Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Июнь
2019

Новости за 27.06.2019

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د افغانستان د سولې په پروسې خبرې کړي. د جمعې په ورځ د جي شل هېوادونو دوه ورځنۍ سرمشریزه په جاپان کې پيلیږي. او په اروپا کې تودوخه زیاته شوې. دا خبرونه د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.



«تابلېټ کا» ته د افغان ځوانانو لاسرسۍ اسانه دی؟

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار په ډېرو کمو سیمو کې ښايي «ټابېلټ کا» چې نشه راوړنکي تابلېټ دي، پيدا نه شي. استفاده کوونکي يې وايي، په یوه ټیلیفون کولو سره کېدای شي پلورونکي دا ټابلېټ د کور تر مخه درته راوړي، نور جزئیات د تمیم اخګر په دې ویډيويي راپور کې. ویډيو: شفیع کریمي او ذکریا صفري

اشرف غني د افغان سولې په اړه د پاکستان له صدراعظم سره ولیدل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغان سولې د پروسې په اړه نن پنجشنبه د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره ولیدل. ولسمشر غني نن اسلام اباد ته تللی ورسېد. د دې سفر په نتيجه کې د افغان سولې او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو تمې کیږي. افغان ولسمشر د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره یو په یو لیدلي او د افغان سولې د پروسې په اړه یې بحث ورسره کړی. غني له عمران خان سره تر لیدلو مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره هم ولیدل. پاکستان ویلي چې د افغانستان د ثبات لپاره خپله... Читать дальше...

تونس کې بمي چاودنې لږ تر لږه دوه پولیس افسران ووژل

Pa.azadiradio.com 

د تونس په پلازمېنه کې بمي چاودنې لږ تر لږه دوه پولیس افسران ووژل. د رسنیو راپور وايي، دا یو ځانمرګی برید و چې د پولیسو موټر یې په نښه کړ. په تونس کې په‌دې وروستیو کلونو کې د سخت دريځو حملې زياتې شوي او د ډېریو مسؤلیت اسلامي دولت نومې سخت دريځې ډلې يا داعش منلی دی.  د ۲۰۱۵ میلادي کال په مارچ مياشت کې په تونس کې پر باردو موزیم په حمله کې سخت دريځو د سیلانيانو او پولیسو په ګډون ۲۱ کسان ووژل.

کندهار: په خاکرېز ولسوالۍ کې ۴ پولیس او ۱۵ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې ۴ پولیس او ۱۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي. د کندهار د خاکرېز امنیه قوماندان نظر علي ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه د خاکرېز ولسوالۍ په ډب خاکرېز سیمه کې پر امنیتي پوستو برید وکړ. د نظر علي په وینا په‌دغه جګړه کې چې تر سهاره‌يې دوام وکړ، څلور پولیس او ۱۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي، دوه پولیس او د ۲ قوماندانانو په ګډن ۸ وسله‌وال طالبان ټپیان شوي دي. وسله‌والو طالبانو په‌دغه جګړه کې د ۱۴ پولیسو د وژل... Читать дальше...



سټولټنبرګ: د غوڅ ملاتړ ماموریت د ناټو د لومړیتوبونو په سر کې دی

Pa.azadiradio.com 

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د ناټو د لومړیتوبونو په سر کې دی. هغه زیاته کړه چې ناټو په افغانستان کې د امنیت ټینګښت ته ژمن دی او د امریکا په مشرۍ د دغه هېواد د سولې د ټینګښت له هڅو په کلکه ملاتړ کوي. سټولټنبرګ وویل چې د سولې د تأمین لپاره بې ساری فُرصت رامنځته شوی دی: "موږ د ښاغلي خلیل‌زاد د هڅو کلک ملاتړ کوو او موږ به په افغانستان کې د یوه سوله يېز او د مذاکراتو په نتيجه کې رامنځته شوي حل په خاطر خپل روزنیز او مالي ملاتړ ته دوام ورکړو." د ناټو دفاع... Читать дальше...

د ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړو ځواکونو ۲ کسان نیولي

Pa.azadiradio.com 

د ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال دوه کسان نیولي چې غوښتل يې نظامي وسلې انتقال کړي. د ملي امنیت ریاست څخه په خپره شوې اعلاميه کې دا کسان د محب الله او نصیب شاه په نوم پېژندل شوي. دوی اعتراف کړی چې غوښتل يې د طالبانو یو شمېر وسلې د پېښور له رینګ روډ سیمې څخه په یوه بار وړونکي موټر کې کابل ته انتقال کړي او وروسته یې په بغلان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د تروريستي فعالیتونو او عامه نظم د اخلال لپاره وکاروي. ملي امنیت ته په لاس ورغلو وسلو او مهماتو کې درې میله راکټونه، ۱۹... Читать дальше...

کاپیسا: یو پاکستانی امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې نیول شوی

Pa.azadiradio.com 

د کاپیسا ولایت پولیس په تروريستي فعالیتونو کې د لاس درلودو په تور د یوه پاکستاني د نیول کېدو خبر ورکوي. د کاپيسا د پولیسو وياند عبدالشایق شورش نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل چې تېره شپه د کاپيسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په جنګلي سیمه کې دا پاکستانی تبعه له امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې نیول شوی دی. ښاغلي شورش زیاته کړه چې له پلټنو وروسته يې له دغه کس څخه پاکستاني اسناد تر لاسه کړي دي. د ده په وینا دې کس په افغانستان کې په تروریستي فعالیتونو کې لاس درلود.

د غزني د بایسکل ځغلونې لوبډله د سولې له پیغام سره کابل ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

د غزني د بایسکل ځغلونې لوبډله نن د پنجشنبې په ورځ د سولې له پیغام سره کابل ته راورسېده. د بدني روزنې د ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډيو ته وویل چې دغو لوبغاړو د بدني روزنې عمومي ریاست او د المپیک ملي کمېټې له‌خوا د ښه راغلاست غونډه نیول شوې وه. په‌دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د بدني روزنې عمومي ریاست رئیس ډاکتر حفیظ‌الله ولي رحیمي د سولې په برخه کې د ورزش رول د پام وړ یاد کړ او د دغو لوبغاړو احساس‌یې د قدر وړ وګاڼه. ټاکل شوې چې د بایسکل ځغلونې دغه لوبډله له کابل وروسته د هېواد شمالي ولایتونو ته ولاړه شي.

کرکټ: بغلان او سمنګان لوبډلې سره مخامخ شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د ۲۰ ولایتونو ترمنځ د درېيمې درجې کرکټ ۵۰ اوریزو سیالیو په لړ کې نن د پنجشنبې په ورځ بغلان او سمنګان لوبډلې سره مخامخ شوې. د سمنګان لوبډلې په ٤٢ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٧٣ منډې وکړې. د سمنګان د ١٧٤ منډو هدف بغلان لوبډلې په ٣٩ اورونو او د ١ وېکټې په سوځېدو سره ترلاسه کړ. په‌دغه لوبه کې بغلان په ٩ وېکټو بريا ترلاسه کړه او رحمت‌الله د لوبې غوره لوبغاړى ونومول شو چې ناسوځېدلی یې ٨٣ منډې کړې وې. د ولایتونو ترمنځ د لوبو د پیلېدو هدف د کرکټ د لوبې وده او پرمختګ ښودل شوی دی.

په ارزګان کې د فني او حرفوي زده کړو مرکز پرانېستل شو

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان ولایت کې نن د پنجشنبې په ورځ ۲۱۰ کسانو ته د فني او حرفوي زده کړو مرکز پرانېستل شو. په‌دغه ولایت کې د کار او ټولنیزو چارو رئیس فضل الرحیم حقبین د یاد مرکز د پرانېستي پر مهال وویل چې په‌دې مرکز کې د خیاطۍ، قالین اوبدولو، موبایل ترمیم او موټر ترمیم په ګډون اووه حرفې شته.  له دې سره هیلې زیاتې شوي چې په‌دې ولایت کې به ډېرو خلکو ته کاري زمینه برابره شي.

زلمي خليل‌زاد د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره ولیدل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد نن د پنجشنبې په ورځ په دوشنبه کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره ولیدل. د تاجکستان د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر وايي چې امام علي رحمان ښاغلي خلیل‌زاد ته ويلي چې په ګډو هڅو کولای شو د ثبات، سولې او پرمختګ د تأمین لپاره له افغانستان سره مرسته کوو. په‌دې کتنه کې د اوسني حالت او د تاجکستان او امریکا د همکارۍ پر لرلید هم خبرې وشوې. د تاجکستان د جمهوري ریاست دفتر زیاتوي چې خلیل‌زاد په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات په تأمینولو کې د تاجکستان رول او برخه وستايله. Читать дальше...

د پکتیا چارواکي: لاهم د صنعتي پارکونو ستونزه نه‌ده حل شوې

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، لاهم په‌دغه ولایت د صنعتي پارکونو ستونزه نه‌ده حل شوې. د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر نصیر احمد عالمیار نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې شاوخوا ۱۲۰ بېلابېلې تولیدي فابریکې د استوګن ځایونو په منځ کې فعالیت کوي چې خلکو ته یې ستونزې یې جوړې کړې دي: "د پکتیا ولایت د شمال ختیځ په لوري دغه صنعتي پارکونه دي چې ۱۰۰۰ جریبه ځمکه لري، خو وېش یې لاهم نه‌دی عملی شوی، یوازې پر کاغذ لیکل شوي او بس له بده‌مرغه سږکال هم ورته د سوداګرۍ او صنعت وزارت... Читать дальше...


Музыкальные новости
Тимати

«Звездач»: рэпер Тимати приобрел мотоцикл за 3,1 млн рублей





Rss.plus
Арцах

Преступления мигрантов с рынков азербайджанского олигарха Года Нисанова продолжают шокировать Москву




Москва очень близка к полному запрету усыновления российских детей иностранцами - детский омбудсмен

Судно FPSO для газового проекта Greater Tortue Ahmeyim на шельфе Мавритании и Сенегала прибыло к месту работы

Улыбка сделала слушателя «Юмор FM» миллионером

От 300 тысяч за «квадрат»: у какого парка Москвы дешевле всего купить квартиру




دا چې د «جي شل» سرمشریزه جاپان کې ده، د نړۍ مشران پر څه غږېږي؟

Pa.azadiradio.com 

په‌دې سرمشریزه کې چې جمعه او شنبه دوام کوي، په لویو اقتصادي پانګونو، د چین او امریکا ترمنځ تجارتي جګړه او اغېزې، د تېلو د بیې کنټرول، د اقلیم د ښه کولو لپاره د هېوادونو ترمنځ کړکېچ او له سمندرونو د پلاستیک د راټولولو پر مسئلو بحث کېږي.

د جبل السراج د فابریکې دوهمه برخه داوطلبۍ ته وړاندې شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت وایي، د پروان ولایت د جبل السراج د فابریکې دوهمه برخه داوطلبۍ ته وړاندې کړې ده. د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دغې فابریکې د داوطلبۍ پر سرله یوه نیمه بهرني شرکت سره خبرې روانې دي. دی وايي: "موږ هلته په ورځني ډول د ۳۵۰۰ ټنه سمنټو د تولید ظرفیت لرو چې چارې به یې ډېر ژر بشپړې شي، د جبل السراج د فابریکې دوهمه برخه په کلني ډول یو مېلیون ټنه سمنټو د تولید ظرفیت لري او شاوخوا ۱۷۰ مېلیونه ډالر پانګونه به پرې کېږي." ... Читать дальше...

ګُرجستان کې له یوې اوونۍ راهسې پراخې مظاهرې روانې دي

Pa.azadiradio.com 

د ګُرجستان پایتخت تبلیسي د ۷مې ورځې لپاره د پرله‌پسې پراخو مظاهرو شاهد و. اعتراض کوونکو د پولیسو پر تاوتریخوالي او د روسیې پر وړاندې د دولت په سیاست غوسه دي. له دندې څخه د ګُرجستان د بهرنیو چارو ود وزیر لېرې کول او تر وخت مخکې پارلماني انتخابات ترسره کول هم د اعتراض کوونکو مهمې غوښتنې دي. د ګُرجستان د پارلمان رئیس د اعتراضونو په هماغه پیل کې له خپلې څوکۍ استعفا کړې. د تېرې شپې په اعتراضونو کې یو شمېر معترضینو، هغه اتلس کلن اعتراض کوونکي سره د یووالي په خاطر یوه سترګه تړلې وه چې د دې مظاهرو... Читать дальше...

ولسمشر غني پاکستان ته په دوه ورځني سفر ځي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر نن د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په دوه ورځني سفر له کابله اسلام اباد ته ځي. دا سفر د پاکستان د صدراعظم عمران خان په بلنه ترسره کیږي. تمه ده چې اشرف غني د دوه اړخیزو موضوعاتو ترڅنګ د دې سفر په ترڅ کې د افغانستان د سولې په اړه له صدراعظم عمران خان او نورو چارواکو سره خبرې وکړي. په‌دې سفر کې له ولسمشر اشرف غني سره یو شمېر افغان سوداګر هم ملګري دي او تمه ده چې افغان ولسمشر په لاهور کې له پاکستاني سوداګرو او افغان سوداګرو سره په یوه غونډه کې هم ګډون وکړي.



Москва

Пушинка из Космоса спасёт либо снесёт США? Научные важные данные. Проект «Святой Ленин».


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Начался прием заявок на конкурс грантов для социальных НКО



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Елена Волкова

Два дня, наполненных театром, музыкой, книгами и наукой, — в Парке Горького во 2-й раз прошел Московский детский фестиваль искусств «НЕБО»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Дмитрий Вязьмикин – тренер по индивидуальной подготовке молодежного футбола «Локо»

Генпрокуратура потребовала передать государству велотрек с Олимпиады-80

Чемпионат по служебному биатлону состоялся в столичном главке Росгвардии


Ролан Гаррос

Теннисистка из Пятигорска вышла в четвёртый круг турнира Большого шлема



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


#123ru.net

Солнечные дети на сцене Кремля



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России