Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Январь
2021

Новости за 17.01.2021

د 'پي.ټي.اېم'مخکښه ثنا اعجاز: له بلوچستانه په زوره و ایستل شوم

Pa.azadiradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ 'PTM'  مخکښه ثنا اعجاز وايي‌ چې د بلوچستان حکومت په زوره له دې ایالته ایستلې ده.  ثنا اعجاز د جنورۍ پر ۱۷مه د ازادې اروپا مشال راډيو ته وويل چې دا بلوچستان د پښتون مېشتې ولسوالۍ ژوب ته د یوه کتابتون پرانېستې ته ورغلې، خو پولیسو پرېنه ښوده.  نوموړې وویل: "دلته دومره ډير امنيتي کسان راغلي چې پاکستان کې ښايي په يو ترهګر پسې هم شايد ورنه شي. پولیسو او ټولو امنیتي کسانو راته ویلي چې یوه دقیقه خبرې به هم نه کوې او موږ یې را روان کړو او وايي چې د بلوچستان له حدودو به وځئ."  ... Читать дальше...

ترکمنستان د هلیکوپټرې د سقوط پېښه ۳ پوله ساتي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ترکمنستان درې پوله ساتي ځواکونه د یوې هیليکوپټرې د سقوط په پېښه کې وژل شوي دي.  د پېښې عیني شاهدانو ویلي هليکوپټره د برېښنا له لوړ ولتاژ یوې ستنې سره ولګېده او په ځمکه ولوېده.   پېښه د پلازمېنې عشق آباد ۶۰ کیلومترۍ کې د یاشلیک کلي کې چې له ایران سره پولې ته نږدې پروت دی، څو ورځې مخکې شوې او خبر ځکه په ځنډ خپور شوی چې د ترکمنستان چارواکي اکثر د پوځیانو د مرګ ژوبلو اعلان نه کوي.  یوه پوله ساتي افسر د نوم د نه ښودلو په شرط د ازادې اروپا راډیو ترکمن سرویس ته ویلي چې پېښه کې د پیلوټ په شمول درې واړه پوله ساتي ځواکونه ځای پر ځای وژل شوي. Читать дальше...

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

سبا په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد یا پولیو واکسین پیلېږي. د عامې روغتیا وزارت وايي، دا کمپاین به پنځه ورځې دوام وکړي چې په کې به نږدې لس میلیونه ماشومان واکسین شي.  د دې وزارت مرستیال ویاندې معصومه جعفري وویل، د کرونا په خاطر د واکسین لړۍ درېدلې وه: "په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا د ناورین په خاطر او د دې لپاره چې د کرونا ویروس د خورېدو مخه ونیول شي د پولیو د واکسین کمپاین د پنځو میاشتو لپاره ودرېد. دا کار د دې لامل شو چې ټول هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې زیاتې شي." تېر ۲۰۲۰ میلادي کال افغانستان... Читать дальше...



د ښځینه قاضیانو وژنو ته غبرګونونه؛ ویلسن ویلي طالبان دې داسې کړنې ودروي

Pa.azadiradio.com 

کابل نن بیا د هدفي وژنو شاهد و.دا وار دوه ښځینه قاضیانې د کابل په تایمني سیمه کې د وسله وال بریدګر په ډزو ووژل شوې. د وژل شوېو قاضیانو مړي کورنیو ته وسپارل شول، هغه کورنۍ چې له ژړا پرته بل هېڅ څه د ویلو لپاره نه لري. د وژل شوې قاضي ګاونډي ګل احمد رویټرز ته ویلي، سخت ويرجن دی: "د کوڅې سر کې یې وویل چې قاضي صاحب شهیده شوې. راغلو چې ګورو ټول ځای وینو نیولی. څه ووایم نور صاحبه؟ چېرته لاړ شو" د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قویم ازادي راډیو ته پرته له دې چې د قاضیانو نومونه واخلي تایید کړه چې دوه قاضیانې یې وژل شوي او یو موټرچلوونکی یې ټپی دی. Читать дальше...

کندز کې معلولین: حکومت دې یا زموږ غوښتنې ومني یا مو دې پر سیند لاهو کړي

Pa.azadiradio.com 

په کندز ولایت کې سلګونو تنو معلولین او معیوبین د اعتراض په توګه د ولایتي شورا مخې ته راټول شوي او وايي چې حکومت د دوی ستونزو او غوښتونو ته هېڅ پام نه کوي. دوی خبرداری ورکوي، که سیمه ییز چارواکي د دوی مشروع وړاندیزونو او غوښتونو ته پاملرنه ونه کړي، دوی به د کندز – کابل لویه لاره د ترافیکو پرمخ وتړي. دوی وايي، حکومت یې معاشونه پر وخت نه ورکوي او د دوی غوښتنې او ستونزې یې له پامه غورځولې دي. د دغو معترضو معلولینو او معیوبینو په استازیتوب داد محمد ازادي راډيو ته وویل، حکومت باید هغه شمېر معلولینو... Читать дальше...

دکابل په برید کې دوه ښځینه قاضیانې ووژل شوې

Pa.azadiradio.com 

دکابل په تایمني کې په ننني برید کې دوه قاضیانې ووژل شوې . دوه کسه نور ټپيان سول. دافغانستان ولسمشر او د امریکا سفارت شارژدافیر طالبان مسئول ګڼي. خو طالبانو په دغه ډول بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي

کابل کې د ښځینه قاضیانو وژل کېدل او پر وړاندې یې نړیوال غبرګونونه

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکو، په افغانستان کې مېشت بهرنیو ډیپلوماټانو او د بشري حقونو فعالانو په کابل کې د دوه ښځینه قاضیانو وژل غندلي دي.  په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن په ټوېټر لیکلي چې په کابل کې د سترې محکمې د ښځینه قاضیانو وژنه غندي او د پېښې د سمدستي پلټنې غږ کوي.   راس ویلسن ویلي، طالبان باید پوه شي، دا ډول کړنې چې مسوولیت یې ور ګرځي نړۍ په غوصه کوي او باید ودریږي.  د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قویم نن یکشنبه (د مرغومي ۲۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې دوه قاضیانې د کابل په تایمني کې د یوه وسله وال کس له خوا په ډزو وژل شوي دي. Читать дальше...

پنځوس افغان دیني عالمانو د مصر د الازهر پوهنتون له دیني علماوو زده وکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د حج اوقافو وزارت د هوکړې له مخې د مصر د الازهر پوهنتون دیني عالمان د افغانستان شااوخوا ۸۰۰ عالمانو ته د ظرفیت لوړنې په برخه کې سیمنارونه ورکوي. د دې سیمنارونو لومړۍ درې اوونيز پروګرام د یکشنبې (د مرغومي ۲۸مه) په ورځ د ۵۰ دیني عالمانو په فراغت سره پای ته ورسېده. د سیمنار همغږی کونکي رحیم الله حنیفي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې په دې سیمنار کې د مصر د الازهر پوهنتون عالمانو اشتهادي، د بېلابېلو مذهبونو له پيروانو سره د ژوند کولو، د جهاد په اړه د اختلافاتو د حل او د سولې فضا کې... Читать дальше...



د کوترې اوږد مزل؛ له امریکا یې تر اسټرالیا ۱۳زره کیلو متره واټن وهلی

Pa.azadiradio.com 

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ویلي، د اسټرالیا د مېلبورن ښار یوه اوسیدونکي کیوین چلي برد د دسمبر په ۲۶مه له الوته دغه ستړې کوتره د خپل کور په بڼ کې هغه مهال ولېده چې اوبه یې څښلې.  دغه وګړی وروسته پوه شو چې دغه کوتره په امریکا کې له یوې سیالۍ تښتېدلې او اسټرالیا ته کډواله شوې ده، ځکه پښه کې یې د سیالۍ ځانګړې کړۍ بنده وه.  هغه د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن له کبله پر دغې کوترې د جو نوم کېښود.  کارپوهان په دې باور دي چې جو له یوې بار وړونکې بیړۍ نه په استفادې توانیدلې چې د ارام سمندر له لارې ځان له امریکا تر اسټرالیا ورسوي. Читать дальше...

د افغانستان زعفران د اروپایي ټولنې له‌خوا لومړی مقام ګټلی

Pa.azadiradio.com 

۲۴ کاله وړاندې هغه مهال چې لا پر افغانستان د طالبانو رژیم حاکم و، د دغه هېواد په لویدیځ، د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې ۳ کروندګرو د زعفرانو په نوم یو بوټی وکاره. د افغانستان د زعفرانو د بابا په نوم مشهور محمد اکبر، موسی خان او عبدالرزاق هغه کسانو وو چې د یوه روښانه راتلونکي په هیله يې زعفران د ډاکار مؤسسې په مالي مرسته په ۳۰۰مټره مربع ځمکه کې وکرل. دا ۳ تنه په افغانستان کې له لومړیو هغه کسانو شمېرل کېږي چې زعفران یې په دې خاوره کرلي. محمد اکبر د روان کال په وږي میاشت کې ومړ او موسی خان هم څو کاله وړاندې له نړۍ وکوچېد. Читать дальше...

د اسپانیا د فوټبال سوپرکپ نیمه پایلوبو ته ۴ لوبډلو لاره پیدا کړه

Pa.azadiradio.com 

د اسپانیا د فوټبال سوپرکپ نیمه پایلوبو ته بارسلونا، ریال ماډرېډ، ریال سوسیداد او اتلاتیک بلباوو فوټبال لوبډلو لاره پيدا کړه. د راپوونو له مخې لومړۍ نیمه پایلوبه د تېرې چهارشنبې په ماخستن د بارسلونا او ریال سوسیداد لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه چې یو ـ یو ګول مساوي شوه، خو وروسته بارسلونا په پینتلتيو کې درې پر دوه بریا خپله کړه. دوهمه نیمه پایلوبه تېره پنجشنبه ماسختن د ریال ماډرېډ او اتلاتیک بلباوو لوبډولو ترمنځ وه چې اتلاتیک بلباوو۲ د۱پر  وړاندې بریا خپله کړه. په دې سره اوس د اسپانیا سوپر کپ... Читать дальше...

بامیان کې د باسکټبال سیالۍ'ریحانه ازادي' لوبډلې وګټلې

Pa.azadiradio.com 

په بامیان ولایت کې د ژمي جام په نامه د باسکټبال سیالۍ د ریحانه ازادي لوبډلې په اتلوالۍ سره پای ته ورسېدې. د افغانستان د ملي المپیک کمېټې د مطبوعاتو غړي مجیب قاریزاده نن یکشنبه (د مرغومي ۲۸مه) ازادي راډيو ته وویل چې دغه سیالۍ د روانې مرغومي میاشتې په ۲۴ پيل شوې وې  چې ۶ لوبډلو په کې ګډون کړی و. د ښاغلي قاریزاده په خبره نن سهار وروستۍ لوبه ترسره شوه چې د ښځو برخه کې  ریحانه ازادي لوبډلې او د نارینه وو په برخه کې د اميد د تنکیو ځوانانو لوبډلې اتلوالي خپلې کړې.

افغان چارواکو او د بشري حقونو ډلو پر ښځينه قاضیانو برید وغانده

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکو او د بشري حقونو ځینو نړیوالو ډلو په کابل کې د ښځينه قاضیانه وژنه غندلې ده.  د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قویم نن یکشنبه (د مرغومي ۲۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې دوه قاضیانې د کابل په تایمني کې د یوه وسله وال کس له خوا په ډزو وژل شوې دي.   د راپورونو له مخې په پېښه کې دوه نورې قاضیانې ټپیانې شوي دي.   د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان د ښځو د حقونو د څانګې سرپرستې هیدر بار لیکلي، د افغانستان د ښځینه قاضیانه یوه سلنه ووژل شوه.  هغې په خپل ټوېټ کې زیاته کړې چې د سولې خبرو تاوتریخوالی زیات کړی. Читать дальше...

کابل کې فوټبال سیالۍ: پروان- بامیان او لوګر-پنجشېر به سره ولوبېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال فدارسیون وايي چې سبا به د مرکزي زون د ۱۵ کلنو فوټبال لوبې پيل شي. د دغه فدارسیون ویاند فیروز مشعوف نن یکشنبه (د مرغومي ۲۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې په دغو لوبو کې به د مرکزي زون "کابل، بامیان، لوګر، کاپیسا، پروان او پنجشیر" ولایتونو شپږ لوبدلې برخه ولري. ښاغلی مشعوف زیاتوي چې د دغو لوبو پچه اچونه تېره ورځ ناوخته د فوټبال فدارسیون چارواکو او د لوبډلو د استازو په شتون کې وشوه. دغه سیالۍ سبا په غازي سټډیوم کې پیلېږي چې د لوبې په لومړۍ ورځ به پروان لوبډله له بامیان لوبډلې سره... Читать дальше...

د جرمني د فوټبال فدراسیون ندیم امیري ته د سپکاوي قضیه څېړي  

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د فوټبال فدراسیون ویلي، ندیم امیري ته د سپکاوي قضیه په جدي توګه څېړي.   ندیم امیري چې په خټه افغان دی د جرمني د فوټبال په ملي ټيم او بایرن لورکوزن کې لوبېږي.  بایرن لورکوزن د جمعې په ورځ له یونین برلین سره لوبه درلوده چې په پای کې یې د ندیم امیري او د یونین برلین د لوبغاړي فلوریان هوبنر تر منځ لفظي شخړه وشوه.  جرمني رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي، شکایت شوی چې ګواکې ندیم امیري ته د "چټل افغان" خطاب شوی دی.  امیري وروسته ویلي، هوبنر ترې بښنه غوښتې ده.   د فلوریان هوبنر مدافع بیا امیري ته د سپکو الفاظو کارول رد کړي. Читать дальше...

کورنیو چارو وزیر: که طالبان اوربند و نه کړي، ځپلو ته یې نورې لارې هم شته

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي، که طالبان سوله و نه کړي او جګړه روانه وساتي، دوی یې د ځپلو لپاره نورې لارې هم لري. دې وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، مسعود اندرابي دا څرګندونې د افغانستان له یو شمېر متقاعدو جنرالانو او سیاسي شنونکو سره لیدنه کې کړي. ښاغلي اندرابي زیاته کړې، طالبان لا هم سولې ته ژمن نه دي او غواړي له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو له وتو سره سم، جګړه زیاته کړي. د دې وزارت ویاند طارق ارین د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دې لیدنه کې پر امنیتي وضعیت... Читать дальше...

فرانسه: امریکا او ایران باید بېرته د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون ته ور وګرځي

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان-ایو لو دریان وایي، په فوردو تاسیساتو کې د ایران له خوا د یورانیمو شل فیصده پخول دا ښيي چې ایران د اټمي وسلې د ترلاسه کولو هڅه کوي.   ژان-ایو لو دریان په یوه مرکه کې چې پرون شنبه 'Journal du Dimanche' ورځپاڼې خپره کړه ویلي، د نړۍ له قدرتونو سره له شوي تړونه د ایران پرله پسې سرغړونې دا اړینوي چې واشنګټن او تهران بېرته دغې موافقې ته ور وګرځي.  نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واک څو ورځې پاتې دي، ټرمپ ۲۰۱۸ میلادي کال کې په... Читать дальше...

کابل کې د هدفي وژنو دوام؛ دا ځل یې دوه قاضیانې ووژلې

Pa.azadiradio.com 

په کابل ښار کې د هدفي وژنو دوام، خو دا ځل د حملې قربانیانې دوه ښځینه قاضیانې وې. نن یکشنبه (د مرغومي ۲۸مه) سهار شااوخوا اته نیمې بجې د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند د تايمني سيمې پر لسم سړک د ښځینه قاضیانو پر موټر ډزې وشوې. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل چې دې پېښه کې یو تن ټپی شوی هم دی: "نن د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړندو سیمو کې د سترې محکمې دوه تنه کار کوونکي د یوه نامعلوم وسله وال کس په ډزو کې وژل شوي او یو تن بل ټپی دی. پېښه په جدي ډول د امنیتي ځواکونو... Читать дальше...

د ننګرهار وادي کانال شرکت ۵۴ زره بې روزګارو کار پیدا کړ

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار وادي کانال شرکت ۵۴ زره بې روزګارو خلکو ته د کاري زمینې برابرولو خبر ورکوي. د ننګرهار د کانال شرکت ویاند همایون غریبمل ازادي راډیو ته وویل چې د دغه شرکت د زیتونو په څلورګونو فارمونو کې یې د ښاخونو پرېکولو او ویالو جوړولو شپږ میاشتني پروګرام پیل کړی چې په کې به ۵۴ زره بې روزګاره خلک په کار بوخت وي. د غریبمل په خبره، په دغو کسانو  چې په یاد پروګرام کې په کار بوخت دي، ۴زره ټنه غنم هم وېشل کېږي. غریبمل وایي، له دې پروګرامه یې هدف د زیتونو د فارمونو سمه پالنه او بې روزګارو خلکو ته د کار زمینه برابرول دي.


Музыкальные новости
Певица

Певица Алсу подала заявление на развод: в чем причина разрыва отношений





Rss.plus
PR time

Авторский вечер Эдварда Радзинского из цикла «Встречаясь с тайнами истории» в «Колизей – Арене»




Жители Белогорска могут пройти «Экологическое просвещение»

МИД России прокомментировал национализацию активов ушедших западных компаний

Молдавского оппозиционера Лунгу отпустили после почти трехчасового досмотра в аэропорту Кишинева

Московские рестораны приглашают попробовать блюда из рыбы в рамках фестиваля «Москва — на волне. Рыбная неделя»




د افغانستان زعفرانو لومړی مقام خپل کړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان زعفرانو د ذایقې نړیوال انسټیټیوټ له لوري لومړی مقام خپل کړ. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت فواد احمدي ازادي راډیو ته وویل چې  د دغه انسټیټیوټ له لوري د افغانستان زعفرانو ته د ښه خوند له امله د سرو زرو درې ستوریز مډال ورکړل شوی. د ذايقې نړیوال انسټیټیوټ چې یو معتبر انسټیټیوټ دی، په ۲۰۰۳ میلادي کال کې په بلجیم کې جوړ او تر اوسه یې په نړۍ کې بېلابېل خوراکي توکي د خوند يا ذایقې له پلوه ارزولي دي. دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان زعفران په نړیواله کچه لومړی مقام خپلوي،  بلکې له... Читать дальше...

جو بایډن د خپل کار په لومړیو ورځو کې ځیني اجرايي اقدامات کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن به په سپینه ماڼۍ کې د خپل کار په لومړیو ورځو کې ځیني اجرايي اقدامات وکړي.  د متحده ایالاتو لوی درستیز ران کلاین پرون (شنبه) وویل، د لوړې له مراسمو وروسته به د منتخب ولسمشر یو مهم کار دا وي چې د اسلامي هېوادونو اتباعو ته په سفر کې اسانتیا راولي.  په امریکا کې د ولسمشر اجرايي فرمان د کانګرس پرېکړې ته اړتیا لري.  کلاین ویلي چې د بایډن د لومړیو ورځو په پروګرامونو کې د پاریس اقلیمي تړون ته د امریکا ورګرځېدا او د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په فدرالي ادارو کې د ماسک تړل هم شامل دي.

نامعلومو وسله‌والو په کابل کې دوه ښځینه قاضیانې وژلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د نامعلومو وسله‌والو په حمله کې په کابل کې دوه ښځینه قاضیانې ووژل شوې.  د راپورونو له مخې، دا پېښه نن سهار اته نیمې بجې په قلعه فتح‌الله کې وشوه.  د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې دواړو قاضیانو په ستره محکمه کې کار کاوه.  راپورونه وايي چې په دې برید کې دوه نورې ښځینه قاضیانې ژوبلې شوې دي.  په وروستیو کې په کابل او نورو ښارونو کې دې ته ورته هدفي بریدونه ډېر شوي او اکثره افغانان‌یې اندېښمن کړي دي.  عموماً د دې ډول بریدونو مسؤلیت... Читать дальше...

واشنګټن ډي سي کې امنیتي تدابیر زیات شوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې امنیتي تدابیر زیات شوي دي.  دا تدابیر وروسته له دې ډ‌ېر شول چې تېره اوونۍ د ډونالد ټرمپ پلویان په زوره د کانګرس ودانۍ ته ننوتل او له بلې خوا د نوي ولسمشر جو بایډن د لوړې مراسم په رانږدې کېدو دي.  د جو بایډن د لوړې د مراسمو په درشل کې چې ټاکل شوې ده د روانې اوونۍ په ۲۰مه ترسره شي، د امریکا پوځ وايي چې په واشنګټن ښار کې به د ملي ګارډ ۲۵ زره ځواکونه ځای پر ځای کړي.  په همدې حال کې یوه چارواکي له سي بي اېس شبکې سره په مرکه کې تأیید کړه چې د کورني... Читать дальше...

بوسنیا هرزګوېنا کې د پناه غوښتونکو پر وضعیت د اروپايي اتحادیې اندېښنه

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالېسۍ ویاند د بوسنیا هرزګوېنا په کمپونو کې د پناه غوښتونکو پر وضعیت اندېښنه ښکاره کړه، ویې‌ویل چې دا حالت د منلو نه‌دی او باید د پناه غوښتونکو ستونزه هواره شي.  د بوسنیا په کمپونو کې زرګونه پناه غوښتونکي مېشت دي، خو د تېر کال د ډسمبر په ۲۲مه په لیپا کمپ کې له اور لګېدو وروسته ۹۰۰ پناه غوښتونکي په منفي صفر درجه هوا او تر باران او واورو لاندې بې‌سرپناه پاتې دي.  د لیپا کمپ له سوځېدو وروسته بوسنیايي چارواکو ویلي چې پناه غوښتونکي به بل ځای ته ولېږدوي، خو د سیمې د اوسېدونکو... Читать дальше...

فرانسه: تهران او واشنګټن دې اټمي تړون ته بېرته راوګرځي

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ایران له لوري د اټمي تړون بیا بیا سرغړونې دا ضروري کړې چې تهران او واشنګټن بېرته دې موافقې ته راوګرځي.  د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان دا څرګندونې د ډونالد ټرمپ د ولسمشرۍ د دورې له پای ته رسېدو څو ورځې مخکې په هغه مرکه کې وکړې چې پرون (شنبه) خپره شوه.  ایران په وروستیو کې وویل چې په فردو کې یې تر ۲۰ فیصدو پورې د یورانیمو تولید بیا پیل کړی او پرمختللي سنتریفیوژنونه‌یې نصب کړي دي.  ژان ایو لودریان ویلي، باید دا کار نه‌وی شوی ځکه ښيي چې ایران د اټمي وسلې د ترلاسه کولو هڅه کوي.



Москва

Эксперт сенсационно раскрыл загадку Мессинга и Жириновского.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Трасса Солнцево — Бутово — Варшавское шоссе будет готова в 2026 году



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Рихард Вагнер

Вагнера ничем не испортишь: «Летучий голландец» в «Зарядье»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

ТАСС: Паралимпийский комитет России провел урок и мастер-классы для участников СВО

Сделано в СССР. Первое историческое ралли в Москве стартует 2 июня

Сергей Собянин. Главное за день


Ролан Гаррос

Парижские сюжеты: Медведев играл в кошки-мышки, Котов творил историю, Калинская заставляла нервничать Синнера



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Блоги

Генералов много, а Норат Тер-Григорьянц один!



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России