Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Март
2021

Новости за 31.03.2021

د نارنج ګل ميلې جنب و جوش سږ کال کم ساری و

Pa.azadiradio.com 

که څه هم جلال اباد ښار دا شپې، ورځې په يو نا امنه ښار بدل شوی او همدا يرون ورځ د پوليو واکسين درې ښځينه واکسيناتورانې په ډزو په کې ووژل شوې خو ماښام همدا ورځ بيا دا ښار د نارنج ګل مېلې او دوديزې مشاعرې کوربه و. په دې راپور کې تاسې دې ميلې ته ورولو

د جګړو له امله وير؛ کندز کې یو شمېر کونډې له جدي ستونزو سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

په کندز ولایت کې هغه شمېر ښځو چې د خپل د کورنۍ نفقه ګټونکي یې په جګړو کې له لاسه ورکړي دي، وايي چې اوس دوی له جدي ستونزو سره مخامخ دي. دغه ښځې وايي چې اوس دوی د خلکو په کورونو کې کار کوي چې د خپلو ماشومانو نسونه ماړه کړي. د ۵۰ کلنې مریم مېړه پنځه کاله وړاندې د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې وژل شوی دی. نوموړې اوس له خپل ۷ کوچنیانو سره د کندز ښار د خان اباد بندر سیمه کې په یوه زاړه کور کې ژوند کوي. دا وايي: "زه کلیو ته ځم هلته چې خلک د ونو ښاخونه پرې... Читать дальше...

ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین کمپاین ودرول شو

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د درېیو ښځینه واکسیناتورانو له وژل کېدو وروسته په دغه ولایت کې د پولیو ضد کمپاین درول شوی دی. د عامې روغتیا وزارت د پولیو د مخنیوي پروګرام د عامه اړیکو مسؤل میر جان راسخ د دې خبرې د کولو ترڅنګ ازادي راډیو ته وویل چې سبا به دا کمپاین بېرته پیل شي. په همدې منځ کې د وژل شویو واکسیناتورانو سمینې، نګینې او بصیرې خپلوانو له حکومت څخه د دوی د عزیزانو د قاتلانو د نیولو او د خلکو امنیت ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.



ننګرهار کې د وژل شویو ښځینه واکسیناتورانو کورنۍ عدالت غواړي

Pa.azadiradio.com 

‎په ننګرهار ولایت کې د وژل شویو ښځینه واکسیناتورانو کورنۍ د عدالت غوښتونکي دي. ‎دوی وایي د خپلو کورنیو د نورو غړو په اړه هم اندېښمن دي او په خبره‌یې حکومت‌یې باید امنیت ته جدي پام وکړي. ‎سمینه، نګینه او بصیره درې تنه هغه ښځینه واسکیناتورانې وې چې پرون له غرمې مخکې د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې په دوو بېلابېلو وسله‌والو حملو کې ووژل شوې. ۲۲ کلنه سمینه یو کال وړاندې واده شوې وه، په درالمعلین کې له زده‌کړو وروسته‌یې قابلګي لوستې وه او تازه‌یې په رضاکاره توګه د پولیو واکسین د تطبیق کمپاین... Читать дальше...

خوست کې پر پوځي اډه د طالبانو راکټي برید به د دوحې تړون ته زیان ورسوي؟

Pa.azadiradio.com 

د خوست امنیتي چارواکي وايي، طالبانو پرون مازدیګر څلور بجې د خوست ښار جنوب ختیځه څنډه کې د بهرنیو ځواکونو په پوځي اډه راکټي حمله کړې ده. د خوست امنیه قوماندان محمد داود امین ازادي راډيو ته وویل، دوه راکېټونه توغول شوي چې یو یې اډې ته نږدې په یو کور لګېدلی چې مالي زیان هم لري او بل‌یې په پټیو کې لګېدلی چې هېڅ زیان نه‌لري. ښاغلی امین زیاتوي: "په کمپ حمله شوې ده، خو راکټونه په کمپ نه‌دي لګېدلي، بلکې دباندې لګېدلي، نور تلفات نه‌لري، خو کور ته مالي زیان اوښتی، اډې ته هېڅ مالي او ځاني زیان نه‌دی اوښتی."... Читать дальше...

ایسلنډ د ښځو او نارینه‌وو د مساوات په برخه کې تر ټولو ښه هېواد وبلل شو

Pa.azadiradio.com 

د ښځو او نارینه‌وو د برابرۍ په اړه د نړۍ د اقتصادي ټولنې یا فورم په کالني راپور کې د افغانستان په شمول د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ د مساوات په برخه کې د ۱۵۶ هېوادونو اقدامات څېړل شوي دي.  په دې راپور کې په اقتصاد، تعلیم، روغتیا او سیاسي چارو کې د ګډون په برخو کې د ښځو د رول په اړه رسمي معلومات او دغه‌راز د ښځو د ودې په لاره کې د خنډونو په لیرې کولو کې د بېلابېلو هېوادونو پرمختګ ارزول شوی دی.  ایسلنډ د تېرو کلونو په شان د ښځو او نارینه‌وو د مساوات په برخه کې تر ټولو ښه هېواد بلل شوی.  فنلنډ، ناروې،... Читать дальше...

خوست کې د ښوونکو کمښت او د ښوونځیو د تړل کېدو ګواښ

Pa.azadiradio.com 

د خوست د پوهنې ریاست چارواکي، د ولایتي شورا غړي او د ښوونځيو مدیران وايي، که د روان ښوونیز کال لپاره په دې ولایت کې د ښوونکو کمبود پوره نه شي، نو د ښوونځیو دروازې به وتړل شي. دوی نن د چهارشنبې (د وري ۱۱مه) په ورځ په یوه خبري ناسته کې غوښتنه وکړه چې د دې ولایت د ښوونځیو او زده کوونکو شمېر ته په کتو دې، خوست ته د ۲نیم زره نویو ښوونکو د ګومارنې لپاره تشکیل ورکړل شي. د کنفرانس ویناوالو دا هم وویل، داسې ښوونځي شته چې له ۲ رزه ډېر زده کوونکي او پنځوس شعبې لري، خو هغې لپاره یوازې ۴ رسمي ښوونکي لري.... Читать дальше...

کرکټ؛ د نیوزیلنډ ښځينه لوبډلې اسټراليا ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د نیوزیلنډ ښځينه لوبډلې په دوهمه نړيواله شل اووره لوبه کې د اسټراليا ښځينه لوبډلې ته ماتې ورکړه. په دې سره د دواړو لوبډلو ترمنځ روانه لوبلړۍ ١-١ مساوي شوه. په دې لوبه کې پچه نیوزيلنډ لوبډلې وګټله او لومړى يې اسټراليا ته د توپوهنې بلنه ورکړه. اسټراليا ښځينه لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اوورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٩ منډې وکړې. د نيوزيلنډ لوبډلې ټاکل شوی هدف د ٦ لوبغاړو په سوځېدو پوره او لوبه يې د ٤ لوبغاړو په شتون کې وګټله. د لوبې غوره لوبغاړې فرانسس ماکي وټاکل شوه. د یادونې وړ ده چې له دې... Читать дальше...



لغمان کې د یوه واورین پړانګ د ښکار او خوشې کولو موضوع لانجمنه شوې

Pa.azadiradio.com 

په لغمان ولایت کې د یو واورین پړانګ د ښکار او خوشې کولو موضوع د سيمې د اوسېدونکو او مسوولينو تر منځ لانجمنه شوې او د ښکار کوونکو له خوا يوه مشروطه غوښتنه مطرح شوې ده. خو سیمه ییز چارواکي بیا وايي چې دوی قانون نقض کړی. د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ د" سامي درې" یو شمېر اوسېدونکي وايي چې یاد پړانګ د دوی ۳۵ وزې خوړلي او حکومت باید دوی ته تاوان ورکړي. د دوی له ډلې مومن خان ازادي راډيو ته وویل: "دغه پړانګ زموږ ۳۵ وزې خوړلي، تر هغې چې موږ خپل تاوان وانه خلو، چمتو نه یو چې دغه پړانګ ازاد کړو، دولت... Читать дальше...

چارواکي: طالبانو د تندر قول اردو د سرحدي لوا درستیزوال وژلی

Pa.azadiradio.com 

پکتیا کې د تندر قول اردو چارواکي وايي، د دې قول اردو د سرحدي لوا درستیزوال د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.  په پکتیا کې د تندر قول اردو ویاند ایمل مومند ازادي راډیو ته وویل، د دوهمې سرحدي لوا درستیزوال ډګروال فریدون فیاض له کابله پکتیا ته روان و چې نن چهارشنبه (د وري ۱۱مه) تر غرمې وړاندې د لوګر ولایت خضر بازار کې پرې حمله وشوه.  تراوسه پورې د دولت وسله والو مخالفانو د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

ملي امنیت خوست او پکتیکا کې د حقاني شبکې او طالبانو مهم غړي وژلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ملي امنیت په خوست کې د حقاني شبکې او طالبانو د ۱۷ مهمو غړو د وژل کېدو خبر ورکړ. د ملي امنیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د وسله والو مخالفینو پرضد دغه عملیات د خوست په صبریو، ځاځي میدان او باک ولسوالیو کې ترسره شول. د اعلامیې په وینا په وژل شوېو وسله والو کې د حقاني شبکې مهم قوماندان سبیل حمیدي هم شامل دی. په اعلامیه کې دغه شان لیکل شوي چې دې عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو مهم مرکزونه له منځه یوړل شول او زیات شمېر سپکې او درنې وسلې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو لاسونو ته ورغلي. Читать дальше...

د افغان سولې په اړه د استانبول غونډه؛ امریکايي او ترکي چارواکو پرې بحثونه کړي

Pa.azadiradio.com 

امریکايي او ترکي چارواکو په استانبول کې د افغانستان د سولې په اړه د کېدونکې غونډې د اجنډا، نېټې او موخو په اړه بحث کړی. دا بحثونه ترکیې ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي د څلور ورځني سفر پر مهال شوي دي. په ترکیه کې د امریکا سفارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي: "خلیل‌زاد له ترکي چارواکو سره هوکړه کړې چې د استانبول غونډه د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت او د نړیوالې ټولنې د لوړپوړو چارواکو په ملاتړ، د افغانستان د سولې بهیر د پیاوړتیا او ګړندي کولو لپاره غوره لار ده. " خبرپاڼه... Читать дальше...

د ارزګان والي: ۳ لوی سربندونه جوړیږي او د ارزګان-کندهار ۲۶ کیلو متره سړک رغېږي

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، سږ کال مرکزي ادارې ورته یو شمېر لويې او وړې پروژې منظورې کړي چې په پلي کېدو سره به یې د دې ولایت د خلکو په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې د پام وړ بدلونونه راشي. د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد ازادي راډيو ته وویل، دې پروژو کې درې لوی سربندونه او د ارزګان-کندهار د لويې لارې رغول دي. ښاغلي شېرزاد زیاته کړه:" د ارزګان کندهار ترمنځ د ۲۶ کیلومتره سړک رغول دې پروژه کې شامل دي چې څه باندې یو میلیارد افغانۍ لګښت پرې راځي. د سراوې بند په څلويښت میلونه افغانیو رغیږي، همدارنګه... Читать дальше...

د صنعت او سوداګرۍ افغان وزیر د تاجکستان له یو شمېر وزیرانو سره ولیدل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د تاجکستان د اقتصادي پراختیا، سوداګرۍ، صنعت او ټکنالوژۍ له وزیرانو سره وکتل. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي نن چهارشنبه (د وري ۱۱مه) ازادي راډیو ته وویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني د اسیا زړه "استانبول پروسې" په کنفرانس کې د ګډون لپاره تاجيکستان ته سفر کړی دی. نوموړي وویل چې د دې سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي اړېکو پر پراختیا، د سوداګریزو اړېکو اسانتیاوو، تاجیکستان ته د افغاني محصولاتو صادراتو پر... Читать дальше...

د کندهار صنعتي ښارګوټي کې د ممیزو د پروسس فابریکه پرانېستل شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې وزیر له خوا د کندهار په صنعتي ښارګوټي کې د ممیزو د پروسس فابریکه پرانېستل شوه. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن چهارشنبې(د وري ۱۱مه) ازادي راډیو ته وویل چې د کندهار په صنعتي ښارګوټي کې د ۲۴میلیونو افغانیو په لګښت چې د کرنې وزارت له خوا ورکول کېږي د ممیزو د پروسس فابرېکه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه. نوموړي زياته کړه چې د دې فابريکې د جوړولو موخه بهرنيو هېوادونو ته په لوړ کيفيت د مميزو صادرول دي. ښاغلي رستمي وويل چې کندهار د انګورو له لويو توليدوونکو... Читать дальше...

له راتلونکو وباوو سره د مقابلې لپاره د نړیوال پلان ملاتړ!

Pa.azadiradio.com 

د ۲۲ هېوادونو مشرانو له اروپايي اتحادیې او د روغتیا له نړیوال سازمان سره یوځای له راتلونکو وباوو سره د مقابلې لپاره د یوه نړیوال پلان ملاتړ وکړ.  د دې پلان پر طرحې چې پرون سې شنبه(د وري ۱۰مه) خپره شوه، د جرمني صدراعظمې انګېلامیرکل، د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن، د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون او همدا راز د جنوبي افریقا او جنوبي کوریا ولسمشرانو لاسلیکونه کړي دي.  دوی ویلي، باور لري چې ملتونه باید یوه داسې نړیوال تړون ته د رسېدو لپاره هلې ځلې وکړي چې له وباوو سره مقابلې ته چمتووالی ولري.

طالبان وايي خوست کې یې د امریکايي پوځیانو پر اډې توغندي ویشتي

Pa.azadiradio.com 

وسله وال طالبان وايي، د خوست ولایت په زاړه هوايي ډګر کې یې د امریکايي پوځیانو پر اډې دوه توغندي ویشتي دي.  په خوست کې د 'کې.پي.اېف' په نوم ځواک چې د امریکايي پوځیانو له ملاتړه برخمنه ملېشه ده، تایید کړه چې طالبانو د ائتلافي ځواکونو د مرکز په لور توغندي ویشتي خو د خلکو پر کورونو لګېدلي دي.  د دې برید په نتیجه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

افغان ولسمشر: د انتخاباتو په صورت کې حاضر یم چې واک پرېږدم

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي، د انتخاباتو په صورت کې حاضر دی چې واک پرېږدي.  ده چې پرون په دوشنبې ښار کې په افغانستان کې د سولې او امنیت لپاره د اسیا زړه په نهم کنفرانس کې د سولې لپاره د خپل پلان په اړه خبرې کولې، وویل باید لومړی انتخابات وشي.  ولسمشرغني دا هم وویل چې څومره چې ممکنه وي په هماغه اندازه د ژر انتخابات د کېدو ملاتړ کوي.  مخکې د افغانستان په ولسمشرۍ کې ځینو سرچینو ویلي و چې ولسمشرغني په ۶ میاشتو کې انتخاباتو ته تیار دی.

ایمبر: ۲۰۲۰ کې د لمریزې او بادي انرژۍ تولید ۱۵ سلنه زیات و

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا ایمبر موسسه چې له کلونو راهیسې په نړۍ کې له سکرو څخه د لږ تر لږه کار اخېستو لپاره هلې ځلې کوي، په خپل کلني راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د ۲۰۱۹ میلادي کال پرتله د لمریزې او بادي انرژۍ تولید په سلو کې ۱۵ زیات شوی دی.   له نویو کېدونکو یا تجدیدېدونکو سرچینو د برېښنا تولید تېر کال ۳۱۴ تیراواټ ساعته زیات شوی چې د نړۍ د یوه لوی هېواد د ټولې انرژۍ له مصرف سره برابرېږي.  د دې راپور له مخې، تېرکال د نړۍ کابو په سلو کې ۱۰ برېښنا لمریزه یا بادي وه چې دا د ۲۰۱۵ میلادي کال پرتله په سلو کې څه باندې دوه برابره ده.


Музыкальные новости
Валерий Гергиев

Василий Анохин, Герман Греф и Валерий Гергиев приняли участие в открытии мультимедийного фонтана в Смоленске





Rss.plus
Арцах

Дело об избиении в Московской области азербайджанцем молотком участника СВО расследуют повторно




Глава СКР Бастрыкин запросил доклад об оскорблении таксистом участников СВО

Перспективы международного туризма засияли над рекой Туманной

Молодой картофель с отечественных полей заменит поставки Египта

В Перми в Камской долине построят аквапарк в рамках комплексного развития территории




د پیسو نړیوال صندوق د سږ او ۲۰۲۲ لپاره خپلې وړاندوینې زیاتوي

Pa.azadiradio.com 

د پیسو نړیوال صندوق پرون سې شنبه(د وري ۱۰مه) اعلان وکړ چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ میلادي کلونو کې به د نړۍ د اقتصادي ودې د شرحې په اړه خپلې وړاندوینې زیاتې کړي.  د دې صندوق رئیسې کریستالینا جورجیوا په عین حال کې وویل چې د نړۍ اقتصادي وضعیت لاهم بې ثباته دی.  ټاکل شوې ده چې د نړۍ د اقتصادي لرلید په اړه د پیسو د نړیوال صندوق راپور راتلونکې اوونۍ خپور شي.  اغلې جورجیوا وايي، له کرونا وبا او د هغې له عواقبو سره د مقابلې لپاره د حکومتونو د ۱۶ تریلیونه ډالره مالي ملاتړ له کبله د نړۍ له اقتصاد سره مرسته شوې،... Читать дальше...

غزني چارواکي: وسله والو یو ملکي کس وژلی

Pa.azadiradio.com 

چارواکي وايي نن سهار په غزني ښار کې یو ملکي کس وسله والو وژلی دی.  د امنیه قوماندانۍ ویاند فهیم امرخېل د چهارشنبې په ورځ د (وري ۱۱مه) ازادي راډیو ته وویل: "نن سهار شاوخوا لس بجې د غزني ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په فرخي څلور لارې ته نږدې یو کس ملکي وګړی چې لاسي کراچۍ یې چلوله او ځان ته به یې یوه ګوله حلاله روزي پیدا کوله، د وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی."  د امرخېل په خبره، د پېښې په تړاو د پولیسو څېړنې روانې دي.  وسله والو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

چارواکي: د سرپل د سیمه ییزې اردو د ټولي قوماندان ووژل شو 

Pa.azadiradio.com 

نن چهارشنبه (د وري ۱۱مه) د سرپل ولایت د سیمه ییزې اردو د ټولي قوماندان ووژل شو.  د سرپل امنیه قوماندان فقیر محمد جوزجاني ازادي راډیو ته وویل، د سیمه ییزې اردو د ټولې قوماندان حبیب میرزا اولنګي سهار وختي له صیاد ولسوالۍ څخه د ولایت مرکز ته روان و چې په لاره کې یې ماین پرې وچاودېده.  د امنیه قوماندان په وینا په دې پېښه کې د سیمه ییزې اردو د ټولي د قوماندان ترڅنګ یو سرتېری هم وژل شوی دی.  له دې جلا د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي چې نامعلومو وسله والو د دې ولایت د کوهستان د لومړۍ حصې ولسوالۍ د امنیت مرستیال او د هغه د ترور زوی وژلي دي.

امریکا: غیر لازمي ډیپلوماټان دې خپلو کورنیو سره له برما راووځي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتونو په برما یا میانمار کې خپلو ټولو غیر لازمي یا 'Non Essential' ډیپلوماټانو ته امر کړی چې له کورنیو سره یوځای له هغه هېواد راووځي.  په برما کې د کودتا ضد مظاهره چیانو پر وړاندې د پوځي حکومت فشارونه ورځ تر بلې زیات شوي دي.  د فبرورۍ د لومړۍ کودتا راهیسې چې په کې پوځ د انګ سان سوچي منتخب حکومت ړنګ کړ او واک یې په لاس کې واخېست په برما کې د ډیموکراسۍ د ټينګښت په پلوۍ مظاهرې روانې دي.   سوچي او د دولت پخواني لوړپوړي چارواکي زنداني شوي دي.  د مظاهره چیانو د ځپلو په نتیجه... Читать дальше...

نارنج ګل مشاعره کې د سولې د ټینګښت په پلوۍ ګڼ شعرونه وویل شول

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد تېره شپه (د وري ۱۰مه) د نارنج ګل دودیزې مېلې او مشاعرې کوربه و.  دا د نارنج ګل ۵۶ دوره وه چې د پاچا خان په مزار کې په نوې بڼه ترسره شوه.   په مشاعره کې د افغانستان د بېلابېلو سیمو او پښتونخوا شاعرانو، د خلکو استازیو او فرهنګیانو ګډون کړی وو.  د افغانستان د اوسنیو حالاتو په تېره بیا د سولې د ټینګښت په پلوۍ هم ګڼ شعرونه وویل شول.



Москва

Два дня, наполненных театром, музыкой, книгами и наукой, — в Парке Горького во 2-й раз прошел Московский детский фестиваль искусств «НЕБО»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Городские вокзалы объединяют маршруты



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Виктор Цой

Полина Гагарина назвала себя жертвой конфликта из-за песни Цоя




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Дмитрий Вязьмикин – тренер по индивидуальной подготовке молодежного футбола «Локо»

Генпрокуратура потребовала передать государству велотрек с Олимпиады-80

Баскетболисты из Лобни завоевали золото на турнире Moscow Open


Ролан Гаррос

Теннисист Джокович побил рекорд Федерера по победам на турнирах "Большого шлема"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Два дня, наполненных театром, музыкой, книгами и наукой, — в Парке Горького во 2-й раз прошел Московский детский фестиваль искусств «НЕБО»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России