افغانستان د ۱۴۲ منډو په توپير پاکستان سره لومړۍ لوبه وبایلله
د پاکستان ملي لوبډلې په خپلې اغېزمنې چټکې توپ اچونې سره وکړای شول، چې افغانستان ته په ۱۴۲ منډو ماتې ورکړي. افغان لوبډلې د پاکستان د ۲۰۲ منډو پوره کولو په تعقیب یوازې ۵۹ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل. په دې سیالۍ کې د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې مجیب الرحمن تر نورو ښه وځلید او ۳ لوبغاړي یې وسوځول. په پاکستاني توپوهونکو کې بیا امام الحق نیمه سلیزه ووهله. د افغان توپ اچونکو له ډلې رحمن الله ګربز مخکښ و چې ۱۸ منډې یې وکړې. د پاکستان لپاره حارث روف بیا ډېر ښه وځلېد. هغه ۵ لوبغاړي وسوځول او شاهین شاه اپریدي دوه ویکټې واخیستې. Читать дальше...