Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Март
2021

Новости за 10.03.2021

د افغان ښځینه زده‌کوونکو پر ترانې ویلو بندیز اندېښنې وپارولې

Pa.azadiradio.com 

‎‎د افغانستان د پوهنې وزارت نوې پرېکړې چې له مخې به‌یې له ۱۲ کلونو لوړ عمر لرونکې ښځینه زده‌کوونکې ترانې نه‌وایي د بشر حقونو څار نړیوال سازمان سختې اندېښنې راپارولې دي. ‎دغه سازمان ویلي، دا پرېکړه د نجونو د فعالیتونو پر وړاندې د بندیزونو لا زیاتوالي ته زمینې برابروي او د افغانستان دولت باید د تاوتریخوالي په دې وضیعت کې محدودیتونه زیات نه‌کړي. ‎د دغه سازمان د اسیا برخې مسؤلې پاترېشیا ګاسمن د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۲۰» ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته په دې اړه وویل: "د اندېښنې وړ ده په داسې وضعیت... Читать дальше...

د افغان ښځو د لاسته راوړنو خوندیتوب په هدف د ۱۰۰ زره ښځو لاسلیکونه راټول شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښځو د لاسته راوړنو او حقونو د خوندیتوب په هدف د هېواد ۱۵ ولایتونو کې د ۱۰۰ زره ښځو لاسلیکونه راټول شوي دي. د سولې او ډیموکراسۍ لپاره د برابرۍ بنسټ، د دې کلیوالو او ښاري ښځو لاسلیکونه او د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه د دوی اندېښنې  په ټوله نړۍ کې له ښځینه رهبرانو سره شریکوي او له هغوی غواړي چې د سولې په بهیر کې د افغانو ښځو ترڅنګ ودرېږي. د دې بنسټ غړې شیلا قیومي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا ښځې غواړي چې خپلې غوښتنې په ټوله نړۍ کې ښځینه مشرانو ته ورسوي او... Читать дальше...

تېر کال د افغانستان د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي '۱۰۰ قضیې' ثبت شوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز ویلي چې په تېر یوه کال کې یې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۰ قضیې ثبت کړي چې ۲۰ یې د هېواد په مرکز کې وې. دغه مرکز وویل، امنیتي ګواښونه، هدفي وژنې، د کرونا ویروس خپرېدل او د سولې روانو خبرو اترو خبریالان او په تېره ښځینه هغه تر اغېز لاندې راوستي دي. د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مسؤلینو د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۲۰» په کابل کې یوې خبري ناستې ته په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې دغه ستونزمن وضعیت بیان کړ. د دغه مرکز... Читать дальше...



‎د نیالګیو کېنولو کمپاین؛ سږکال افغانستان کې ۲۷ میلیونه نیالګي کېنول کیږي

Pa.azadiradio.com 

‎د کابل د مسلم غونډۍ د نیالګیو د کېنولو کمپاین پیل شو.‎د افغانستان د چاپیریال ساتنې اداره وايي چې د دغه کمپاین په لړ کې به په ټول افغانستان کې ۲۷مېلیونه نیالګي کېنول شي. د دغې ادارې مشر کاظم همایون وايي: "د چاپېریال ساتنې ادارې ټینګار زیات تر ډېره د نیالګیو کېنولو پر ساتنه دی چې موږ یې پر څارنه هم مسوول یو، په هغه صورت کې چې د کرنې وزارت او سیمه ییزو ارګانونو ادارې یې په ولایتونو او د کابل ښاروالۍ یې په ښار کې له ساتنې په سمه توګه مدیریت ونه کړي، زموږ ټیمونه به یې په دوامداره توګه وڅاري او جمهوري... Читать дальше...

۴۰ سازمانونه: ملګري ملتونه دې افغانستان کې د خبریالانو ژوند خوندي کړي

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ څه باندې څلویښتو سازمانونو په یوه سرخلاصي لیک کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې په افغانستان کې د بیان ازادي او د خبریالانو ژوند خوندي کړي.   د افغانستان د خبریالانو مرکز او په نړۍ کې د بیان د ازادۍ څلویښتو مدافع سازمانونو په دې هېواد کې د خبریالانو د هدفي وژنو په اړه ژوره اندیښنه ښودلې ده.    دوی په دې لیک کې ویلي چې د ۱۳۹۸ کال د کب میاشتې را وروسته چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون شوی په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۱ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي چې ډېری یې د خپلې دندې له کبله په نښه شوي دي. Читать дальше...

بامیانو کې'له بودا سره شپه' په نامه هنري او فرهنګي پروګرام ترسره شو

Pa.azadiradio.com 

په بامیانو کې د بودا مجسمو د ویجاړېدو د ۲۰م تلین په مناسبت  'له بودا سره شپه' په نامه هنري او فرهنګي پروګرام ترسره شو.   دې پروګرام ته 'د پېړۍ ستر فرهنګي جنایت' نوم ورکړل شوی دی.  د بامیان فرهنګ پالو د دې فرهنګي میراث د ویجاړېدو د عاملینو د پېژندلو او سزا غوښتنه لري.  طالبانو ۲۰ کاله مخکې د ۱۳۷۹ کال د کب په ۲۱مه په بامیان ولایت کې د بودا دوه سترې مجسمې چې یوې یې ۵۵ او بلې یې ۳۵ متره لوړوالی درلود ونړولې چې دا کار یې د نړیوالو له پراخ مخالفت سره مخ شو.  په بامیان ولایت کې"له بودا سره شپه"... Читать дальше...

۲۰۹ شاهین قول اردو: فاریاب کې ۹ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکي په فاریاب ولایت کې د ۹ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي.  د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه اعلامیه کې چې نن خپره شوې راغلي چې دغه وسله وال تېره ورځ د فاریاب په المار ولسوالۍ کې د دوو هوایي هدفي بریدونو په نتیجه کې وژل شوي دي.   اعلامیه وایي، دا بریدونه هغه سیمه کې شوي چې طالبان په کې راټول شوي وو  چې په نتیجه کې ۱۵ نور طالبان ټپیان شوي او یوه اندازه وسلې او جنګي امکانات یې له منځه تللي دي.  وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د جرمني د فوټبال ملي لوبډلې سر روزنکي 'ویو اخیم لوو' استعفا کړې

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د فوټبال ملي لوبډلې سر روزنکي 'ویو اخیم لوو' د اروپا جام له سیالیو وروسته له خپلې دندې استعفا ورکړه. دغه ۶۱ کلن روزنکي له ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسې د لوبډلې د لارښود په توګه دنده پرمخ وړله. نوموړي د جرمني له فوټبال لوبډلې سره تر ۲۰۲۲ میلادي کال پورې قرارداد درلود، خو دغه فدارسیون ورسره هوکړه کړې چې له لوبډلې سره یې همکاري ژر پای ته ورسېږي. نوموړي د خپلې استعفا په اړه تراوسه هېڅ هم نه دي ویلي.



کابل کې د 'ګوهرشاد جام' ښځینه بایسکل چلوونې سیالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

نن د چهارشنبې (د کب ۲۰مه) په کابل کې 'ګوهرشاد جام' د ښځینه بایسکل چلوونې دوهم پړاو سیالۍ پيل شوې. د بایسکل چلوونې فدارسیون رئیس فضل احمد فضلي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغو سیالیو کې د کابل، هرات، بلخ او پروان ولایتونو شااوخوا ۴۰ لوبغاړو ګډون کړی. د ښاغلي فضلي په خبره، دغه سیالۍ د ملي المپیک کمېټې له ودانۍتر پغمان ولسوالۍ واټن کې وې. د نوموړي په خبره، له دغو سیالیو هدف له هېواده بهر سیالیو کې د ښځینه لوبغاړو لوبېدو ته چمتوالی دی. د سیالیو په پای کې یولداز هاشمي لومړی، فریبا دوهم او افسانې درېیم مقامونه خپل کړل.

کابل کې د رسنیو د فوټسال جام سیالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

په کابل نن چهارشنبه (د کب ۲۰مه) د رسنیو د فوټسال جام سیالۍ پیل شوې. د افغانستان د فوټبال فدارسیون ویاند فېروز مشعوف ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د کب د ۲۷مې د خبریالانو ورځې په مناسبت د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال فدارسیون په جمنازیوم کې پیل شوې. د ښاغلي مشعوف په خبره دغه سیالۍ به۷ ورځې دوام ولري چې د فوټبال  فدارسیون نشراتو، موبي ګروپ، هرات خبریالان، د ۳ سپورټ، تمدن، راه فردا، افغانستان او خورشید ټلوېزیون لوبډلو ګډون کړی چې په دوو ګروپونو کې به څلور لوبډلې په خپلو کې سیالۍ کوي. د نوموړي په... Читать дальше...

سیګار افغانستان کې ۸ برخې یادې کړي چې له لوړ ګواښ سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

د ناامنۍ زیاتېدل، د سولې وروسته د جوړ جاړي لپاره نامعلومه ملاتړ، د وسله‌والو ادغام، پراخ اداري فساد، د اقتصادي او ټولنیزې ودې کموالی، د نشه‌يي توکو قاچاق، د ښځو حقونو ته ور پېښ ګواښ او نا سمه څارنه، هغه اته برخې دي چې سیګار په خپل تازه راپور کې له خطر سره مخ بللي. د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې دې راپور کې چې نن د مارچ په لسمه خپور شو، نا امني د افغانستان لپاره تر ټولو لوی ګواښ یاد کړی او زیاتوي، طالبانو د جګړې تکتیک بدل کړی، تاوتریخوالی زیات شوی او ترڅنګ یې د داعش او القاعده اندېښنه هم پر خپل ځای پاتې ده. Читать дальше...

ارزګان کې کډوال وايي، په نوم راغلې مرستې دوی ته نه ورکول کېږي

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان مرکز ترینکوټ له زرګونو هغو کورنیو ډک دی چې په شااو خوا ولسوالیو کې له جګړو راتښتیدلي دي. دوی چې ډېری یې په خراب وضعیت کې ژوند کوي وايي، ورسره کیدونکې مرستې ځايي چارواکي تر دوی نه رسوي. ترینکوټ کې له جګړو رابې ځاي شوي کورنۍ ادعا کوي چې په نوم راغلي مرستې يې مسولین پر خپلو خپلوانو او یا هم پر هغه چا ویشي چې زور او زر لري. شاه محمد او نجیب الله وايي، د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ جګړو اړ ایستل چې خپلې کورنۍ يې مرکز ترینکوټ ته راانتقال کړي، ازادي راډیو ته وویل: "هېچا ته یې کوم څه نه... Читать дальше...

ایرانۍ تکواندوکاره مډال ګتونکې د مهاجرت تر بیرغ لاندې سیالۍ کوي

Pa.azadiradio.com 

ایرانۍ تکواندو کاره کیمیا علیزاده چې د ۲۰۱۶ میلادي کال المپیک سیالیو کې د برونزو مډال ترلاسه کړ. نوموړې تمه لري چې سږکال به د سپین بیرغ لاندې د کډوالې لوبغاړې په توګه په المپیک کې برخه واخلي. هغه وايي چې دې خپل هېواد پریښود او المان کې یې پناه واخېسته، ځکه چې د ایران حکومت "د تبلیغاتو د وسیلې په توګه " استفاده کوله. ​ نور په دې ویډیويي راپور کې وګورئ او خپلو ملګرو سره یې هم شریک کړئ:

امریکا کې یو څیړنیز بنسټ: چین د ایغوریانو "دوامداره نسل وژنه" کوي

Pa.azadiradio.com 

چین کې له ایغوریانو سره د چارواکو د چلند په تړاو د 'ستراتیژۍ او پالیسې لپاره د نیوزلاینز انسټیټیوټ' تازه راپور د دوی خپلواک تحلیل یاد شوی دی.  د دغه انسټیټیوټ مرکز په واشنګټن کې دی او پرون یې په خپل راپور کې وویل چې چین د ایغور توکمو او نورو لږکیو چې اکثره یې مسلمانان دي، دوامداره نسل وژنه کوي.   په راپور کې د چین د حکومت هغو کړنو ته اشاره شوې چې له څه باندې یو میلیون ایغوریانو او نورو لږکیو سره یې په لویدیځ ایالت شینجیانګ کې د  اجباري کارونو د کمپونو دننه کوي.   چین بیا وایي، په دغو کمپونو... Читать дальше...

سږ میدان وردګو کې له ۳۱ ټنو زیات ګبین تولید شوي

Pa.azadiradio.com 

سږکال په میدان وردګو ولایت کې له ۳۱ ټنو زیات ګبین(شات) تولید شوي دي. د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس ولید احمد تسل وايي چې دغه ولایت کې د شاتو مچیو ۱۶۱ کوچني او لوی فارمونه موجود دي. د ښاغلي تسل په خبره، دوی د شاتو مچیو روزنې صنعت د پراخېدو او د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په پار د شاتو مچیو روزنکو سره په ګډه هڅې کوي، څو دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې صنعت ته نور هم وده او پراختیا ورکړي. د نوموړي په خبره په میدان وردګو ولایت کې د یوه کیلو شاتو بیه له ۳۰۰ تر ۵۰۰ افغانیو پورې ده. د میدان وردګو... Читать дальше...

مالیې وزارت: ۲ اوونیو کې ۵ میلیارده ۵۴۴ میلیونه افغانۍ عواید ټول شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د روان مالي کال د کب میاشتې په لومړیو دوو اوونیو کې يې ۵ میلیارده ۵۴۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د دغه وزارت له لوري رسنیو ته په استولي شوي پیغام کې راغلي چې له دې شمېر ۶۱۴ میلیونه افغانۍ له مستوفیتونو، یو میلیارده ۳۴۶ میلیونه له مالیاتي عوایدو، ۸۰۱ میلیونه افغانۍ له غیرمالیاتي عواېدو او ۲ میلیارده ۷۸۲ میلیونه افغانۍ له ګمرکونو څخه تر لاسه شوي دي. د مالیې وزارت چارواکي وايي چې د روان مالي کال له پیله د کب میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې يې عوايد ۲۹ میلیارده ۴۵۰ میلیونه افغانۍ شوي دي.

پر غزني ښار راکټي بریدونه شوي 

Pa.azadiradio.com 

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو نن چهارشنبه (د کب ۲۰مه) سهار وختي پر غزني ښار دوه مزائیله توغولي دي.  د امنیه قوماندانۍ ویاند سردارولي تبسم د چهارشنبې ورځ رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، دغه مرمۍ له ناڅرګند لوري نن سهار شپږنیمې بجې توغول شوي دي.  ښاغلی تبسم زیاتوي: "وسله والو مخالفینو له خوا دوه فیره مزائیل مرمۍ د ملکي خلکو د وژنې په موخه فیر کړي وو، د دوهمې امنیتي حوزې اړوندو سیمه کې لګېدلې او انفجار یې کړی دی، له نېکه مرغه چاته په کې کوم زیان نه دی اوښتی."  د دولت وسله والو مخالفینو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

"د مسکو غونډې په اړه روسیې سره د افغان حکومت نظرونه شریک کړه"

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر کابل کې د روسیې سفیر ته ویلي، ژر به د مسکو د جوړېدونکې غونډې په اړه د افغان حکومت نظر له روسیې سره شریک کړي.  د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي اتمر دا خبره پرون سې شنبه(د کب ۱۹مه) کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف سره د کتنې پر مهال وکړه.  د خبرپاڼې له مخې افغان لوري د سولې د ټینګښت په هدف د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په پیاوړتیا کې د روسیې ونډه مهمه بللې.  خپله ښاغلی اتمر تېره اوونۍ په یوه څلور ورځني سفر روسیې ته هم تللی و.  ... Читать дальше...

پنټاګون ۲ میاشتې نور هم ۲۳۰۰ سرتیري د کانګرس خوندیتوب ته ساتي

Pa.azadiradio.com 

پنټاګون به د دوو نورو میاشتو لپاره هم د ملي ګارد ۲۳۰۰ سرتیري په واشنګټن کې د کانګرس د ودانۍ د خوندیتوب لپاره وساتي.  پنټاګون پرون (د مارچ په نهمه) وویل چې د دفاع وزیر لوېډ اسټن ( Lloyd Austin) په دې اړه د کانګرس د پولیسو هغه غوښتنه ومنله چې ویلي یې و،  د مې تر ۲۳مې پورې دې د ملي ګارد دا شمېر سرتیري واشنګټن کې پاتې شي.  دا د ملي ګارد د هغو ۵۲۰۰ سرتیرو نیمایي برخه ده چې د کپیټول یا ګانګرس ودانۍ د ساتنې لپاره ګمارل شوي دي.  پنټاګون ویلي، راتلونکو اونیو کې د کانګرس له پولیسو سره په همغږۍ کې شرایطو... Читать дальше...


Музыкальные новости
Ольга Бузова

Новосибирский блогер Дава и Ольга Бузова снова могут быть вместе





Rss.plus
Сергей Собянин

Собянин: Уникальные сервисы в центре "Профессии будущего" упрощают поиск работы




Синяя разметка появилась почти на 150 улицах Москвы

COMvex 2024: российское машиностроение заменяется китайским

Депутат парламента Молдавии назвала задержание Лунгу попыткой запугать оппозицию

История пациентки. Как избавиться от геморроя и не мучиться от боли?




له بودا سره شپه، په بامیانو کې فرهنګي پروګرام

Pa.azadiradio.com 

په بامیانو کې د بودا مجسمو د تخریب د شلمې کلیزې په مناسبت، له بودا سره د هنري او فرهنګي شپې په نوم پروګرام، په بامیانو کې د بودا مجسو ویجاړول د پیړۍ د تر ټولو لوی جرم په توګه یاد کړ. سږکال د بودا مجسمو د تخریب د شلمې کلیزې په مناسبت افغان فرهنګیانو د هېواد د کلتوري میراث د ویجاړېدو د عاملینو د پیژندلو او سزا ورکولو غوښتنه وکړه. نور په دې راپور کې وګورئ.

راپور: چین د ایغوریانو "دوامداره نسل وژنه" کوي

Pa.azadiradio.com 

یو تازه تحلیلي راپور وایي چې د چین حکومت د ایغوریانو "دوامداره نسل وژنه" کوي. دغه راپور په واشګټن کې (د سټراتیژي او پالیسۍ لپاره د نیوزلاینز انسټیټیوټ) له خوا پرون خپور شوی او په کې راغلي چې چین د نسل وژنې د مخنیوي په تړاو د ملګرو ملتونو د کنوانسیون ټولې برخې نقض کړې دي.  له دې وړاندې هم د چین هغه اقدامات غندل شوي چې له څه باندې یو میلیون ایغوریانو او نورو لږکیو سره چې اکثره یې مسلمانان دي، په لویدیځ ایالت شینجیانګ کې د کمپونو دننه کوي. چین بیا وایي، دغو کمپونو کې د ترهګرۍ ضد روزنیز پروګرامونه مخته وړي. Читать дальше...

مسیر: د انتقالي حکومت طرحې پر وړاندې افغان چارواکي نه پوهېږي چې څه وکړي؟

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ځینو ورځپاڼو په خپلو نننيو ګڼو کې د افغان سولې بهیر، په ترکیه کې د جوړېدونکې سولې ناستې او د امریکا له خوا افغان چارواکو ته د لیک د استولو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي. هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې لیکي، د دوحې د بین الافغاني مذاکراتو فرصت د سولې لپاره معنادار نه و، د دواړو لورو ترمنځ د نظر ژور اختلافاتو موجود و، نو ځکه هم له لاسه ووت. په سرمقاله کې راغلي، اوس چې نړیوالې ټولنې د افغان سولې بهیر د چټکتیا لپاره تازه هڅې پیل کړي، نو یو بل تاریخي فرصت ترلاسه شوی چې باید له لاسه ونه وځي. ... Читать дальше...

شبرغان کې د افغانستان د ترکمنانو لومړنۍ خصوصي راډیو فعاله شوه

Pa.azadiradio.com 

د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې د افغانستان د ترکمنانو لومړنۍ خصوصي راډیو فعالیت پیل کړ. د دې راډیو د امتیاز خاوند عبدالبشیر حکیمي د سې شنبې (د کب ۱۹مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغې ترکمني سیمه ییزې راډیو خپلې خپرونې سر له سې شنبې د (اېف اېم ۹۲/۹) پر څپو پیل او هره ورځ به د سهار له شپږو بجو د ماښام تر لسو بجو په ترکمني او نورو رسمي ژبو خپرونو ته دوام ورکړي. ښاغلي حکیمي زیاته کړه: "په جوزجان ولایت کې د فرهنګیانو په همکارۍ او هڅو مو دا پریکړه وکړه چې په ترکمني ژبه یوه سیمه ییزه راډیو جوړه... Читать дальше...

کرکټ؛ ابوظبۍ کې افغانستان-زیمبابوې ټېسټ لوبه پیلوي

Pa.azadiradio.com 

نن چهارشنبه (د کب ۲۰مه) د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د زیمبابوې له لوبډلې سره په متحد عربي اماراتو کې ټېسټ لوبه پیلوي. دا لوبه په ابوظبۍ کې ده او تېره اوونۍ د دغو دوو لوبډلو ترمنځ لومړی ټېسټ زیمبابوې د لس ویکټو په توپیر ګټلی و. په تېره لوبه کې د افغانستان او نړۍ پيژندل شوی توپ اچوونکی راشد خان د ګوتې د ټپي کېدو له امله په لوبه کې برخه نه وه اخېستې.

میامي هرالډ: د امریکا بهرنیو چارو وزیر د لیک لحن د افغان سیاستوالو انتقاد پارولی

Pa.azadiradio.com 

میامي هرالډ (Miami Herald) امریکایۍ ورځپاڼې میامي هرالډ، افغان حکومتي مشرانو ته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن د لیک په باب لیکنه خپره کړې چې د دوشنبې په ورځ‌یې د افغان سیاستوالو غوسه وپاروله. د ورځپاڼې په لیکنه دغه لیک چې د افغانستان د سولې پروسې د چټکتیا په هدف ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته لېږل شوی او په هغه کې د ملګرو ملتونو په مرسته د یوه کنفرانس د جوړولو وړاندیز هم شوی دی، د لیک لحن د سیاستوالو انتقاد پارولی دی. د امریکا... Читать дальше...



Москва

В Подмосковье сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого в краже товаров из магазина


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: В июне в Москве пройдет цикл мероприятий для собак и их владельцев



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Элджей

Члены «Русской общины» хотят отменить концерт Элджея в Новосибирске




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

ЦСКА разорвал дистанцию // Армейцы увеличили преимущество в финальной серии Единой лиги ВТБ

При поддержке MR Group прошел полумарафон «ЗаБег.РФ»

Сергей Собянин. Главное за день


Елена Рыбакина

В России отреагировали на "скрытую баранку" и достижение Рыбакиной на Ролан Гаррос



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Архангельск

Прокуратура Архангельской области и Ненецкого автономного округа 31 мая 2024 года в г. Нарьян-Мар проведет прием граждан и «Горячую линию» по вопросам защиты прав и законных интересов несовершеннолетних



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России