Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Июнь
2019

Новости за 06.06.2019

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

زلمي خلیلزاد د اروپايي ټولنې او ناټو له مشرانو سره د افغانستان د سولې او پخلاینې په اړه خبرې کړي. په سوډان کې مظاهره چیان د ملکي حکومت تر راتلو مظاهرو ته دوام ورکوي. او په جاپان کې ښځې وايي چې له لوړ کوریو بوټانو ځوریږي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

د افغان خبریالانو په ګډون د خبریالانو یاد

Pa.azadiradio.com 

په واشنګټن کې د خبریالانو موزیم د ازادي راډیو د ۳ خبریالانو په ګډون د یو شمېر ژورنالیستانو یاد ولمانځه. محریم درانۍ، عبادالله حنانزی او سباوون کاکړ تېر کال په کابل کې په یوه انتحاري حمله کې ووژل شول.



د جوزجان په فیض اباد کې ۵۰ کورنۍ په سېلابونو کې بندې دي

Pa.azadiradio.com 

د جوزجان ولایت چارواکي وايي چې په فیض اباد ولسوالۍ کې ۵۰ کورنۍ له اقچې سینده په راوتلو سېلابونو کې ګیر پاتې دي. د فیض اباد ولسوال الف شاه نن سهار ازادي راډیو ته وویل، تېر ماښام شااوخوا اووه بجې د اقچې له سینده زورور سېلابونه راووتل چې په نتیجه کې یې په کوګلداش سیمه کې پنځوس کورنۍ اوس هم په سېل کې ګير پاتې دي. د الف شاه په وینا، تراوسه د دې سېلابونو د تلفاتو په اړه معلومات نشته، خو نوموړی وايي، په داسې حال کې چې سیمه ییز مقامات د مرستې لپاره هېڅ راز امکانات نه لري، خلک غواړي چې یوه امن ځای ته په لېږدولو کې مرسته ورسره وشي. Читать дальше...

نن د فرانسې شمال ته د متحدو ځواکونو د رسېدو ۷۵مه کلیزه نمانځل کېږي

Pa.azadiradio.com 

په پام کې ده چې په دوهمه نړیواله جګړه کې د جرمني پر وړاندې د متحدو هېوادونو امریکا، بريتانیا او فرانسې مشران د فرانسې د نورماندي ښار په سواحلو کې نن د جون ۶مه (D-Day) یا د فرانسې شمال ته د متحدو ځواکونو د رسېدو ۷۵مه کلیزه ونمانځي. تمه ده چې د بريتانیا صدراعظمه تریزا مې او د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د نورماندي په سواحلو کې د جګړې وژل شویو سرتېرو ته د درناوي د څلي د بنسټ ډبره کېږدي او څو ساعته وروسته به د متحدو ایالاتو او فرانسې ولسمشران، ډونالد ټرمپ او ایمانوئل مکرون په نورماندي کې د امریکايي... Читать дальше...



په روسیه کې نن نړیواله اقتصادي غونده پرانیستل شوه

Pa.azadiradio.com 

د روسیې په سنټ پټرزبورګ ښار کې نن نړیواله اقتصادي غونده پرانیستل شوه. په دې غونډه کې د روسیې او چین ولسمشران ګډون کوي، خو امریکایي چارواکي به پکې حضور ونه لري. دا نړیواله اقتصادي غونډه سږکال په داسې حال کې جوړېږي چې د روسیې په اقتصاد کې د ستونزو نښې نښانې ښکاري. په دې غونډه کې امریکايي چارواکو برخه وانه خیسته چې علت یې تر ډېره په فبروري میاشت کې په روسیه کې د امریکايي پانګوال مایکل کالوي نیول و. د سوداګرۍ په برخه کې له روسیې سره د ځینو همکارو مهمو امریکایي شرکتونو رئیسانو هم په دې غونډه کې له ګډونه ډډه کړې. Читать дальше...

امریکا په سوډان کې د پوځي واکمنانو له خوا معترضانو ځپنه وغندله

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالتونو په سوډان کې د پوځي واکمنانو له خوا معترضانو ځپنه وغندله او له هغوی یې وغوښتل چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د ملکیانو تر مشرۍ لاندې انتقالي ډلې سره بېرته تماسونه ټینګ کړي. د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتاګوس پرون په یوه بیان کې وویل چې متحده ایالات په سوډان کې معترضانو وروستۍ حملې غندي او د دې غوښتنه کوي چې د ازادۍ له ځواکونو سره دې تماسونه بېرته ټینګ او هغه بدلونونه دې راوړي چې هدف یې د ملکیانو ترمشرۍ لاندې انتقالي ادارې ته د چارو سپارل دي.  په سوډان کې فعالان... Читать дальше...

چارواکي: په فاریاب کې د طالبانو له زندانه لسګونه بندیان ازاد شوي

Pa.azadiradio.com 

امنیتي چارواکي په فاریاب کې د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو له یوه زندانه د لسګونو بندیانو د ازادولو خبر ورکوي. په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایي نن رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې تېره شپه د هغو عملیاتو په نتیجه کې چې افغان امنیتي ځواکونو د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت د ځواکونو په په ملاتړ د دې ولایت د قیصار ولسوالۍ په شاخ سیمه کې ترسره کړل، ۸۳ بندیان د طالبانو له منګولو وژغورل شول. د هغه په وینا، د دغو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو درې زندان ساتونکي ووژل شول او درې نور ژوندي ونیول شول. Читать дальше...

د سولې ولسي حرکت: د حرکت د نیول شویو غړو په اړه طالبانو ډاډ راکړی

Pa.azadiradio.com 

د سولې ولسي حرکت وایي چې په هلمند کې د دوی د نیول شویو کسانو په اړه یو شمېر طالبانو دوی ته ډاډ وکړی دی چې بد چلند به ورسره نه کېږي. د سولې د ولسي حرکت د رسنیو د برخې مسؤل باچا خان مولاداد ازادي راډیو ته وویل: "تراوسه موږ په خپله د طالبانو له مسؤلینو سره خبرې کړي، هغوی راته وایي چې د هېڅ تشویش خبره نه ده، تاسو مطمیئن اوسئ، کومه خبره نه شته." د سولې ولسي حرکت د تېرې پنجشنبې په ورځ له لښکرګاه څخه د نادعلي، ګرشک او موسی کلا ولسوالیو په لور حرکت پیل کړ، یوه ورځ وروسته دې حرکت اعلان وکړ چې طالبانو... Читать дальше...

خلیلزاد: امریکا به خپل متحدان په افغانستان کې یوازې پرې نږدي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې امریکایي ځواکونه به خپل متحدان په افغانستان کې یوازې پرې نږدي. خلیلزاد دا ژمنه د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ او د ناټو له یو شمېر نورو مشرانو سره پرون په بروکسل کې د یوې غونډې پرمهال وکړه. تر دې لیدنې کتنې وروسته خلیلزاد پر ټوېټر ولیکل چې موږ افغانستان ته یوځای تللي یوو او که ترې وځو یوځای به وځو. خلیلزاد تر اوسه له طالبانو سره شپږ ځله د تړلو دروازو شاته په قطر کې لیدلي دي او دا پنځم ځل دی چې دی د ناټو مشران له دې خبرو خبروي.

افغان پولیس په لوګر کې د مشکوکو ترهګرو د نیولو خبر ورکوي

Pa.azadiradio.com 

افغان پولیس په لوګر کې د درېیو مشکوکو ترهګرو د نیولو خبر ورکوي. د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې څرګندوي چې د اختر په لومړۍ ورځ د لوګر د مرکز اړوند په ناصر کلي کې د عملیاتو پرمهال دوه ترهګر وژل شوي او درې نور نیول شوي دي. د پولیسو په وینا، د دې عملیاتو پرمهال یو شمېر پوځي تجهیزات هم پولیسو ترلاسه کړي دي. د حکومت مخالفو وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د کورنیو چارو وزارت د دې کسانو نومونه هم افشا کړي دي او په ټولنیزو رسنیو کې یې د دوی عکسونه خپاره کړي دي.

نن د استرالیا او ویسټ اندیز د کرکټ ټیمونه د لوبې ډګر ته وځي

Pa.azadiradio.com 

په انګلستان کې د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې نن استرالیا او ویسټ اندیز ټیمونه له یو بل سره لوبه کوي. پرون هند د جنوبي افریقا لوبډلې ته په شپږو ویکټو ماته ورکړه. دا د کړکټ د روان نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې د هند لومړۍ لوبه وه، خو جنوبي افریقا له دې مخکې له انګلند او بنګله دېش سره دوه لوبې کړې وې چې دواړه یې بایللې دي. پرون بله لوبه د نیوزیلنډ او بنګله دېش ترمنځ وه چې نیوزیلنډ وګټله. افغانستان هم په دې جام لوبو کې دوه لوبې کړي، یوه له استرالیا او بله له سریلانکا سره چې دواړه یې بایللي... Читать дальше...

د سوډان فعالان: د نیل له سینده مو څلوېښت مړي را ایستلي

Pa.azadiradio.com 

په سوډان کې فعالان وایي، د ډموکراسي پلوه کسانو د مظاهرو له ځپلو وروسته دوی په خرطوم کې د نیل له سینده څلوېښت مړي را ایستلي دي. د سوډان له اپوزيسیون سره په اړیکه کې ډاکتران وایي چې دا جسدونه ښایي د هغو سل کسانو له ډلې وي چې ګومان کېږي، دوه ورځې مخکې په خرطوم کې امنیتي ځواکونو د اعتراض کوونکو پر یوه کمپ د حملې پرمهال وژلي وو. د سوډان د ډاکترانو د مرکزي ټولنې په وینا، دا څلوېښت ترلاسه شوي جسدونه د چټک غبرګون ځواکونو نامعلوم ځای ته ولېږدول. په سوډان کې پوځي انتقالي شورا د عمر البشیر له ګوښه کېدو وروسته واک په لاس کې اخیستی دی.

د اوکراین ولسمشر: اروپایي ټولنه دې پر روسیې بندیزونه سخت کړي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین نوي منتخب ولسمشر پرون له بروکسله د خپل دوه ورځني سفر په پای کې له اروپایي ټولنې وغوښتل چې پر روسیې بندیزونه سخت کړي. ولادیمیر زیلینسکي د اروپایي ټولنې له مشر ډونالد ټوسک سره تر لیدو وروسته وویل چې په اوکراین کې د سولې لپاره پکار ده چې پر روسیې بندیزونه سخت شي. زیلینسکي اروپا ته خپل سفر مهم وباله او ویې ویل: "زما لپاره دا ډېره مهمه او سېمبولیکه ده چې بروکسل ته په خپل لومړي بهرني سفر کې د اروپایي ټولنې موسسات وګورم." د اروپایي ټولنې مشر ډونالد توسک وویل چې زیلینسکي په دې سفر کې یو پیاوړی او مهم پیغام ورکړ. Читать дальше...

د مصر په سینا ټاپو وزمه کې د خونړي برید مسؤلیت داعش ومانه

Pa.azadiradio.com 

د مصر په سینا ټاپو وزمه کې پر امنیتي ځواکونو د خونړي برید مسؤلیت داعش ومانه. د مصر د کورنیو چارو وزارت پرون ناوخته وویل، د العریش پر ښار سهار مهال افراطي وسله والو پر امنیتي پوستې برید کړی دی او د امنیتي ځواکونو اته تنه یې وژلي دي. د مصر د کورنیو چارو وزارت په دې پېښه کې د پنځو بنسټپالو برید کوونکو د وژلو خبر هم ورکړی دی. د داعش انلاین خبري سرچینې اعماق پرون خبر ورکړ چې د دوی کسانو د العریش په ښار کې په یوه وخت پر دوو پوستو بریدونه کړي دي. مصر له څو کلونو راهیسې په سینا کې د داعش د افراطي وسله والو پرضد مبارزه کوی. Читать дальше...



Москва

Солнечные дети на сцене Кремля


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин объявил о начале работы хаба молодежного предпринимательства



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Булат Окуджава

Аншлаг в честь Окуджавы




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Чемпионат по служебному биатлону состоялся в столичном главке Росгвардии

«23 and Friends»: в Москве состоялся спортивно-музыкальный фестиваль Аш 23

Ход конем. В Москве на Гоголевском бульваре открылся летний шахматный клуб


WTA

Ига Свёнтек одержала 40 побед над теннисистками из топ-10 рейтинга WTA



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Архангельск

Единство народов в многообразии культур: фестиваль «Гармоничная Россия» вновь пройдет в Архангельске



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России