرونکي باغونه جوړېږي. د کرنې وزارت د بڼوالۍ د ملي پروګرام مسوولین وايي چې د دغو نیالګیو لګښت ۳۲ میلیونه افغانۍ دی چې ۵۰ سلنه یې بڼوال ورکوي. د دغه پروګرام رئیس محمد غلام ملاخېل ازادي راډيو ته وویل چې دا نیالګي د وچکالیو او اقلیمي بدلونونو ته په پام سره داسې انتخاب شوي چې اوبه کمې خوري او په للمي ځمکو کې کېنول کېږي. د شمال ختیځ زون بڼوال له دې پروګرام هرکلی کوي او وايي چې په دې سره به د دوی په اقتصاد کې د پام وړ بدلون راشي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости