د روسیې د حکومت سیاسي مخالف 'الکسي ناوالني' په ۱۹ کاله بند محکوم شو
په مسکو کې یوې محکمې د حکومت سیاسي مخالف الکسي ناوالني په ۱۹ کاله بند محکوم کړ. ناوالني، چې په زندان کې خپل نهه کلن بند تېروي، نن په ۱۹ کلونو بند محکوم شو. ۴۷ کلن ناوالني چې د روسیې د حکومت سیاسي مخالف دی، په اختلاس، په ټولنه کې د افراطیت په خپرولو او په نورو خطرناکو عملونو تورن شوی دی. ناوالني ټول تورونه رد کړي او ویلي دي چې دا تورونه سیاسي انګېزه لري. دا لا څرګنده نه ده چې د ناوالني نوې سزا به د هغه پخوانۍ سزا ته اضافه شوي وي او که هغه په ټوله کې له ۱۹ کاله بند سزا سره مخ شوی دی. دی د... Читать дальше...