ځینې لوبغاړي او مینه وال: د افغان کرکټ لوبډلې بریا ځوانانو ته مثبته انګېزه ورکوي
یو شمېر افغان لوبغاړي او د افغان کرکټ لوبډلې مینه وال له پاکستانۍ لوبډلې څخه د شل اوریزې لوبلړۍ ګټلو ته په اشارې وايي چې دا بریا نورو ځوانانو ته هم مثبته انګېزه ورکوي چې که ناهیلي نه شي او خپلو هڅو ته دوام ورکړي، یوه ورځ به دوی هم ورته لاسته راوړنې ولري. د متحده اماراتو په شارجې کې افغان مینه والو له پاکستان څخه د شل اوریزو لوبو بریا په اټن او نڅاوو سره ونمانځله. سلګونه هغه افغانان چې په متحده عربي اماراتو کې کار یا ژوند کوي، د افغانستان له ملي بیرغ سره لوبغالي ته ورغلي وو چې خپله لوبډله تشویق کړي. Читать дальше...