Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Июль
2023

Новости за 22.07.2023

بلېنکین: د ایران د اټومي او افراطي هڅو د مخنیوي لپاره اروپایي هېوادونو سره په هڅو بوخت یوو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، واشګنتن له درېیو اروپایي هیوادو سره له نږدې په ګډو هڅو بوخت دی چې د ایران د افراطي هڅو مخه ونیول شي. بلېنکین د ایران د اټومي پروګرام د پراختیا، په منځني ختیځ کې د ایران د بې ثباتۍ هڅو او همداراز په اوکراین کې مداخلې ته اندېښنه ښکاره کړه. د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ په کلورادو کې د یوې وینا په ترڅ کې وویل، د اټومي تړون پرمهال چې کومې هڅې کېدې چې ایران اټومي وسلې ترلاسه نه کړي هغه اوس نه کېږي او ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅې پراخې کړې دي. Читать дальше...

یو شمېر افغان کډوالو پاکستان کې هنري او فرهنګي مرکز جوړ کړی

Pa.azadiradio.com 

د افغان کډوالو فرهنګي او هنري مرکز درې میاشتې وړاندې د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې جوړ شوی دی. د دغه مرکز مسولین وايي، ١٥٠ کارکوونکې لري، چې ۸۰ کسه یې ښځې دی، د دوی په وینا، یاد شوی مرکز د لاسي صنایعو، تیاتر، سینما، د انګریزي ژبې د کورسونو، کمپیوتر او قرانکریم، د ښځو د ظرفیت لوړونې او کورنۍ مشورو په برخه کې په رضاکار ډول همکاري کوي. د دغه مرکز ریس شاه پور صداقت ازادي راډیو ته وویل، د ياد فرهنګي مرګز په جوړولو سره توانیدلي، چې په پاکستان کې د مېشتو افغانوکډوالو د روحي او رواني ستونزو یوه برخه را کمه کړي. Читать дальше...

د ښځینه فوټبال نړیوال جام د نننیو سیالیو پایلې دلته ولولئ

Pa.azadiradio.com 

د ښځینه فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې امریکا، جاپان او انګلستان هېوادونو خپلې سیالۍ وګټلې. د نن ورځې لومړۍ لوبه د امریکا او ویتنام هېواونو ترمنځ ترسره شوه، چې درې د صفر پر وړاندې د امریکا په بري تمامه شوه. دغه راز په دویمې سیالۍ کې جاپان د لوبې له پیله تر پایه په لوبغالي کې بشپړ واک درلود او ۵ د صفر پر وړاندې یې زمبیا ته ماتې ورکړه. همدارنګه د نن ورځې په درېیمې سیالۍ کې انګلستان د لوبې په لومړۍ نیمايي کې ۱ د صفر پر وړاندې له هايتي مخکې و او سیالي یې وګټله. ټاکل شوې، چې د نن ورځې په وروستۍ سیالۍ... Читать дальше...



د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله سبا قرغیزستان سره لوبیږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې، چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله سبایکشنبه د مرکزي اسیا د اتلوليو په ترڅ کې خپله لومړۍ سیالي له قرغیزستان هېواد سره ترسره کړي. د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي، چې یاده سیالي د تاجکستان په پلازمېینه دوشنبې کې د کابل پر وخت سهار ۱۱:۳۰ پیليږي. د فوټسال ملي لوبډلې مشر روزونکي مجیدمرتضايي د سیالیو په تړاو په رسنیز کنفرانس کې د خپلې لوبډلې له بشپړې تیارۍ ډاډ څرګند کړی او ویلي دي، د فوټسال سیالیو په افغانستان کې ښه پرمختګ کړی دی. د ښاغلي مرتضايي په باور، له تېرو څو اونیو راهیسې یې په... Читать дальше...

امربالمعروف وزارت: سینګارځایونو مو سپارښتنې نه منلې؛ سینګارونکې: ادعا یې ناسمه ده

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وایي، د ښځینه سینګارځایونو د تړلو پرېکړه یې ځکه کړې، چې سینګارګرو یې د امر بالمعروف اونهې عن المنکر وزارت لارښوونې نه دي مرعات کړي، خو یو شمېر سینګارګرې ادعا کوي ، چې د دغه وزارت د لارښوونو په نوم دوی ته کوم مکتوب نه دی رسیدلی. د یو سینګارځای مسوولې شیما ازادي راډیو ته وویل: " موږ ته چا کوم مکتوب نه دی راکړی، موږ تلویزیون کې واوریدل، زه پنځلسو سینګارتونونو سره په اړیکه یم، یوه هم نده خبره، دا ټول دروغ دي، خو حاجت د ویلو نشته، د موږ دوکانونو ته به راغلې وو، لیدلي به یې وو، موږ مسلمانان... Читать дальше...

سپین غر زون په کندوز کې د زونونو په کچه کرکټ سیالۍ وګټلې

Pa.azadiradio.com 

د شهید نجیب الله تره کي ترنامه لاندې د افغانستان د معلولیت لرونکو لوبغاړو ترمنځ د کرکټ پیل شوې سیالۍ د سپین غر زون لوبډلې وګتلې. دغه سیالۍ د افغان کرکټ ادارې د کورني کرکټ څانګې له لوري د جولای په ۱۷مه نېټه په کندز ولایت کې پیل شوې وې، چې نن د سپین غر زون په اتلولۍ بشپړې شوې. په پایلوبه کې د مس عینک زون د ۱۶۱ منډو هدف، سپين غر زون په اتلسم اور کې ترلاسه کړ. د ویلو ده، چې یادې سیالۍ د کرکټ بورډ د پینځو زونونو د معلولیت لرونکو لوبغاړو ترمنځ په کال کې یو ځل ترسره کیږي.

د پاکستان مېشتو افغان پناه غوښتونکو غونډه؛ د پناه غوښتنې قضیو ته یې د پاملرنې غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې یو شمېر هغه افغان کډوال، چی په وینا یې  امریکا متحده ایالاتو ته د پناه وړلو قضیې لري، قضیو ته یې د نه پاملرنې له شکایت سره وایي، چې په پاکستان کې ژوند ورته ستونزمن شوی او ژر پاملرنه دې ورته وشي. دوی چې د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په یوه سر پټي ځای کې راټول شوي وو، په خبره یې، د امریکا حکومت له خوا د دوسیو د نه څېړلو په غبرګون کې یې، اعتراض کړی. په هغه ویډیو کې چې د دغه اعتراض تنظیموونکو له ازادي راډیو سره شریکه کړې، یوې مظاهره کوونکې ښځه د خپل اعتراض د هدف په اړه ویلي: "  د... Читать дальше...

یو این ډي پي: د افغانانو عاید ۳۰ سلنه کم شوی، ۳۴ میلیون یې خوراکي مرستو ته اړ دي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام [ یو این ډي پي] وايي د ۲۰۲۰ کال راهیسي د افغانانو په عاید کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی چې له امله یې اوس مهال د دې هیواد ۳۴ میلیونه اوسېدونکي د خوراکي توکو مرستو ته اړتیا لري. یو این ډي پي د ابادۍ په نوم د خپلې یوې پروژې په راپور کې چې تېره ورځ ناوخته خپور شوی ویلي، چې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار د طالبانو بندیز وضعیت لا پسې خراب کړی او اوس مهال په دې هیواد کې ۹۴ سلنه موسسو خپل فعالیتونه درولي او یا یې محدود کړي دي. په دغه راپور کې چې تېره ورځ ناوخته خپور شوی... Читать дальше...



د ښځینه فوټبال نړیوال جام؛ امریکا ویتنام ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د ښځینه فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې نن د امریکا متحد ایالتونو ویتنام ته درې د صفر په وړاندې ماتې ورکړه.  دوهمه لوبه نن د جاپان او زامبیا ترمنځ وه، چې جاپان پنځه ګولونه وکړل او پنځه په صفر یې دا لوبه وګټله.   په پام کې ده چې نن انګلستان له هیتي او ډنمارک له چین سره لوبه وکړي.  استرالیا او نیوزیلنډ د دې نړیوال جام کوربانه دي. یاد شوی جام،د سې شنبې په ورځ د نیوزیلنډ په اکلنډ کې پیل شو.  په دې نړیوال جام کې د نړۍ دوه دیرش ملي لوبډلو په اتو ګروپونو کې برخه اخیستې ده.

د جنوبي وزيرستان اوسېدونکي: د نارینه وو تر څنګ مو ښځې هم په کېمياوي نشه يي موادو معتادې شوې دي

Pa.azadiradio.com 

د ډيونډ کرښې ها خوا، د جنوبي وزيرستان یو شمېر اوسيدونکي په خپله سيمه کې د کېمیاوي نشه يي موادو او اعتیاد د ډېرېدو په اړه شکایت کوي. دوی وايي، په سيمه کې یې نشه يي مواد اسانه او ارزانه پيدا کېږي، ځکه خو پر ځوانانو سربېره ښځو هم  نشو ته مخه کړې ده. د دغو خلکو په وینا، که څه هم د دوی په سيمه کې نشه يي مواد نه جوړېږي، خو د پاکستان د امينتي ادارو د بې کفایتۍ له امله دغې سیمې ته د کېمیاوي نشه يي موادو قاچاق ډېر شوی دی. تفصیل د لېنک په کېکاږلو سره واورئ:

کندهار: د یوه کور دېوال نړیدو ۳ تنه مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې د یوه کور د دیوال د چپه کېدو له امله، تېره شپه په پېښه کې د یوې کورنۍ ۳ تنه مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي.  په کندهار کې د طالبانو د حکومت امنیه قومندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه پېښه د نهمي حوزې د تیرې اډې په سیمه کې رامنځ ته شوې ده. سرچینه زیاتوي، چې په مړو کې یو نارینه، یوه ښځه او یو ماشوم شامل دي. د طالبانو د اعلامیې له مخې، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي. په وروستیو کې د افغانستان له مختلفو سیمو د ورته پېښو خبرونه ترلاسه شوي.

طالبان: په شپږو حوزو کې د معتادینو د پالنې زربستریز روغتيايي مرکزونه جوړوو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، چې د افغانستان په شپږو حوزو کې د معتادینو د پالنې او ساتنې روغتيايي مرکزونه جوړوي. د دغه حکومت د عامې روغتيا وايي، چې د دې مرکزونو يا کمپلیکسونو په جوړولو کې به تر لس ډېر وزارتونه ونډه ولري او پکې به د درملنې ترڅنګ هغو معتادینو ته مسلکي زده کړې ورکړل شي، چې روغ شوي وي. د نورو جزیاتو لپاره د راپور لېنک کېکاږئ:

زهرا بلوچ: هیله ده طالبان پاکستان سره وروستۍ ژمنې عملي کړي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان ته د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني له سفر وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، هیله لري چې د طالبانو حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي.  د دې وزارت ویاندې زهرا بلوچ پرون، په پاکستان کې د وروستیو بریدونو په تړاو د افغانستان د خاورې د کارول کېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، پاکستان له طالب چارواکو سره د خپلو اندېښنو په اړه خبرې کړي او دوام به ورکړي.  هغې زیاته کړه، د طالبانو حکومت د ترهګرۍ د ځپلو په برخه کې له پاکستان او نړیوالې ټولنې سره ژمنې... Читать дальше...

طالبان: افغانستان ته د داعش مشرانو د راتلو په اړه د ایران ادعا حقیقت نه لري

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ایران د بهرنیو چارو وزیر هغه څرګندونې رد کړې چې ویلي یې وو، د داعش مشران له عراق، سوریې او لېبیا څخه افغانستان ته تللي دي. دغه وزارت تېره شپه، په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي"که‌ چېرې ایران افغانستان ته د داعشیانو اوښتو په اړه معلومات لري، دوی سره دې شریک کړي. " خبرپاڼه کې زیاته شوې، افغانستان له عربي هېوادونو سره ګډه پوله نه لري او په نورو د مسوولیت اچولو پر ځای باید هېوادونه د خپلو پولو د خوندیتوب په برخه کې نړیوال مکلفیتونه بشپړ کړي. د طالبانو حکومت داسې... Читать дальше...

روسیه: پخوانی استخباراتي او د پوتین منتقد د افراطیت په تور نیول شوی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د استخباراتو پخوانی غړی، چې د اوکرایین د یرغل ملاتړی هم و، په مسکو کې نیول شوی دی. ایګور ګېرکین د جمعې په ورځ په مسکو کې له خپل کوره نیول شوی او نامعلوم ځای ته وړل شوی. هغه د روسانو له خوا د کریمیا ټاپو وزمې په اشغال کې مهم رول لوبولی وو. ایګور ګېرکین په دې وروستیو کې پر اوکرایین د روسیې د پوځیانو د بریدونو او ماتو په اړه نیوکې کړې وې. د ایګور نیوکې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته هم رسېدلې وې او هغه یې په سپکه یاد کړی و. د روسیې یوې محکمې پر ایګور ګېرکین د افراطي فعالیتونو تور... Читать дальше...

د باجوړ چاودنې ۴ تنه ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

د خیبر پښتونخوا د باجوړ په ماموند سیمه کې یوې چاودنې لږ تر لږه څلور کسان ژوبل کړي. د ماموند د پولیسو مرستیال ستار خان رسنیو ته ویلي دي، چې يو موټر د ريموټ کنټرول بم په وسيله په نښه شوى دى. هغه زياته کړه، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي. دا چاودنه یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې د خیبرپښتونخوا په دوو جلا بریدونو کې پنځه پولیس ووژل شول او د نهو پولیسو په ګډون ۱۲ کسان ټپیان شول. پاکستاني چارواکي په اکثرو دغو بریدونو کې ټي ټي پي تحریک طالبان پاکستان ډله ښکېله بولي او تور لګوي چې دا وسله وال له افغانستانه دا بریدونه پلانوي. Читать дальше...

زرګونه تنو په سویډن کې د قرآنکریم د سوزول کیدو خلاف لاریونونه وکړل

Pa.azadiradio.com 

په عراق، لبنان او ایران کې د جمعې له لمانځه وروسته خلک سړکونو ته ووتل او په سویډن کې د قرآنکریم د سوزول کیدو پر ضد یې سوله ییزې مظاهرې یې وکړې. دا په داسې حال کې ده، چې په بغداد کې  د چهارشنبې په ورځ مظاهرې په تاوتریخوالیو اوښتې وې او قهرجنو خلکو د سویډن د سفارت په نیولو سربېره د سفارت د ودانۍ یوه برخه وسوځوله. د سویډن د ټي ټي خبري اژانس د راپور له مخې، مخکې له دې چې مظاهره چیان د سفارت ودانۍ ته ورشي، د سفارت کارکوونکي د امنیتي دلایلو له امله ایستل شوي او ستاکهولم ته لېږدول شوي دي. پرون جمعه... Читать дальше...

د خوړو نړیوال سازمان: وسله والو مو یمن کې یو مسوول وژلی

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، وسله والو کسانو په یمن کې د دې ادارې د یوه دفتر مسوول په ډزو وژلی دی. ډبلیو اف پي پرون په یوه بیان کې وویل، چې د اردن تبعه محمد حمیدي په دې وروستیو کې یمن ته تللی و چې په تعز ښار کې کار پیل کړي. تر اوسه معلومه نه ده، چې په دغه برید کې چا لاس درلود. تعز چې د یمن دریم لوی ښار دی، له ۲۰۱۶ کال راهیسې د حوثي یاغیانو تر محاصرې لاندې دی.  د دغه ښار محاصرې د خلکو تګ راتګ سخت کړی او خلکو ته یې د اړتیا وړ توکو، درملو او بشري مرستو د لېږد مخه نیولې ده.

د افغانستان بانک ارزونه؛ امریکا: لا هم د خپلې کنګل شتمنۍ د ترلاسه کولو جوګه نه دی

Pa.azadiradio.com 

د  افغانستان بانک لپاره د طالبانو د حکومت چارواکي نه دي توانېدلي، چې دغه بانک ته د سویس د امانت له صندوقه د خپلې کنګل شوې زېرمې، د  درې نیم میلیاده ډالرو د انتقال په برخه کې، د امریکایي چارواکو رضایت تر لاسه کړي.  د دغه بانک پلټنه د امریکا له خوا تمویلیږي.   د امریکا د خزانې وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي، پلټنې د امریکا د خزانې وزارت هغه نظر بدل نه کړای شو، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان بانک کې تر اړینو اصلاحاتو دمخه د سویس له صندوقه د افغانستان پيسې ور انتقال شي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Сергей Арутюнов

Исполнитель хита “На Заре 2020” Сергей АРУТЮНОВ оживил ещё один хит из 20-го века и выпустил песню “Лететь” вместе с её создателями - группой Амега.





Rss.plus
Wildberries

Группа компаний Helpers Представляет Совершенный Фулфилмент для Wildberries и Ozon Marketplace




Открытое первенство по спортивной гимнастике пройдет в Хакасии

Нижний Новгород вошел в ТОП-10 городов для отдыха на реках и озерах летом

IV класс пожарной опасности ожидается на большей части Подмосковья 29 мая

В СВАО пройдёт стодневный уличный фестиваль




د مقاومت جبهې ادعا؛ بدخشان کې مو ۴ طالب بندیان خوشې کړل

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو ضد وسله والې ډلې ملي مقاومت جبهې، د جمعې په ورځ په بدخشان کې د څلورو طالب بندیانو د خوشي کولو ادعا وکړه. دغه جبهې پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې ځواکونو یې د پنجشنبې په شپه د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په فرغمانج سیمه کې د طالبانو څلور سرتېري ژوندي نیولي او د هغوی وسلې او مهمات یې ضبط کړي دي.  سرچینه زیاتوي، دغه طالب بندیان یې د سیمه ییزو مشرانو په منځګړیتوب خوشې کړي دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو معمولاً د دوی خلاف د جنګي فعالیتونو موجودیت په کلکه ردوي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: طالبان دې عرفان الله بیدار خوشې کړي

Pa.azadiradio.com 

په نیویارک کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې پرون له طالبانو وغوښتل، چې د عرفان الله بیدار په نوم سیمه ییز خبریال ژر خوشې او د رسنیو د کارکوونکو له نیولو نور لاس واخلي. دغې کمېټې په یوه بیان کې ویلي: د راپورونو او د یو شمېر خبریالانو په وینا، د جولای په ۱۲مه د طالبانو استخباراتي ځواکونو د جلال اباد ښار عیدګاه جومات ته څېرمه ښاغلی بیدار درولی، په سر یې کڅوړه تاو کړې او په زوره یې موټر ته پورته کړی. عرفان الله بیدار د ننګرهار په صفا راډیو کې کار کاوه. د هغه برخلیک لا هم معلوم نه دی. طالبانو تر... Читать дальше...

برایټ بارټ: طالبان د قانوني کاروبار غوښتونکو ښځو پر ضد له برقي ډ‌نډو او وسله کار اخلي

Pa.azadiradio.com 

برایټ بارټ: برایټ بارټ امریکايۍ آنلاین خپرونې په افغانستان کې د سینګارځایونو د بندېدو په اړه په یو مطلب کې لیکلي چې "د ولسمشر جو بایډن په افغانستان کې" طالبان د هغو ښځو پرضد چې د خپل قانوني کار وبار غوښتنه کوي له برقي ډنډو او وسلو کار اخلي. خپرونه په کابل کې د ښځو د سینګارخونو د مالکانو اعتراض ته اشاره کوي او لیکي، دې مېرمنو د طالبانو د رژیم پر وړاندې بې‌ساري نافرماني وکړه. د طالبانو حکومت د جولای په دریمه په ټول هېواد کې سلګونه سینګارځایونو ته یوه میاشت وخت ورکړ چې خپل کاروبار بند کړي. برایټ... Читать дальше...

له اعتیاده د فوټبال په میدانونو کې تر بریالیتوبه

Pa.azadiradio.com 

یو کس، چې ۱۷کاله په نشه‌يي توکو اخته و، اوس د نشو په پرېښودلو سره په کابل کې د یوه فوټبال لوبډلې غړی دی او د لا بریاوو هڅې کوي. هغه وايي، اوږدمهال اعتیاد ورته ویجاړونکې وه او دا چې وتوانېد خپل ژوند ته بېرته راوګرځي نو ډېر پرې خوشاله دی. نور په راپور کې:

برېتانیا ته تازه تللی افغان ځوان د کال غوره زده کوونکی شو

Pa.azadiradio.com 

به برېتانیاکې مېشت یو افغان کډوال، په یوه کالج کې د کال غوره زده کوونکی اعلان شوی دی. پروېز امیر د هغو افغانو ځوانانو له ډلې دی، چې واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته برېتانیا ته انتقال شو. هغه په ورچیسټر شایر کې ژوند کوي. ۳۴ کلن  پروېز چې نرس دی،له خپلې لور او مېرمن سره يې په برېتانیاکې نوی ژوند پیل کړی. هغه د انګلیسې ژبې د زده کړې او د ژوند د چارو د سمبالښت لپاره د هارټ اف ورچیستر په نوم په یو کالج کې درس پیل کړی دی.



Москва

Эксперт сенсационно раскрыл загадку Мессинга и Жириновского.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Трасса Солнцево — Бутово — Варшавское шоссе будет готова в 2026 году



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Игорь Бутман

Трансляцию концертов оркестра Бутмана в Китае посмотрели более 50 млн человек




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

При поддержке MR Group прошел полумарафон «ЗаБег.РФ»

Сделано в СССР. Первое историческое ралли в Москве стартует 2 июня

Сергей Собянин. Главное за день


Новак Джокович

Новак Джокович и Хамад Меджедович сыграли в бочче на Ролан Гаррос | Виды спорта



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Сергей Лазарев

Сергей Лазарев рекомендовал Казань для отпуска выходного дня



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России