Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Февраль
2023

Новости за 09.02.2023

په ترکیه کې شاوخوا ۲۰۰ افغانانو ته مرګژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

په انقره کې د افغانستان سفارت تاییدوي چې ډېره مرګژوبله په هاتای او غازي عین تیپ ښارونو کې افغانانو ته رسېدلې. د ترکیې او سوریې په څو ښارونو کې تېره دوشنبه زوروره زلزله وشوه چې لسګونه زره کسانو ته یې مرګژوبله واړوله. صفي الله ستانکزی او نور جزییات

په افغانستان کې د ۵۰ خصوصي پوهنتونونو د بندېدو خبرداری ورکړل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو ټولنه وایي، که د نجونو پر زده کړو بندیزونه لیرې نه شي نو ۵۰ خصوصي پوهنتونونو به دې شته اقتصادي ستونزو له امله بند شي. د نجونو پر تحصیل تر بندیز وروسته د خصوصي پوهنتونونو ټولنه خبرداری ورکوي که وضعیت همداسې ادامه ولري نو ښايي۵۰ خصوصي پوهنتونونه د اقتصادي ستونزو له امله خپل فعالیتونه ودروي. د دې ټولنې ویاند کریم ناصري د خصوصي پوهنتونونو اقتصادي ستونزو ته په اشاره ازادي راډيو ته وویل: "تېره ورځ (د افغانستان خصوصي پوهنتون) په افغانستان کې بند شو. اوسمهال موږ ۶۷ پوهنتونونه... Читать дальше...

ټېسټ کرکټ؛ هند په لومړۍ ورځ تر اسټرالیا ښه لوبه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د کوربه هندوستان او اسټرالیا ترمنځ لومړۍ ټېسټ سیالي د هند په ناګپور لوبغالي کې پیل شوې چې په لومړۍ ورځ د هند لوبغاړو ښه لوبه ترسره کړه. اسټرالیا په لومړۍ ورځ د هندي ورو توپ اچونکو پر وړاندې ښه لوبه ونه کړه او ټول لوبغاړي یې په ۱۷۷ منډو وسوځېدل. د اسټرالیا مخکښ توپ وهونکی مارنوس لبیشاین و چې ۴۹ منډې یې جوړې کړې. د هند په توپ اچونکو کې رویندرجدیجا ۵، اشوین ۳، محمد سراج او محمد شامي یو یو لوبغاړی وسوځاوه. د هندوستان توپ وهونکي هم د خپلۍ پاڼۍ په پيل کې تر دې دمه بریالي دي او په ۷۷ منډو یې یوازې... Читать дальше...



د کابل د عامې روغتيا د پخواني رییس ادعا: طالبانو زما ورور 'ناصر خالد' وژلی

Pa.azadiradio.com 

د کابل د عامې روغتيا د ریاست پخواني رییس خوشحال نبي زاده ادعا کړې چې ورور یې طالبانو وژلی دی. د تېرجمهوري نظام د کابل د عامې روغتیا پخواني رییس خوشحال نبي زاده ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې ورور یې ناصر خالد د طالبانو لخوا نیول شوی او له بند درې ورځې وروسته یې پلار ته ټلیفون شوی چې د زوی مړی دې یوسي. نبي زاده په دې اړه نور جزییات ورنه کړل او په ژړغوني غږ یې ازادي راډيو ته وویل: "درې ورځې وړاندې ناصر زنداني شوی و، له درې ورځو وروسته زما پلار ته زنګ راغلی چې ناصر مړ شوی دی راشئ جنازه... Читать дальше...

د اوکراین ولسمشر بروکسل ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته رسېدلی چې له اروپایي متحدانو د نورو پرمختللو وسلو مرسته ترلاسه کړي. زیلنسکي د اروپا پارلمان ته په وینا کې وویل، پوځیان یې دا مهال د نوې نړۍ اروپا ضد ځواکونو سره په جګړه بوخت دي. زیلنسکي پرون بریتانیا او فرانسې ته د سفر پرمهال د هغه هېواد له چارواکو غوښتنه وکړه چې د روسیې په وړاندې جګړه کې جنګي جېټ الوتکې ورکړي.

د ترکیې ولسمشر: د مرګونې زلزلې د وژل شویو شمېر څه باندې ۱۴ زرو ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې ولسمشر ویلي د مرګونې زلزلې د وژل شویو شمېر څه باندې ۱۴ زرو ته رسېدلی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پنجشنبې په ورځ غازي عین تیپ ښار ته تللی وو او هلته یې د زلزلې له امله ورانې شوې سیمې او زیانمن خلک وکتل. اردوغان رسنیو ته وویل چې څه باندې څوارلس زره کسان تر دې دمه مړه شوي او د ټپيانو شمېر له ۶۳ زرو اوښتی دی. د راپورونو له مخې په زرګونه وژل شویو خلکو کې لږ تر لږه دوه سوه افغانان هم شامل دي، خو په انقره کې افغان سفارت وايي چې دا شمېرې رسمي نه دي او یواځې هلته مېشتو افغانانو ورته راپور کړي. Читать дальше...



د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ابوظبۍ کې تمرینات پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ابوظبۍ کې تمرینات پیل کړي دي. د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو د عربي متحده اماراتو پر وړاندې د ۳ شل اوریزو سیالیو لپاره په ابوظبۍ لوبغالي کې تمرینات پیل کړي دي. که څه هم د افغانستان کرکټ بورډ متحده عربي اماراتو ته د لوبغاړو د سفر او هلته د تمریناتي کمپ په تړاو څه نه دي ویلي، خو ابوظبۍکرکټ او سپورټ مرکز په خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې افغان لوبډلې د فبرورۍ په ۷مه هلته تمرینات پیل کړي دي. افغانستان به له عربي متحده اماراتو سره د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۶مه... Читать дальше...

د روسیې د سایبریا په نووسیبیرسک کې چاودنې لږترلږه ۵ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د سایبریا په نووسیبیرسک ښار کې د استوګنې په یوه ودانۍ کې چاودنې لږترلږه ۵ کسان وژلي دي. د روغتیا ادارې ویلي چې په وژل شویو کسانو کې یو دوه کلن ماشوم هم شامل دی. د چارواکو په وینا، چاودنه د ګازو د لیک کېدو له امله شوې او د استوګنې په پنځه پوړیزه ودانۍ کې یې ۳۰ اپارتمانونه ویجاړ کړي دي. د ګازو دا ډول چاودنې زیاتره په پخواني شوروي اتحاد کې د ګازو د پخوانیو پایپونو او د خوندیتوب ضعیف معیارونو له امله رامنځته کېږي. دوه ورځې وړاندې د روسیې په لوېدیځ کې د تولا په سیمه کې د ګازو د چاودنې له امله لږترلږه اته کسان وژل شوي وو.

سرچینه: طالبانو دایکندي کې یوه ښځه او یو سړی په دُرو وهلي

Pa.azadiradio.com 

د راپورونو له مخې طالبانو په دایکندي ولایت کې یوه ښځه او یو سړی په عام محضر کې په دُرو وهلي. یوې سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې د ناوه مېش ولسوالۍ لومړنۍ محکمې دغو کسانو ته د نامشروع اړیکو د درلودو په تور پرون سزا ورکړې. طالبانو دوه ورځې مخکې هم په غور کې د یوې ښځې په ګډون شپږ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي. د طالبانو پر چارواکو باندې د بشري حقونو مدافع ټولنې نیوکه کوي چې تورن کسان له قانوني مراحلو پرته په خپلسر محاکمه او په سزا رسوي.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې ۱۳.۸ میلیونه ښځې بشري مرستو ته اړتیا لري

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د جنسیتي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا اداره خبر ورکوي چې په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې په افغانستان کې ۱۳ عشاریه ۸ میلیونه نجونې او ښځې بشري مرستو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو سازمان دغې ادارې نن په خپل ټویټر لیکلي چې په نادولتي ادارو کې له کاره د ښځو راګرځول چې د بنسټیزو بشري حقونو او د بشر پالنې د لومړنیو اصولو نقض بلل کېږي افغان ښځې او نجونې د خوړو او سرپناه د نشتوالي له ګواښ سره مخ کړي دي. د ټویټ په دوام راغلي چې دغه حالت دغه شان د افغان مېرمنو خوندیتوب له خطر سره مخ کړی دی. له... Читать дальше...

ځینې افغان نجونې اقتصادي ستونزې د انلاین زده کړو پر وړاندې مهم خنډ بولي

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې طالبانو د افغانو نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې وتړلې د افغانستان د ننه او بهر مېشتو ځینو افغانانو، دغو نجونو ته د انلاین پوهنتونونو او مرکزونو د جوړولو خبر ورکړ.

ارزګان او هلمند کې طالبانو ته د اسنادو ورکولو په موخه ازموینه پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان او هلمند کې زرګونو طالبانو ته د لیسانس، نیمه عالي زده کړو او دولسم ټولګي د اسنادو ورکولو په موخه د ازموینې لړۍ پيل شوې ده. په دغو ولایتونو کې داسې مهال طالبانو ته د اسنادو ورکولو په موخه ازموینه پیل شوې چې په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل شوي دي. د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ویلي و هغو کسانو ته ډېر ارزښت ورکول کېږي کومو چې ډېر ماینونه الوځولي دي. نور جزییات د شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ... Читать дальше...

په سوریه کې او ترکیه کې د زلزلې له کبله د مړو شمېر له ۱۶ زرو تنو واوښت

Pa.azadiradio.com 

په سوریه کې او ترکیه کې د دوشنبې د ورځې مرګونې زلزلې د مړینو شمیر له شپاړس زره تنو واوښت. لسګونه زره نور کسان ټپيان شوي هم دي. سړې هوا د ژغورنې عملیات ټکني کړي دی. د مړینو وروستۍ شمېرې نه دي ځکه د راپورونو له مخې تراوسه ډېر خلک د نړېدلو ودانیو تر خاورو خښتو لاندې دي. د تېرې دوشنبې د ورځې زلزلې چې قدرت یې د ریښتر په کچه ۷،۸ ثبت شوی، په ترکیه او سوریه کې په سلګونو ودانۍ بشپړې ویجاړې کړې دي. د نړۍ بېلابېلو هېوادونو خپل سلګونه ژغورونکي او متخصصان له زلزله ځپلو ترکانو سره د مرستې لپاره ورلېږلي.

د نقاشۍ د هنر ژوندي ساتلو هڅې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو په واکمنېدو سره په نقاشۍ بندیز ولګېد. یو افغان نقاش وايي، د دې هنر د ژوندي ساتنې په موخه په خپل کور کې نقاشي کوي. هغه وویل، په تېر نظام کې یې ۶۰ کارکوونکي درلودل چې اتیا سلنه یې مېرمنې او مسلکي خلک وو. نور په ویډیو کې:

هند ته د پوځي زده کړو په موخه تللي ۲۰ محصلان افغانستان ته ستانه شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت وایي، هغه ۲۰ محصلان چې د پخواني جمهوري نظام پر مهال د پوځی زده کړو لپاره هند ته تللي وو، افغانستان ته ستانه شول. دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان ته ستنو شویو محصلانو ژمنه کړې چې په هر حالت کې د هېواد د دفاع لپاره چمتو دي. د طالبانو دفاع وزارت ادعا کړې چې تېرو څو میاشتو کې لسګونه نور پوځي محصلان هم افغانستان ته ستانه شوي چې دوی د پوځ په لیکو کې ځای په ځای کړي دي. تر دې وړاندې بیا د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي چې طالبانو د پخواني... Читать дальше...

په غور کې د غاښونو یوازینۍ ښځینه ډاکتره

Pa.azadiradio.com 

لطیفه نذیري په غور کې د غاښونو یوازینۍ ډاکتره ده چې په خپل شخصي کلینیک کې د لسګونه ناروغانو درملنه کوي. په غور کې ښځینه ډاکترانې کمې دي او ښځې معیاري روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري. نور په ویډیو کې:

مشعل هره ورځ د کابل کوڅه ډبو حیواناتو ته خواړه ورکوي

Pa.azadiradio.com 

۲۸ کلنه مشعل چې د کابل په یوه خصوصي روغتون کې قابله ده د خپل میاشتني عاید یوه برخه د کوڅه ډبو حیواناتو د خوړو لپاره مصرفوي. د هغې اوسنی اقتصادي وضعیت ښه نه دی او له نورو غواړي څو په دې کار کې ورسره همکاري وکړي. نور په ویډیو کې:


Музыкальные новости
Баста

В Красноярске прошел первый VK fest, где выступили Баста и Хаски





Rss.plus
ММА

Медийный баскетбол, киберспорт и турнир ММА: Константин Пухов рассказал о мероприятиях Международного центра бокса (Наташа)




«Оленина с яблоком & Салат Таежный»: Food.ru снимет документальный фильм о якутской кухне

Глава МИД Греции заявил, что Европу ждут изменения после выборов в Европарламент

Приставы взыскивают лидера террористов из «Крокуса» штраф за нарушение ПДД

Инстасамка поменяла имидж и выступила на ПМЭФ после долгого перерыва




دهیل: افغان ښځې کړېږي، خو هېرې شوې نه دي

Pa.azadiradio.com 

دهیل: ​ امریکایۍ دهیل ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې چې افغان ښځې کړېږي، خو نه دي هېرې شوي، یوه لیکنه خپره کړې ده. دغه لیکنه د امریکا د استازیو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې ریس مایکل مککاول او په واشنګټن کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې رویا رحماني په ګډه لیکلي. د دې لیکنې په یوه برخه کې راغلي، طالبانو چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته واک ته رسېدلي، تراوسه یې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د محدودیتونو څه باندې دېرش فرمانونه ورکړي دي. دهیل لیکي، طالبانو... Читать дальше...

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د زړه په سوري د زرګونو ناروغانو نومونه ثبت کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، په تېرو شاوخوا پنځو میاشتو کې د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۶۵۶ ماشومان بېلابېلو روغتونونو ته د درملنې لپاره ورپېژندلې دي. د سرې میاشتې ټولنې پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې د دغو ماشومانو د درملنې لګښت دا ټولنه ورکوي. افغاني سرې میاشتې ویلي چې د سې شنبې په ورځ یې د الحیات او باسط روغتونونو ته اوه نور د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ماشومان ور وپېژندل. د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفان الله شرفزوی تېره اونۍ ازادي راډیو ته ویلي و چې په تېرو ۵ میاشتو کې د کابل په ۶ روغتونونو... Читать дальше...

د اوکراین ولسمشر له خپلو متحدینو د جنګي الوتکو د ورکولو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي پرون چهارشنبې له خپلو لوېدیځ متحدینو په کلکه وغوښتل چې د روسي ځواکونو پر وړاندې جګړه کې ورته جنګي جېت الوتکې ورکړي. هغه دغه غوښتنه پرون له بریتانیا او فرانسې څخه د کتنې په ترڅ کې مطرح کړه. زیلینسکي د بریتانیا پارلمان ته په تاریخي وینا کې وویل: "زه تاسو او نړۍ ته په خورا ساده ټکو خواست کوم چې د اوکراین لپاره جنګي الوتکې، د ازادۍ لپاره وزرونه ورکړئ. موږ پوه یو چې آزادي به بریالۍ کېږي او موږ په دې هم پوه یو چې روسیه به یې بایلي." د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک... Читать дальше...

جیمي فلای: په افغانستان کې د ازادي راډیو مینه والو ته له هرې ممکنه لارې خپرونې رسوو

Pa.azadiradio.com 

د ازادې اروپا راډیو/ازادي راډیو مشر جیمي فلای وایي، افغانستان کې به د دغې راډیو مینه والو ته له هرې ممکنې لارې خپرونې ورسوي. ښاغلي فلای دغه څرګندونې د طالبانو د هغه اقدام په غبرګون کې کړي چې په افغانستان کې یې د ازادي راډیو پښتو او دري ویبپاڼو ته لاس رسی بند کړ. جیمي فلای ویلي، کله چې طالبانو د ازادي راډیو ایف او او منځنۍ څپې بندې کړي، نو دوی یې ځواب کې خپلې خپرونې ۲۴ ساعته کړې. د ازادي راډیو د فعالیت یو عمده هدف په هغو سیمو کې د بیان ازادي ته کار کول دي خلک یې له دغې ازادۍ څخه محروم وي. ... Читать дальше...

طالبان: په فاریاب کې د یوې چاودنې له کبله دوه تنه ټپيان شوي

Pa.azadiradio.com 

په فاریاب ولایت کې د طالبانو د حکومت محلي چارواکي وایي، د پرون غرمې په چاودنه کې دوه تنه ټپيان شوي دي. فاریاب کې د طالبانو د والي د دفتر مشر مولوي امیر محمد حقاني تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د امام ابو حنیفه جامع جومات مخې ته شوې. حقاني زیاته کړه، چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای په ځای شوي وو. تر اوسه کومې ډلې د دغې چاودنې مسوولیت نه دی منلی. څه باندې دوه میاشتې وړاندې د بل شمالي ولایت سمنګان په یوه مدرسه کې چاودنې لسګونه تنه ووژل او ټپیان کړل.

نیکلاسن د افغانستان په اړه له ترکي چارواکو سره لیده کاته کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د ترکیې په استانبول او انقرې ښارونو کې د افغانستان په اړه له ترکیې چارواکو سره لیده کاته کړي دي. هغه پرون چهارشنبه پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، د ترکیې د ولسمشر له لوړپوړي سلاکار النور چوک او د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د اسیا څانګې له مشر اوګو ژان ارطغرول سره یې کتلي. هغه زیاته کړې ده چې له دغو ترکي چارواکو سره یې د یوه سوله ییز افغانستان په تړاو د دوی د ګډو هېلو په تړاو خبرې کړي، داسې افغانستان چې د ده په باور بشري حقونه په کې تامین وي او نورو هېوادونو ته ګواښ نه وي. Читать дальше...



Москва

LISA FM Александр Белоносов выпустил альбом «Родина Сердца: Дневник Психолога»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Более 220 единиц новой медицинской техники начали использовать в Москве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Баста

В Красноярске появились фейковая реклама VK Fest с Бастой




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Турниры, проходящие при содействии Федерации шахмат г. Ростова-на-Дону

Зампредседателя Совета министров РСФСР Валерий Сайкин умер на 87-м году жизни

Легкоатлетка Тангара назвала кринжем участие Бузовой в забеге на Никольской


Даниил Медведев

Тарпищев о Медведеве и Рублеве: без травм сыграют в Париже лучше, чем в Токио



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Редкую амфибию обнаружили в столичном "Измайлове"



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России