د غور مېرمنې: اجازه نه ورکوو چې طالبان واک ته ورسيږي
په لسګونو مېرمنو په غور ولایت کې د طالبانو پر ضد وسله پورته کړې. هغوی وايي، اجازه به ورنه کړي چې طالبان واک ته ورسېږي او د دوی لاس ته راوړنې له منځه ولاړې شي. له بلې خوا د غور سیمه ییز چارواکي هم وايي چې دولتي ځواکونه اوس د خپلې خاورې د دفاع توان لري او له پوځې اړخه دې وروسته د نړیوالو ځواکونو مرستو ته اړتیا نه لري. نور حال په دې ویډیويي راپور کې وګورئ: