ملي امنیت: پر سرور دانش د برید پلانوونکې ۹کسیزه ډله نیول شوې
د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج وايي، هغه ۹ کسیزه ډله یې نیولي چې د افغانستان د جمهور رئیس په دوهم مرستیال یې د برید پلان درلود. نوموړي نن شنبه (د غويي ۴مه) په کابل کې د امنیتي او دفاعي چارواکو په ګډه خبري ناسته کې وویل، د نیول شوې ډلې یو شمېر نور غړي تر تعقیب لاندې دي. ښاغلي سراج زیاته کړه: " موږ درې څلور ورځې وړاندې یوه ترهګریزه ډله ونیوله چې د افغانستان د جمهور رئیس په دوهم مرستیال یې د برید پلان درلود، د دې ډلې ۹ کسان نیول شوي دي." ښاغلی سراج وايي، نیول شوې ډلې همدا... Читать дальше...