د پکتیا یو شمېر لېرې پرتې سیمې به له دې وروسته روغتیايي کارکوونکې ولري
سوېل ختیځ زون کې لسګونو نجونو او ځوانانو روغتیايي زده کړې وکړې. د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز اوسېدونکې شکېبا له هغو کسانو یوه ده چې په پکتیا کې د سویل ختځ زون د څلورو ولایتونو د دوه کلنو روغتیايي زده کړو تر بشپړېدو وروسته د فارمسۍ او لابراتور له څانګو فارغ شول. نوموړې وايي: "ما چې کله لابراتوار انتخاب کړو، ډېر شوق مې ورسره وو او بل دا ستونزه ما په خپله ټولنه کې لیدله، هر کله چې ښځینه به يې ډاکټرته بوتلې، نو نه يې غوښتل چې نارینه دې ورڅخه وینه واخلي، نو که دې برخه کې ښځه وي، خلک کولی شي، په اسانۍ... Читать дальше...