د کندهار مشهور کمیډین 'خاشه ځوان' د نیول کېدو وېډیو ګڼ غبرګونونه راوپارول
د طالبانو لهخوا د کندهار د مشهور کمیډین او سیمهییز پولیس نظر محمد چې په خاشه ځوان مشهور و، د نیول کېدو وېډیوګانو ګڼ غبرګونونه راپارولي. په دغه وېډیويي تصویرونو کې لیدل کېږي چې خاشه د موټر په وروستي سیټ کې ناست دی، لاسونهیې شاته تړلي او یو طالبيې په څپېړو وهي. د خاشه له وژل کېدو وروسته د ده طنزي وېډیوګانې په ټولینزو شبکو کې لاس په لاس کېږي. کله چې ژوندی و خلکیې خندول، خو وژل کېدو یې ډېر خلک اندېښمن او په قهر کړل. لوړپوړو دولتي چارواکو، مدني فعالانو، هنرمندانو، د ټولنیزو شبکو کاروونکو او نورو د خاشه وژنه په پراخه توګه غندلې ده. Читать дальше...