د نوي کال په رارسېدو د کابل ښار يوه څنډه
د نوي کال په رارسېدو د کابل ښار بېلابېلو سیمو کې ګڼه ګوڼه زیاتېږي. د کبانو، جلبیو، کیک، کلچو او وچو مېوو د پېر او پلور بازار لا پسې تودېږي. په دې ګالري کې د کابل یوه سیمه انځور شوې ده.
د نوي کال په رارسېدو د کابل ښار بېلابېلو سیمو کې ګڼه ګوڼه زیاتېږي. د کبانو، جلبیو، کیک، کلچو او وچو مېوو د پېر او پلور بازار لا پسې تودېږي. په دې ګالري کې د کابل یوه سیمه انځور شوې ده.
نن د مارچ ۲۰مه د خوښۍ نړیواله ورځ ده. فروزان حیدري یوه له هغو نجونو ده چې وايي، د ژوند له ستونزو سره د مقابلې لپاره هڅه کوي چې خپله کورنۍ خوشحاله وساتي. نوموړې ازادي راډيو ته وویل، د ځان، کورنۍ او دوستانو د خوشحالولو لپاره له بېلابېلو لارو کار اخلي. هغې زیاته کړه: "که څه هم د افغانستان په اوسنيو حالاتو کې دا ستونزمن کار دی، خو موږ د افغانستان وضعیت په غم او خفګان سره نهشو بدلولای، نو تر ټولو ښه او اسانه لار دا ده چې خپل روحي او رواني حالت ته په خوښۍ او خندا سره بدلون ورکړو، اوس چې هر څوک غواړي... Читать дальше...
د افغانستان کورني کرکټ څانګې له لوري پیل شوې لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ د ننګرهار ب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د دوشنبې په ورځ د مارچ په ۲۰مه نېټه د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د ننګرهار ب او کابل لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوه چې کوربه لوبډلې په ۱۰۱ منډو وګټله. په دې سیالۍ کې ننګرهار لومړی توپوهنه وکړه او د ۲۸۸ منډو هدف یې وټاکه. دوی ته عابدمحمدي سلیزه او اسحاق رحیمي نیمه سلیزه جوړه کړه. د کابل په توپ اچونکو کې الله محمد غضنفر ۲ لوبغاړي وسوځول. د کابل منتخبې لوبډلې د ټولو... Читать дальше...
بریتانیا پر یو شمېر نورو ایراني چارواکو چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د ځواک د مالي چارو مسوولان او له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن دي، بندیزونه لګولي دي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې وویل چې په دغو چارواکو کې د دې ځواک د پانګونې د مدیریت د څانګې پنځه غړي او په تهران کې او البرز ولایتونو کې د دې ځواک دوه قومندانان چې پراخې بشري سرغړونې یې ترسره کړي، شامل دي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جمز کلیورلي ویلي: "نن ورځ موږ د سپاه پاسداران انقلاب د ځواک د هغو جګپوړیو چارواکو... Читать дальше...
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د کرکټ نړیوالې شورا د غړو هېواونو د مشرتابه په ناسته کې د افغانستان عمومي او اجرایوي رییس هم ګډون کړی دی. د دوشنبې په ورځ د مارچ میاشتې په ۲۰مه نېټه افغانستان کرکټ بورډ یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي دي چې په دې ناسته کې د افغانستان د بودیجې پر لوړولو او تخنیکي همکاریو سربېره د کرکټ نړیوالې شورا پر راتلونکو پروګرامو هم خبرې شوې دي. کرکټ بورډ د عمومي رییس میرویس اشرف له قوله لیکي، په دې غونډه کې د افغانستان کرکټ ادارې بودیجې لوړول لوی خبر دی چې د کرکټ نړیوالې شورا تر تاييدۍ وروسته به له اوسنۍ بودیجې زیاته وي. Читать дальше...
په غور ولایت کې د لاسي بم چاودنې له کبله د یوې کورنۍ ۶ غړي وژل شوي دي. په غور کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو هم دغه پېښه تایید کړې ده. د طالبانو په کنټرول کې د غور ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت امر ملا مصطفی ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه د مرکز فېروزکوه په جنوب د غورقند په کلي کې په یوه کور کې ماسپښین مهال هغه وخت رامنځته شوه چې د دې کورنۍ ماشومانو له لاسي بم سره لوبې کولې او هغه پرې وچاودېد. د هغه په خبره په دې پېښه کې دوه هلکان او درې نجلۍ او د هغوی مور وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو د شمېرو... Читать дальше...
د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې سرې میاشتې ټولنه وايي، په دې وروستیو کې یې ۱۸ ماشومان چې د زړه سوري ناروغي یې لرله، د درملنې لپاره د کابل یوه خصوصي روغتون ته معرفي کړي دي. د ميدان وردک ولايت اوسېدونکى محمد مجيد وايي، دوه کلنه لور یې اسما د زړه په ناروغۍ اخته ده. نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، که څه هم اقتصادي وضعيت يې ښه نهدى، خو د لور د درملنې لپاره يې ډېرې پيسې لګولي، خو ښه نهشوه. هغه زیاته کړه: "زما لور یونیم کلنه وه چې پوه شوم زړه یې سوری دی. زما د لور اصلي ستونزه دا ده چې د شپې او سهار ډېره ټوخېږي. Читать дальше...
د پاکستان پولیسو د مخکيني صدر اعظم عمران خان د لسګونه پلویانو د نیولو خبر ورکړی دی. د تحریک انصاف ګوند غړي او پلویان تېره اونۍ هغه مهال په لاهور کې له پولیسو سره په اخ او ډب واوښتل چې پولیسو هڅه کوله عمران خان له خپل کوره ونیسي. دوه ورځې مخکې، د مارچ په اتلسمه هغه مهال چې عمران خان محکمه کې د حضور په خاطر اسلام اباد ته ولاړ، پلویان یې له پولیسو سره لاس او ګرېوان شول. محمکمې خان ته د مارچ تر ۲۴مې فرصت ورکړی چې پر ده د لګول شویو تورونو د سپیناوي په خاطر بیا حساب کتاب ته حاضر شي. له پولیسو... Читать дальше...
د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی په خپل کلني راپور کې ویلي، تېر کال کې تر ۵۰ سلنې ډېرو تلوېزیوني چینلونو خپل کار بند کړی دی. د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی په خپل کلنی راپور کې چې د یکشنبې په ورځ خپور کړی لیکلي، په افغانستان کې روان وضعیت د دې هېواد په رسنیو او اطلاعاتي فعالیتونو ډېر ناوړه اغېز کړی دی. په دې راپور کې زیاته شوې، په افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په تېر یوه کال او څو میاشتو کې تر ۵۰ سلنې ډېر تلوېزیوني چینلونه او ۴۸ سلنه راډیوګانې بندې شوې دي. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف وایي، په افغانستان کې اته سوه زره ښځې او ځوانې نجونې په خوارځواکۍ اخته دي. یونېسف نن په یوه ټویټ کې ویلي چې د افغانستان لپاره د دې صندوق د تغذیې د برخې سلاکار زیوای موریره خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې یونېسف کولای شي چې د دغو ښځو ملاتړ ته دوام ورکړي او د مقوي تغذیې او د اوسپنې او فولیک اسید ټابلیتونو په وسیله د هغوی د خوارځواکۍ مخه ونیسي. تر دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې یا اوچا تېره اونۍ ویلي وو چې شاوخوا ۸۷۵... Читать дальше...
د هرات، نیمروز او فراه ولایتونو یو شمېر پهلوانانو د جمعې په ورځ په فراه ښار کې د غېږ نیونې سیالي تر سره کړه. په دغو غیر رسمي سیالیو کې په سلګونو نندارچیانو هم برخه اخیستې وه. غېږ نيونه د افغانستان له دودیزو لوبو څخه ده چې، تر ډېره د پسرلي په پيل او د نوروز د هرکلي په موخه ترسره کېږي.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا پرون ماښام په یوه غونډه کې اعلان وکړ چې "له ناورین د هېواد د ژغورنې طرحه" یې جوړه کړې ده. د دې شورا غونډه چې په انلاین ډول خپرېده پهکې تر ډېره د طالبانو مخالفو څېرو چې وړاندې یې سره وسلهواله مبارزه هم کړې ګډون کړی و. د دې شورا په طرحه کې د مذاکراتو او سیاسي ډیالوګ له لارې د بحران په حل، له مذاکراتو وروسته د انتقالي دولت په جوړېدو، د والیانو، ښاروالانو او ولسوالانو په انتخابي کېدو او د پارلماني غیر متمرکز نظام په جوړېدو ټینګار شوی و. که څه هم... Читать дальше...
ګلغونډۍ په خپلو ارغوانو مشهوره د پروان مرکز چاريکار لوېديځ لور ته پرته تفریحي سیمه. د ارغوان ګلونه چې د پسرلي په موسم کې غوړيږي هر کال یې د افغانستان له ګوټ ګوټ نه خلک د لیدلو لپاره ګلغونډۍ ته راځي، خو د مېله کوونکو په خبره، سږ کال د تېرو کلونو په پرتله ډېر خلک نهشته. ذبيحالله فضلي چې له کابل ولايت څخه د پروان ولايت ګلغونډۍ سيمې ته د تفريح لپاره راغلی ازادي راډيو ته یې وويل، يادې سيمې ته د خلکو د ورتګ کمېدو تر ټولو لوی لامل اقتصادي ستونزې دي. نوموړی وايي: "اکثره کسان له خپلو فاميلونو سره... Читать дальше...
ځايي خلک وايي، په سیمو کې مخابراتي شبکې کار نهکوي چې له امله يي د زیاتو ستونزو سره مخ دي. بلخوا د طالبانو د حکومت د کندهار مخابراتو ریاست مسوولان وايي، ددغه ولایت ټولې ولسوالۍ او ښار د مخابراتي شبکو له لارې سره وصل شوي دي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د پسرلي جام تر نوم لاندې دا سیالۍ د یو ځوان لهخوا په شخصي لګښت پر لاره اچول شوې وې چې ۲۵ ورځې يې دوام وکړ. مسوولین وايي، یادې سیالۍ ۲۰ اوریزې وې چې هدف د ځوانانو تر منځ یووالی دی. د ارزګان کرېکټ مسوولین وايي، دوی له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
استرالیایي چارواکو نن دوشنبه د دغه هېواد یو پخوانی سرتېری د یوه ملکي افغان د وژلو په تور نیولی دی. رویټرز اژانس د چارواکو په حواله ویلي چې دغه استرالیایي سرتېري افغانستان کې د ماموریت پر مهال یو ملکي افغان وژلی دی. د استرالیا فدرال پولیسو یوه خبرپاڼه کې ویلي، احتمال شته چې دغه ۴۱ کلن سرتېری په محکمه کې په جنګي جنایت محکوم شي چې تر ټولو درنه سزا یې ابدي حبس دی. په ۲۰۲۰ کال کې یوې څلور کلنې څېړنې وښوده چې د استرالیا ځانګړو ځواکونو افغانستان کې په ظاهره ۳۹ ملکي او بې وسلې زندانیان وژلي دي. له... Читать дальше...
د سمنک دودیزه مېله، هر کال په افغانستان او یو شمېر ګاونډیو هېوادونو کې د ښځو لهخوا په ناستې، دایره وهلو او سندرو ویلو نمانځل کېږي. خو سږ کال داسې برېښي، چې دا مېله د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو، اقتصادي ستونزو او د موسیقۍ او سازونو پر غږولو د بندیز له امله په کمه او محدود ډول نمانځل شوې ده. د کابل اوسېدونکې فرحت وايي، له يوې ډلې ښځو سره يې په کور کې د سمنک مېله جوړه کړه، دایره یې ووهله او نجونې او مېرمنې هم خوشحاله وې. نوموړې وايي: "موږ خپله سمنک واچاوه، دایره مو هم ووهله، جشن مو ونیوه، سندرې... Читать дальше...
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د طالبانو لهخوا د مخکني جمهوري نظام د سرتېرو او نظامیانو د نیولو، شکنجې او وژنې په اړه ژوره اندېښنه ښودلې. دا کمېسیون چې د طالبانو لهخوا منحل شوی او اوس له افغانستانه د باندې فعالیت کوي پرون ناوخته یوه اعلامیه کې ولیکل، دوی ته رسېدلي راپورونه ښيي چې طالبان د مخکني حکومت سرتېري او نظامیان په ډېر ظالمانه ډول نیسي، شکنجه کوي یې او بیا یې په ډېره بېرحمۍ لهمنځه وړي، هغه ادعا چې د طالبانو حکومت یې ردوي وايي، دا د نظام کار نهدی. د دې کمېسیون یو کمېشنر... Читать дальше...
ایراني چارواکي وایي چې د دې هېواد ولسمشر ابراهیم رئیسي، د عربستان له پاچا ملک سلمان رسمي بلنه تر لاسه کړې چې هغه هېواد ته سفر وکړي. د ایران د ولسمشر د د فتر مرستیال محمد جمشیدي، پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ويلي، رئیسي د عربستان د پاچا بلنه منلې ده. ایران او سعودي عربستان چې له اوو کلونو راهیسې یې اړیکې ترینګلې وې، په دې وروستیو کې د چین په منځګړیتوب د خبرو په نتیجه کې دواړو لورو موافقه وکړه چې ډېپلوماتیکې اړیکې به بېرته پېلوي. تمه ده چې ریاض او تهران به په دوو میاشتو کې سفارتونه او قونسلګرۍ بېرته پرانیزي.
د پاکستان پولیسو د دې هېواد پخوانی صدر اعظم عمران خان او هغه ته نږدې اولس نور چارواکي رسماً پر تروریزم تورن کړي دي. په تورن شویو کې د عمران خان یو شمېر هغه پلویان هم شامل دي چې د تېرې شنبې په ورځ له پولیسو سره په نښتو کې ښکېل شوي دي. خان له دې مخکې په غیر قانوني ډول د هغو دولتي ډالیو پر پلورلو تورن شوی چې، د صدر اعظمۍ په دوره کې یې له بهرنیو چارواکو تر لاسه کړي دي. عمران خان دغه تورونه بې اساسه بللي او ویلي یې دي چې، دا د اوسني صدراعظم شهباز شریف له لوري د ده پر ضد یوه دسیسه ده.
د افغانستان بانک چې کنټرول يې د طالبانو په لاس کې دی پرون په یوه ټویټ کې ویلي، سوداګریز بانکونه او د صرافۍ او د پولي خدمتونو شرکتونه چې په شرایطو برابر وي، کولای شي چې په دغې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. د تېرې دوشنبې له ورځې راهیسې دې بانک درې ځلې لسګونه ملیون ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي دي. د شنبې په ورځ د مارچ په اتلسمه یې د ۱۶ ملیون ډالرو، د مارچ په پنځلسمه د چهارشنبې په ورځ یې د ۱۷ ملیون ډالرو او د تېرې دوشنبې په ورځ یې د ۱۶ ملیون ډالرو د لیلامېدو اعلان کړی و. تر دې مخکې نهدي لیدل شوي... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا UNHCR په پکتیا کې له سلګونو کسانو سره د سولري برښنا د کېټونو د مرستې خبر ور کوي. د افغانستان لپاره د یوانایچسيار څانګې پرون په یوه ټویټ کې وویل چې، تېره اوونۍ یې د دې ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې له ۱۲۰۰ کورنیو سره د سولري برښنا کېټونو مرسته کړې ده. د نبي په نوم د سید کرم ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ویلي، په دغو سولري پنیلونو سره به یې کورونه رڼا شي او په ژوند کې دغه بدلون یې د یوانایچسيار په مرسته راځي. د UNHCR په وینا سولرونه افغانانو ته چې ډېری یې په... Читать дальше...
د راپورونو لهمخې افغانستان او پاکستان موافقه کړې چې، د پېښور او جلالاباد ترمينځ د مسافر وړونکو بسونو مستقیم خدمات پيل کړي. پاکستانۍ ایکسرپس تربیون ورځپاڼې د ځینو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې، په دې اړه موافقه د افغانستان د نړېوالې همغږۍ ډلې چې د دواړو هېوادونو ترمينځ د ستونزو د هواري لټه کوي، په وروستۍ غونډه کې شوې ده. د راپور لهمخې د دواړو هېوادونو د ټرانسپورټ وزارتونو په اصولو کې موافقه کړې چې په لومړي سر کې دې پر دې لاره د ۱۵ نه تر ۲۰ پورې سیټ لرونکي بسونه په کار پيل وکړي. د موافقې پر... Читать дальше...
د برېتانیا دفاع وزارت له افغان پناه غوښتونکو د هغې غوښتنې په خاطر له قید او شرط پرته بښنې ته اړ ايستل شوی چې، له دوی څخه یې په دې هېواد کې د منل کېدو لپاره کړې ده. د رسنیو د راپورونو لهمخې دې وزارت له افغانانو غوښتي وو، که غواړي چې برېتانیا پناه ورکړي، باید لازم اسناد یې د طالبانو د حکومت لهخوا تايید شي. د برېتانوۍ انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور لهمخې، افغان پناه غوښتونکي د زېږېدلو د سند او نکاح خط لپاره د افغانستان د اوسني حکومت مهر ته اړتیا لري. د برېتانیا په پارلمان کې د کارګر ګوند غړي دان... Читать дальше...
ټاکل شوې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې نن د ترکیې او سوریې زلزلهځپلو ته د مرستو راټولولو په پار نړیوال کنفرانس جوړ شي. د تېرې فبرورۍ میاشتې په لومړیو کې د ترکیې او سوریې ګډ سرحد ته نژدې زورورې زلزلې له پنځوسو زرو زیات کسان مړه او میلیونونه نور بې کوره کړل. د جرمني ډيپياې اژانس وایي، د دغه کنفرانس کوربانه د اروپایي ټولنې د کمېسیون مشره اورزولا فن درلاین او د سویډن صدر اعظم دي. ټاکل شوې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ویډيو کنفرانس له لارې غونډې سره یوځای شي. اروپایي ټولنې تر اوسه د ترکیې... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости